Home » اسلام او ساینس » روژې طبي ګټې (۱۱ برخه)

روژې طبي ګټې (۱۱ برخه)

د جرمني، امريکا او برطانيا د ډاګترانو تجربه
دوی په دې خبره باندط غور کړی چې د مسلمانانو د غوږو، پوزې او ستوني (Ear, Nose, Throat) ناروغۍ ولې په روژه کې کمې او کنترول شي؟
د دې لپاره یې د پاکستان دریو لویو ښارونو، کراچې، لاهور او فیصل آباد ته د څېړنو ګروپونه ولېږل او دا پایلې يې لاسته راوړې:
۱: لکه څرنګه چې مسلمانان پنځه وخته لمونځ کوي او په همدې شمار سره اودسونه کوي او دا لمونځونه او اودسونه په ځانګړي ډول سره زیات په روژه کې صورت نیسي؛ نو ځکه په دوی کې د غوږو، پوزي او ستوني (E.N.T) ناروغۍ لږې لیدل کیږي.
۲: په روژه کې خوراک کم شي او د ډوډۍ په لږ خوراک سره د معدې او یېنې (ځیکر) ناروغۍ کمیږي.
۳: لکه څرنګه چې دوی په روژه کې له هر څه نه پرهیز وي؛ نو له همدې کبله یې اعصاب او زړه هم ښه وي.
(روزنامه جنګ لاهور ۱۹۹۸)
د امريکا د يوه پروفيسر ډاکټر ګولډ اسټين وينا
د متحده ایالتونو د بوسټن په ښار کې د امریکا د طبعي روغتیا ټولنې (American Natural Hygiene Society) د ادارې تر سیورې لاندې هر کال کلنۍ غونډه جوړیږي، چې په دې غونډه کې یو ځل ډاکټرګولډ اسټین داسې وینا کړې ده:
ارزښتناکه شی چې موږ ورته متوجه نه یو،هغه زموږ استعداد دی، ډېر خلک د اوږد مهاله ناروغیو په جال کې راګیر دي، د درملنې پر ځای د مایوسۍ په ټال کې زانګي او ځینې وختونه طب هم ورسره کومه مرسته نشی کولای او حال دا چې ډېر خلک د روژو په نیولو سره د ښه روغتیا څښتنان دي؛ بل لور ته دا یو تریخ حقیقت دی چې طب ولې د دې لوی نعمت (روژې) څخه کومه ګټه نه ده پورته کړې.
د کاناډا یوه مشهوره پروفيسره ډاکټره د روژې په اړه وايي:
اوسمهال ډاکټران د ناروغیو درملنه نه، بلکې د ناروغیو د علایمو (Symptoms) درملنه کوي. زما د معلوماتو له مخې، قرانکریم د روژې په میاشت کې نازل شوی دی، یقینا چې روژه او قران روح پاکوي او زړه غنی کوي، موږ هم باید له قرانکریم نه فیض او الهام واخلو، روژه ونیسو، ترڅو خپلو ناروغیو ته د پای ټکی کېږدو.
(Islam and Medical Science/ Arab News)

زه او زما مېرمن ولې روژه نيسو؟
موږ اسلام نه دی قبول کړی، خو په هره میاشت کې درې روژې نیسو او ګټه ورنه اخلو، ځکه په دې روژو سره موږغواړو چې خپل د هاضمې سیستم (Digestive System) هوسا او آرام وساتو او د روژې ښکلې ګټه دا ده چې هغه فاسد رطوبات چې په زهرو (Toxic) باندې بدل شوي وي، ټول له منځه وړي؛ همدا رنګه روژه ټولې پېچلې ناروغۍ (Complicated Diseases) هم ختموي، هضمیه مضبوطوی، مقاومت يې ډېروي، قوت وربخښي؛ نو ځکه ما او زما مېرمنې دا هوډ کړی دی چې په هره میاشت کې درې روژې ونیسو.
(Views and News/ the Philosophy of Fasting)
د وينې جوړښت او روژه
وینه د هډوکو په مغز (Bone Marrow) کې جوړیږي، کله چې انسان وینې ته اړتیا پیدا کړي، نو د انسان په بدن کې داسې یو نظام شتون لري، چې د هډوکو مغز (Bone Marrow) ته خوځښت ورکوي او وینه تشکېلوی؛ کله چې یو انسان په روژه کې، له دولسو نه تر پنځلس ساعتونو پورې غذا ونه خوري، د ، نو په دغه وخت کې د هډوکو مغز په ډېره ښه توګه وینه تولیدوي او همدا وجه ده، چې په روژه کې د یوه کمزوري انسان په بدن کې هم پوره وینه شتون لري.
دبدن ژونکې (حجرې) اوروژه
د روژې بله ارزښتناکه او مهمه دنده دا ده چې د حجرو دننه ټول نظام هوسا، ارام او برقراره ساتي، کله چې غذا کمه او یا د څوساعتونو لپاره ونه خوړل شي؛ نو حجرې ډېرې هوسا او د سکون په درشل کې وي؛ دا اغیزې پر ټولو حجرو باندې او په ځانګړي ډول پر هغو حجرو ډېر تاثیر اچوي، چې د بدن لپاره لعاب او رطوبات تولیدوي.
کله چې د لعابو غُدې (Pituitary Glands)، د ورمیږ غُدې (Thyroid Glands) او پانکراس (Pancreas) د تل لپاره په کار بوخت وي، نو د روژې په حالت کې دا ټولې غُدې د کامل استراحت په حالت کې وي، چې دا غُدې او حجرې له استراحت او سکون وروسته بیا د ښه کار کولو پوره وړتیا او قوت مومي او تر پخوا یې توان زیاتیږي.
معده او روژه
روژه د معدې لپاره بې مثله ګټوره او بې جوړې درملنه ده. روژه په لومړي قدم کې د معدې ټول نظام برابر ساتي او د تعجب خبره خو لا دا ده چې په روژه کې، معده هېڅ اسید (Acidity) یو ځایوالي ته نه پریږدي او بل لور ته په عادی لوږه کې د معدې تیزاب ډېریږي؛ لکه څرنګه چې د روژې په میاشت او د روژې په حالت کې د معدې عصبي نظام او هغه حجرې چې د معدې رطوبت ترشح کوي، هغه ټولې ارامې او هوسا وې، نو ځکه له روژه ماتي وروسته معده پوره فعالیت او کار کولو ته ډېره اماده او تکړه وي.
نور بیا…..

 

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر

About admin