Home » اسلام او ساینس » د روژې طبي ګټې (۱۲ برخه)

د روژې طبي ګټې (۱۲ برخه)

عصبي نظام او روژه
د روژې په حالت کې د انسان عصبي نظام ډېر ارام وي. لکه څرنګه چې په روژه کې انسان له جنسي خواهشاتو څخه لیرې او بې برخې وي؛ نو ځکه يې عصبي نظام ته هیڅ منفی څرک او حس نه راځي او اعصاب یې هم ځکه ارام وي.
لکه څرنګه چې یو مسلمان روژه هم نیسي او اودس هم تازه کوي، لمونځ هم کوي؛ نو (روژه+ اودس+ لمونځ= د بدن توازن). د انسان د وینې دوران (Blood Circulation) په ډېره ښه بڼه متوازن ساتي او د وینې د دوران دا توازن د اعصابو لپاره یوه کېمیا ده چې په کومه اندازه سره غُدې په ارامه وي، په همغه اندازه اعصاب هم استراحتمند وي.
یو انسان چې په کومه اندازه په روژه کې عبادت کوی او خدای جل جلاله ته ځان نږدې کوي، په همهغه اندازه اعصاب ارام او له ټکرونو او تکانونو څخه خوندي وي، لکه څرنګه چې روژه د عبادت یو ښکلی موسم او وخت دی، نو ځکه هر مسلمان ته پکار دي چې په روژه کې د خپل توان په اندازه، د یو الله جل جلاله عبادت وکړي او له ټولو ناوړو او پلیتو کارونو څخه ځان وژغوري.
يېنه (Liver) او روژه
لکه مخکې چې وویل شول چې روژه په عمومي ډول سره پر ټول بدن باندې ژورې اغیزې غورځوي، د همدې اغیزو په ترڅ کې پر یېنې (ځیګر) او د یېنې په دنده (Liver Function) باندې هم اغیزې کوي؛ که چېري د یوه ګرام لسمه برخه غذا معدې ته ورشي، نو ټول بدن په کار پیل کوي؛ چې په دې نظام کې یېنه هم شامله ده. دا چې په روژه کې ترڅوساعتونوپوری ومعدې ته هیڅ خوراک نه ورځی نوټول نظام خاموشه اوارام وی، چې ینه هم ارامه وی۔
اوس ساینسپوهانو ثابته کړې ده چې د بدن ټول نظام ته په کال کې پکار دي چې یوه میاشت استراحت ورکول شي، او دا استراحت ورته ډېر اړین دی؛ کله چې یېنه د لسو ساعتونو او یا تر ډېر وخت پورې په ارامه وي، نو د دې استراحت څخه وروسته بیا یېنه پوره کار ته چمتو شي او په آینده کې خپل ټول کار او فعالیت په ښه ډول سره سر ته رسوي.
د یېنې له استراحت سره، سره دا اغیزې صفراء (Bile) ته هم رسیږي، چې په روژه کې صفراء د انسان په بدن کې ډېره کمیږي او انسان له ډېرو ستونزو او کړاوونو څخه ژغوري.
دروژې په هکله ډاکټرهلوک نور وايی:
داسې ورځې به هم راشي، چې په ټوله نړۍ کې به ټول انسانان، د خپلې روغتیا لپاره روژه و نیسي.
(Quraanic Verses and Scientific Facts)
روژه او د هضیمې نظام
په دې هکله ډېرو عربی ساینس پوهانو، د مسلمه اُمت حکيمانو او نورو پوهانو څېړنې او لیکنې کړي دي، چې د هر یوه لیکنه او مقاله يې د ستاینې، غور او فکر وړ ده، هر هغه چا چې په دې لاره کې سفر کړی او خولې یې توی کړي دي؛ هغه د ملغلرو په شان ارزښت او قدر لري، خو دا شونې نه ده چې په دې هکله د ټولو ساینس پوهانو لیکنې او څېړنې دلته سره راغونډې کړم ، البته دا اړینه بولم چې ضروري او ارزښتناک ټکي یې دلته رانقل کړم.
پروفيسر ډاکټر سي ايم حبيب الله چې د کولمو او معدې د ناروغیو متخصص یا (Gastroenterologist) دی، په دې باندې یې څېړنیزې لیکنې کړي دي او دی په دې باور دی چې روژه د انسان په بدن کې (Biochemical Changes) یعنې په ژوندیو اورګانیزمونو کې، حیاتي او کېمیاوي بدلونونه راولي، چې دا بدلون او اوښتون یو فطري عمل دی، ده خپله مقاله پر دریو برخو وېشلې ده:
الف: د روژې اغیزې د بدن پر اوبو او نورعناصرو باندې، دبېلګي په ډول سره پر:
سوډیم (Sodium)
پوتاشیم (Potassium)
کلورایډ (Chlorides)
کاربونیتونه (Carbonates)
ب: دروژې ژورې اغیزې پرخوراکې اجزاءولکه:
نشایسته (Carbohydrates)
پروتینونه (لحمیات)(Proteins)
شحمیات(Fats)
قوت استحاله (Metabolism Energy)
ج: د روژې اغیزې د هضمې پر رطوباتو باندې ( Effects of the fast on digestive Juices)
نوربیا…

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر

About admin