Home » تسحر [پېشلمی] » دپېشلمي اړوندشرعي مسائل
42_3_1

دپېشلمي اړوندشرعي مسائل

مسئله  : روژه هم لكه  لمونځ  اودنورعبادتونو په شان فرض ده   ځکه نيت پكښې  شرط  ده  ، دنية څخه پرته صحت  نه لري  ، لهذا  درمضان دروژي په  نيولو كي دهري ورځي  دروژي دصحت لپاره نيت ضروري ده .

 الاشباه ص \۱۹اماالنية في الصوم فشرط صحته لکل يوم الخ ، هنديه 195\1

دزړه اراده دنيت لپاره کافي ده

مسئله :  دزړه  اراده  دروژي د نيت  لپار كافي ده [يعني په زړه كي داسي ورتيرول چې صبا مي روژه ده  نو په د ي نيت روژه صحيح  ده ]  په  خوله ويل  يې شرط نه ده ،  الهنديه ۱\۱۹۵

په روژه کي په خوله باندي نيت ويل

مسئله : زموږدفقهي شریفي په کتابونوکي په خوله باندي دنیت دالفاظو ویلو په اړه اختلاف موجود دی چې ځینو سنت ،ځینو مستحب ، اوځینو بدعة بللی : خوداچې ځینو علماو سنت یاهم مستحب بللی نو په دي اړه په حدیثواواثارو کې هیڅ روایت نشته ،البته کیدی شي چې له سنة څخه مراد سنة العلماء وي لاسنة المصطفي صلی الله علیه وسلم ، لکه په درالمختارکې چې دلمانځه دنیت په اړه دغه تاویل نقل شوي ،

  الدرالمختار ۱\۳۰۶ طبع ر کويته .

  الهنديه ۱\ ۱۹۵

په روژه کې پشليمی دنيت په ځای دريږي

مسئله  : په رمضان المبارک یعني دروژي په میاشت کې پشليمى  دنية په ځاى دريږي  .

البحرالرائق  452\2  والتسحر  نية   الهنديه ۱\  ردالمحتار المشهوربالشامي ۳\۳۹۳ وفتح المعين۱\۴۲۱

که يې په روژه کې پشليمی دبلي روژي لپاره وکړ

مسئله : که یې درمضان المبارک په میاشت کې دشپې پشلیمی دبلي روژي لپاره وکړ بیا هم دغه پشلیمې یې ددغه فرضي روژي لپاره په نیت کولو کې کافي ده ؛

 الهنديه ۱\۱۹۵ والتسحر في رمضان نية ذکره نجم الدين وکذا اذا تسحرلصوم آخر الخ

که يوسړي ويل چې پشليمی به کوم بياراويښ نه شو

مسئله : که یوه سړي نیت وکړ چې دشپې په آخر کې به پشلیمی کوي خوبیا راویښ نشو نوسهار که یې ترنصف نهار شرعي پوري نیت ونه کړ نو دغه وړاندینی نیت یې نه ده صحیح اوروژه یې اعتبارنه لري ؛

همداراز که یې ترلمرلویدا وړاندي نیت وکړچې صبابه روژه نیسم بیاویده شویابي هوښه شو یایې روژه بي خی هیره شوه تردي چې صبازوال وشویعني پخه غرمه شوه نودغه روژه یې اعتبارنه لري .

اوکه یې ترلمرلویدووروسته نیت وکړخوبیابي هوښه شو یاویده شو اوبیا دزوال څخه وروسته راویښ شو ،یاپه هوش راغی اونورخوراک یاڅښاک یې نه ؤکړی اوروژه یې نیولي وه نو روژه یې صحیح ده .دامسئله وروسته په مستقل عنوان هم ذکرکیږي

  البحر ۲\۴۹۳ والهنديه ۱\۱۹۵

.

که يې پشليمي وکړاووي ويل چې روژه نه نيسم نودغه پشليمی يې دنيت په ځای نه دريږي

مسئله :که یې پشلیمی وکړ خودایې له زړه وویل : چې صبا   روژه نه نیسم یایې همدغه اراده   وکړه نوبیاهم دغه پشلیمی   دنیت په ځای نه   دریږي ؛  

الفقه علی المذاهب الاربعة ۱\۸۸۱و الهنديه ۱\۱۹۵

که يوه سړي په روژه کي دهيڅ شي نيت ونه کړ

مسئله : كه يوه سړي  په روژه كي دهيڅ شي نيت  ونه كړى  يعني   نه یې  دروژي  دنيولو نيت كړى وو  اونه یې دنه نيولو ، او په دي  هم خبر وو چې دا ميا شت درمضان ده  نو دد ي سړي  روژه  داعتبار وړ نه ده  قضابه یې راوړي  .

الهنديه 195\1 التا تارخانيه ۲\ ۳۵۸

روژه په مطلق نيت صحيح کيږي

 

مسئله : روژه په مطلق نية  سره صحيح  كيږ ي  يعني  دا ضروري  نه ده چې فرض ،ياواجب  ورسره  ياد كړي  همداراز كه هغه  خطاهم شي  يعني  دفرضو په ځاى  نفل ياسنت ووایې نو هم روژه یې صحيح ده  .

 الهنديه

لیکونکی : مفتي ابویاسر

About admin