Home » روژه » دهرروژاتي يوه دعاپه شپه اوورځ کي قبليږي

دهرروژاتي يوه دعاپه شپه اوورځ کي قبليږي

عن أبي سعيد قال : قال رسول الله صلي الله تعالي عليه سلم : إن لله تبارك وتعالى عتقاء في كل يوم وليلة – يعني في رمضان – وإن لكل مسلم في كل يوم وليلة دعوة مستجابة

ژباړه:حضرت ابې سعيدخدري رضي الله عنه فرمايي چي رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل:دروژي په مياشت کي هره ورځ اوشپه کي دالله جل جلاله دلوري څخه د دوزخ څخه بنديان پرېښودل کېژي اوهرمسلمان ته په دې مياشت کي په هره ورځ اوشپه کي يوه دعاقبلېږي

فايده:په ډېروروايتوکي دروژاتي دعاقبلېدل راغلي دي په ځينوروايتوکي راغلي دي چي دروژه مات په وخت کي دعاقبلېږي خوزموژخلګ دروژه مات په وخت کي پرخوراک داسي پرېوزي چي دعاڅه کوي بلکي دروژه مات دعالاهم راڅخه هېره سي دروژه مات مشهوره دعاداده:(اللهم لک صمت وبک امنت وعليک توکلت وعلي رزقک افطرت)

ژباړه:اې خدايه!زه ستالپاره روژه نيسم پرتاايمان لرم اوپرتاباندي توکل لرم دحديثو په کتابوکي دادعالنډه راغلي ده،حضرت عبدالله بن عمروبن العاص رضي الله عنهمابه دروژه مات په وخت کي دادعاويل:اللهم اني اسئلک برحمتک التي وسعت کل شيئ ان تغفرلي

ژباړه:اې الله !ستادرحمت په صدقه کي هرشي شامل دئ زه ستاڅخه بخښه غواړم په حينوکتابوکي دنبي کريم صلي الله تعالٰي عليه وسلم څخه دادعارانقل سوېده:يا واسع الفضل اغفرلي:ترجمه:اې دلوي فضل خاونده!ماته مغفرت وکړي،په ځينو روايتوکي نوري دعاوي رانقل سوي دي خوديوې دعاخاصوالي نسته دادعا دقبليدو وخت دئ هره دعاچه دي زړه وي کوه يې خوکله چي دعاکوي ماګنهګاربنده مه هېروه ځکه چي سوالګريم  او سوالګرحق لري.(فضائل مولانامحمدزکریا رحمه الله)

About admin