Home » اسلام او ساینس » د روژې طبي ګټې (۱۳ برخه)

د روژې طبي ګټې (۱۳ برخه)

روژه او د بدن رطوبات
په عادي حالت کې د انسان رطوبات په مناسب مقدار او اندازې سره وي، په ځانګړي ډول سره هغه ښځې چې وزن يې ډېر وي، رطوبات يې نسبت عادي انسانانو هم ته ډېر وي، خو بل لور ته د نارینه ؤ رطوبات ښځینه و ته ډېر دی؛ هغه په دې مطلب چې په اوسط ډول سره د نارینه په بدن کې د ٪۵۵ سلنه څخه تر ٪۵۹ سلنه پورې رطوبات دي او بل لور ته د ښځینه ؤ رطوبات د ٪۴۷ سلنه څخه ٪۵۷ سلنه پورې دي، د زیات عمر د څښتنانو رطوبات لږ او بل لور ته په ماشومانو کې د رطوباتو اندازه ډېره ده؛ په عمومي ډول سره د انسان ژونکې (حجرې) پر دوه ډوله دي:
۱: داخلي ژونکې (Inter Cellular) چې په وینه کې دي
۲: اضافه ژونکې (Extra Cellular) چې رطوبات ور څخه جوړیږی او یا د رطوباتو سره یو ځای کېږي، خو په دې رطوباتو کې بدلون حتمي دی، هغه په دې مفهوم چې که انسان د نسناستی (ډایریا) ښکار شي، یو انسان په ځانګړي ډول سره ماشوم د ګرمۍ (تودې لمبې) ښکار شی، او یا هم انسان لوړ عمر ته ورسیږی؛ او کله چې د انسان رطوبات کم شي د دې ژورې اغیزې په ټول بدن کې پر پوستکې (پوټکې) ډېرې ژر جوتیږي.
د روژې په نیولو سره د انسان په بدن کې دا کمبوتات راځي.
د اوبو کمی:
کله چې روژه په اوړي کې وی، لکه سږنی کال؛ نو طبعي خبره ده چې انسان د تندې ښکار کېږي او زیاته تنده دا اغیزې لری چې د خولې رطوبات وچېږی، ژبه وچه او سخته شي، پوستکې وچ ښکاري، سترګې څه ولویږي او په بولو کې هم لږوالی راځي، چې په مجموع کې روژه د بدن اوبه کموي.
د اوبو له کموالې سره ـ سره د سوډیم، پوتاشیم او کلسیوم کموالی هم صورت نیسي، چې هر یو يې خپلې اغیزې پر بدن باندې لري.
روژه او ميتابوليزم
میتابولیزم (Metabolism) څه شي ته وایي؟
میتابولیزم د هغو ټولو کېمیاوي او فزیکې مرحلو مجموعه ده چې د هغو په واسطه ژوندی موجود تولید شوی او ساتل شوی مواد اورګانیز کوي اویا هغه طریقه چې د هغې له لارې د ژوندی موجود لپاره انرژي چمتو کوي.
له پېشلمي څخه څلور ساعته وروسته د غذا د حل کېدو مرحله پیلیږی، چې (Fasting Cycle Feeding) ورته وایي، په دې وخت کې ګلوکوز، ترای ګلیسرائیدونه او امینو اسیدونه په زیاته اندازه په وینه کې جذبیږي او که چېری زیات شي؛ نو د ګلائیکوجن په بڼه په وینه او غوښو کې یو ځای کېږي. له دې څخه وروسته هضمٍ شوي او تقسیم شوي امینواسیدونه، غوښې او ګلیسرائیدونه په غوړ کې سره یو ځای کېږي او د وخت په تېرېدو سره ګلوکوز (Glucose) انسولین (Insulin) په خپل واک کې راولي.
له پنځو نه تر اتلسو ساعتونو وروسته بیا میتابولیزم صورت نیسي او د موادو د جذب مرحله پیلیږی چې د جذب نېټې ته (Catabolic Phase) ویل کېږی، په دی وخت کې ګلوکوزاوترای ګلیسرائیدونه (Triglycerides) په وینه کې لږ تر سترګو کېږی، د ګلوکوز د سمون په خاطر ګلائیکوجن ته اړتیا ده؛ چې د وینې او غوښې ګلایکوجن ماتیږي او له ګلوکوز څخه علاوه ازاده ترُشي او غوړ راوځي او له وینې سره یو ځای کېږی او په پایله کې په بدن کې دا کېمیاوي بدلون صورت نیسي.
په روژه کې چې څرنګه ، د انسان په بدن کې کېمیاوی تعاملات او بدلونونه راځي؛ نو دا هر څه د انرژۍ د لاسته راوړولو په موخه ترسره کېږي.
روژه او انرژي
د انرژۍ لاسته راوړلو لپاره غذا ته اړتیا لیدل کیږي، هغه خوراک چې موږ يې هره ورځ کوو او د هغې د شکرې او نشایستې څخه حرارت او تودوښه او توانائي لاسته راځي؛ زیاته شکره یارشحمیات درګلائیکوجن په شکل، په یېنه (ځیګر) کې جمع کېږي.
انسولین چې د پانکراس رطوبات او نور دی او دنده یې دا ده چې په وینه کې شکره کمه او کنترول کړي او یا يې په ګلایکوجن واړوي؛ هغه خلک چې شحمیات زیات خوري او یا شحمیات زیات لري؛ د هغو بدن د انسولینو په تولیدلو کې کمزوری دی او له همدې کبله دا خلک د شکرې (Diabetes) د ناروغۍ ښکارکېږي.
خو هغه خلک چې روژه نیسي او شکره یې زیاته او انسولین يې لږ وی، په یېنه (ځیګر) کې يې چې کومه شکره ده، هغه په ګلایکوجن بدلیږی، د بدن انرژي او حرارت پوره کوي او همدارنګه د بدن (Fats) شحمیات یې په انرژۍ بدلیږي او د بدن اړتیاوې یې د ضرورت پر مهال پوره کوي چې په طب کې ورته د نیمی لوږې غذا یا په بله ژبه ( Semi Saturation Diet) وایي چې په دې سره د انسان وزن اعتدال ته راځي او انسان د پوره روغتیا څښتن کېږي.
نور بیا…

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر

About admin