Home » بېلا بېلي لیکني » دمسلمانانوپه روژه نيولوسره الله جل جلاله پرملائکوباندي فخرکوي

دمسلمانانوپه روژه نيولوسره الله جل جلاله پرملائکوباندي فخرکوي

عن عبادة بن صامت ؓ قال : ان رسول الله قال يوما وحضرنا رمضان اتاکم رمضان شهربرکة يغشيکم الله فيه فينزل الرحمة ويحط الخطايا ويستجيب فيه الدعا ينظر الله تعالى الي تنافسکم فيه ويباهي بکم ملئکته فاروا الله من انفسکم خيرا فان الشقي من حرم فيه رحمة الله عزوجل.

ژباړه:عبادۀ بن صامت رضي الله عنه فرمايې: يوه ورځ نبي کرېم صلي الله تعالي عليه وسلم دروژي مياشتي ته نژدي وفرمايل:تاسوته دروژي مياشت راغله ډېره دبرکت مياشت ده،په دي مياشت کي الله جل جلاله ستاسو ولوري ته متوجه کېژي ،رحمت نازلوي.ستاسودعاوي قبلوي،ستاسوګناهونه بخښي،ستاسوتنافس سيالئ ته ګوري اوپرملائکوباندي فخرکوي،نوتاسوخپله نېکي دالله جل جلاله په وړاندي وښاياست بدبخته هغه څوک دئ چي په دې مياشت کي هم دالله جل جلاله درحمت څخه محروم سي .

فايده:تنافس ودې ته ويل کيژي چي په نېکوکاروکي يودبل سره سيالي وکړي اوهر يوددې کوښښ کوي چي ترهغه بل زيات دخيرکاروکړي اوخپل فخروښيي، دفخردعوه کوونکي دې راسي خپل جوهردي وښيي دفخرخبره نه ده بلکي دنعمت دشکريې خبره ده زکه څه هم دخپل نااهليت په وجه څه نه سم کولاي خودکوريوه ښځه ووينم چي ددې کارډېراهتمام کوي زه ډېرخوشحاله سم دکورکارونوسره بياهم دورځي پنځلس شل سېپارې دورځي تلاوت کوي الله جل جلاله دي يي پخپل فضل سره قبول کړي اودزيات عبادت توفيق دي ورکړي

(فضايل روژه دمولانازکريارحمه الله تعالي) ژباړه : م/ ابوالطیب

 

About admin