Home » بېلا بېلي لیکني » هغه څوک دې هلاک وي چي دروژې مياشت کي ورته بخښنه ونشي
az5p52h

هغه څوک دې هلاک وي چي دروژې مياشت کي ورته بخښنه ونشي

عَنْ كَعْبِ بْنِ عُجْرَةَ ، قَالَ : قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : اُحْضُرُوْا الْمِنْبَرَ ، فَحَضَرْنَا فَلَمَّا ارْتَقَى دَرَجَةُ قَالَ : آمِيْنْ ، فَلَمَّا ارْتَقَى الدَّرَجَةَ الثَّانِيَةَ قَالَ : آمِيْنْ ، فَلَمَّا ارْتَقَى الدَّرَجَةَ الثَّالِثَةَ قَالَ : آمِيْنْ ، فَلَمَّا نَزَلَ قُلْنَا:يَا رَسُوْلَ اللهِ ! لَقَدْ سَمِعْنَا مِنْكَ الْيَوْمَ شَيْئًا مَا كُنَّا نَسْمَعُهُ قَالَ : إِنَّ جِبْرِيْلَ عَلَيْهِ الصَّلاَةُ وَالسَّلاَمُ عَرَضَ لِيْ فَقَالَ:بُعْدًا لِمَنْ أَدْرَكَ رَمَضَانَ فَلَمْ يُغْفَرْ لَهُ ،قُلْتُ : آمِيْنْ ، فَلَمَّا رَقِيْتُ الثَّانِيَةَ قَالَ : بُعْدًا لِمَنْ ذُكِرْتُ عِنْدَهُ فَلَمْ يُصَلِّ عَلَيْكَ قُلْتُ : آمِيْنْ ، فَلَمَّا رَقِيْتُ الثَّالِثَةَ قَالَ : بٌعْدًا لِمَنْ أَدْرَكَ أَبَوَاهُ الْكِبَرَ عِنْدَهُ أَوْ أَحَدَهُمَا فَلَمْ يُدْخِلَاهُ الْجَنَّةَ قُلْتُ : آمِيْنْ.

ژباړه:حضرت کعب بن عجرۀ رضي الله عنه وايي چي نبي کريم صلي الله تعالي عليه وسلم وفرمايل چي منبرته رانژدي سۍ نوموژمنبرته رانژدي سوو،نبي کريم صلي الله تعالي علېه وسلم منبرته وختي پراوله ځينه چي يي پښه کښيښودل آمين يې ووايه بياچي يې دوهمه ځينه پښه کښېښودل آمين يې ووايه بياچي يې دريمه ځينه پښه کښېښودل آمېن يې ووايه کله چي نبي کريم صلي الله تعالي عليه وسلم دمنبرڅخه راکښته سوموژ پوښتنه ځني وکړه چي يارسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم نن موژستاڅخه (دمنبرختلوپه وخت کي) داسي څه واوريدل چي نوروخت مونه وه اوريدلي ؟ رسول الله صلي الله تعالي عليه وسلم راته وويل چي جبرائيل عليه السلام زمامخته راغلي (ماچي دمنبرپراوله ځينه پښه کښېښوده ) ده راته وويل چي هغه څوک دي هلاک وي چي دروژې مياشت راسي اوده ته مغفرت نه وسي ماورته وويل آمين . کله چي ماپردوهمه ځينه پښه کښېښوده جبرائيل عليه السلام راته وويل چي هغه سړۍ دي هلاک وي چي ستانوم د ده په وړاندي ذکرسي اودي پرتاباندي درود ونه وايې ماورته وويل آمين . کله چي ماپردريمه ځينه پښه کښېښوده جبرائيل عليه السلام راته وويل چي هغه څوک دي هلاک وي چي موراوپلاردواړه اويايود دوي څخه دسپين ژيروالي په وخت کي ولري اودي په دوي باندي جنت ته داخل نه سي ماورته وويل آمين

فايده:   په دې حديث کي جبرائيل عليه السلام درئ ښراوي کړي دي اونبي عليه السلام آمېن پرويلي دئ لومړي خودجبرائيل عليه السلام ښراوي څه اسانه خبره نه ده بياچي نبي عليه السلام پرويلي دي نوڅه حال به يې وي نوسختۍ يې ښکاره دي الله جل جلاله دي پخپل فضل سره موژته ددې دروښراووڅخه دساتني توفيق راکړي اوددې بدوکاروڅخه دي موالله جل جلاله وساتي که نه نوبياموژپه هلاکېدوکي هيڅ شک نسته .

د درالمنثورپه ځينوروايتوکي راغلي دي چي خپله جبرائيل علېه السلام ونبي عليه السلام ته وويل چي لومړي : هغه څوک چي دروژي مياشت تېره سي اود ده بخښنه ونه سي يعني دروژي دمياشتي په څيردخيراوبرکت وختونه په غفلت اوګناهونوسره تېرکړي حال داچي دروژي په مياشت کي دمغفرت اودالله جل جلاله درحمت باران اورېژي نوچي د دومره پراخ خيراوبرکت په وخت کي دي دګناهونواوغفلت په وجه دمغفرت څخه بې برخي سي نوبيادي څه وخت مغفرت لاسته راوړي اود ده په هلاکېدوکي نوبياڅه شک دئ که څوک د روژي په مياشت کي مغفرت غواړي نوډول يې داسي دئ چي روژه اوتراويح په پابندۍ سره کوي اودالله جل جلاله څخه ډير ـ ډېرخپلوګناهونه بخښه غواړي اوتوبه وباسي .

(فضايل روژه دمولانازکريارحمه الله تعالي)

 

لیکوال : مفتي ابوالطیب

About admin