Home » اسلام او ساینس » دروژې طبي ګټې (۱۰ برخه)

دروژې طبي ګټې (۱۰ برخه)

د اکسفورډ يو وتلی پروفيسر پالډ وايي:
زه پخپلو څېړنو او تجربو کې بوخت وم چې کله د روژې مایشت راغله، ما د روژې نیول پیل کړل، ډېر خوښ وم، د یو څو ورځو روژو نیولو وروسته مې د زیاتې لوږې احساس کاوه خو بیا مې هم روژو ته می دوام ورکړ، ډېر خوښ او خوشحاله شوم، دا ځکه چې ماګاسټریټیس (Gastritis) درلودل، ګاسټریټیس د معدې د مخاط التهاب ته وایی، خو د روژې په نېولو سره مې دا ټول کړاوونه له مینځه ولاړل او له دې ټولو ناخوالو څخه خلاص شوم؛ واقعا چې اسلام یو حقیقی او الهی دین دی او خپلو پیروانو ته يې داسې فارمولا (روژه نیول) راوړېده چې له دې نه بل لوی نعمت نشته.
(New World)
د کېمبریج يو وتلی پروفيسر ډاکټر لوتر وايی:
ډاکټر لوتر یو درملپوه (Pharmacologist) شخص دي او د روژې په هکله وایی:
د یوه روژه نیوونکي د معدې رطوبات مې معاینه کړل او دې پایلو ته ورسېدم چې د روژه دار په نس کې هیڅ داسې مواد نه وو، چې کومه ناروغي ورباندې اغیزه وکړي، یا د مکروبونو ځاله وګرځي او یا کومه ناروغي قبوله کړي او بله دا چې زه په یقین سره وایم، چې روژه د معدې د ټولو ناخوالو یواځینۍ غوره درملنه ده او په دې سربیره د انسان د نور بدن د روغتیا لپاره هم غوره وقایه ده.

د هالنډ يو پادری (عيسايی مذهبي مشر) ايلف ګالي جي وايی:
ما د رڼو شپو (ایام البیض) روژې د اسلامي اوصولو مطابق ونیولې او ډېر ژر می بدني ارامي احساس کړه او له دې تجربې نه وروسته ما په مسلسل ډول د شکرې، زړه او معدې ناروغانو ته د ېوې میاشتې روژې نیولو توصیه وکړه، چې دا پایلې په لاس راغلې:
۱: د شوګر (شکرې) د ناروغانو حالت ښکلی او شکره يې پوره کنترول وه.
۲: د زړه د ناروغانو وضع ډېره ښه او تنفسي ستونزې یې حل شوې وې.
۳: د معدې ناروغان ۱۰۰ په سلو کې درست او ښه شوي وو.
(سُنت نبوی صلی الله علیه وسلم اور جدید ساینس، بحواله همفرې کې تجربات
د تهران د پوهنتون جامعه طيبه څېړنه او روژه:
ډاکټرایف عزیز له یوې ډلې ډاکټرانو سره په روژې باندې تجربې وکړې او هغو ځوانانو چې پوره یوه میاشت يې روژه نیولې وه، دا پایلې یې ورنه لاسته راوړې وې:
۱: کله چې دې ځوانانو روژې ونیولې؛ نو له ۲۹ روژو څخه وروسته یې په کافی اندازه وزن کم شو.
۲: په لومړیو۱۰ ورځو کې يې د وینې شکره (Blood Sugar) کمه شوه او په پاتې شلو ورځو کې یې ګلوکوز اضافه شوي وو.
۳: (Serum Bilirubin) سروم بیلیروبین، د صفراء هغه رڼه مایع برخه ده چې په غلظت او زیاتوالي سره یې زېړۍ پیدا کېږی؛ نو د روژې په برکت سره دا سروم بیلیروبین په لومړیو ورځو کې د56۔0 څخه 77۔0 ته لوړ شو او د روژې د میاشتې په اخر کې له 4۔0 څخه 1۔1 ته راکم شو.
۴: په کلسیوم، فاسفورس، پروتینو، البیومنو او نورو هارمونونو کې یې هیڅ تبدیل نه و راغلی.
۵: له یوې میاشتې روژې څخه وروسته د نر تولیدیدونکې مادې Reproduction Hormones) (Male کې هیڅ تغیر او تبدیل نه تر سترګو کېده او په ستندرد حالت کې یې قرار درلوده.
د دې پوهنتون پایلو دا خبره جوته کړه چې روژه پر بدن باندې هیڅ بدې اغیزې نلري او برعکس د انسان پر وزن اوبې ځایه غوړو باندې ژورې اغیزې لري او پاتې دې نه وي چې روژه د (Chronic Disease) یعنې د مزمنو او اوږد مهاله ناروغیو لپاره پوره درملنه ده.
روژه د غيرمسلمانو مفکرينو په آند
۱: روژه په چټکۍ سره احساسات او جذبات ختموي، بد اعمال او افعال له مینځه وړي او سړی دې ته هڅوي چې یواځې واوسي او په یواځیتوب کې یې خوښ ساتي. (ډاکټرمائیکل)
۲: په هره میاشت کې یوه یا دوه ځلې روژه نیول، د روغتیا لپاره شرط دي. (ډاکټر جی جیکب)
۳: که چېری تنده، تکلیفونه او کړاوونه وزغمل شي؛ نو د صحت لپاره، له روژې نه غوره شی نشته. (ډاکټرهنګر)
۴: روژه د روغتیا لپاره ډېره ښه ده، خو دا خبره په نظر کې نیول ضروري دي، چې د روژه ماتي پر مهال ډېر خوراک ونشي. (ډاکټرفزلنکلین)
۵: د زړه د اطمنان او ذهن د اراموالي لپاره روژه غوره درملنه ده. (ډاکټرسمرسټ)
۶: روژه ډېرې بدني ناروغۍ له مینځه وړي او په ځانګړي ډول سره بلغمي ناروغۍ. (ډاکټرکلاو)
۷: د مجردو او جذباتي انسانانو لپاره روژه ډېره اغیزمنه ده، دا ځکه چې فکر سموي او ټولې شیطاني وسوسې له مینځه وړي. (ډاکټر ابراهیم)
۸: روژه د لوږې لپاره ډېره غوره ده، که څوک غواړي چې لوږه او اشتها پیدا کړي؛ نو د اسلامي اوصولو مطابق دې روژه ونیسي. (ډاکټر ایمرس)
۹: هرهغه څوک چې تزکېة النفس کوي، نو لازمه ده چې روژه ونیسي او زه خپلو دوستانو او ملګرو ته وایم چې د مسلمانانو تقلید وکړي او د دوی په طریقه روژه ونیسي. (ډاکټرریچړډ)
۱۰: هغه ښځې چې ډېرې چاغې او وزني دي؛ نو هغوی ته پکار دي چې په مسلسل ډول روژې ونیسي، ځکه روژه د دوی لپاره د اولاد راوړلو غوره لاره او درملنه ده، چې روژه د دوی وزن کموی او حمل صورت نیسي. (ډاکټرټینډایوهاشی ګاو)

نور بیا….

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر

About admin