Home » اسلام او ساینس » د روژې طبي ګټې «۳ برخه»

د روژې طبي ګټې «۳ برخه»

لیکنه او څیړنه: عبدالغفار جُبیر

بل لور ته د انسان (Urea) او (Creatinine) چې زهرجن او ضررې مواد دي، په وینه کې ګډیږي او ډېر ژر په ټول بدن کې خپریږي، چې له دې څخه وروسته انسان د مرګ خطري کندې ته غورځول کیږی۔

(Urea) څه شی ده؟

د پروتینو د میتابولیزم څخه زېږنده نایتروجن لرونکی، وروستی لوی محصول، چې په یېنه کې د امینو اسیدونو او اموینومی مرکبونو څخه جوړیږي او په متیازو، وینه اولمف کی موندل کیږی، له یوریا څخه عبارت دی.

(Creatinine) څه شی دی؟

کراتین انهایدرید؛ دفسفوکراتین دمیتابولېزم وروسته محصول چې دپښتورګواوهمدغه رازدعضلاتی کتلې دکارې تشخیص په توګه ئې دبولي اطراح سرعت محاسبه کیږی۔

دا ستره الهی تحفه یعنې اوبه یواځې په دې دنیا کې غوره نعمت نه دی؛ بلکې د اخروي ژوند  په جنتونو کې هم د شیدو، عسلو او شرابو له نهرونو (ویالو) سره یوځای، یو نهر یا ویاله د اوبو هم شتون لري، لکه په

سورت محمد کې چې راځي:

مَّثَلُ الْجَنَّةِ الَّتِي وُعِدَ الْمُتَّقُونَ ۖ فِيهَا أَنْهَارٌ مِّن مَّاءٍ غَيْرِ آسِنٍ وَأَنْهَارٌ مِّن لَّبَنٍ لَّمْ يَتَغَيَّرْ طَعْمُهُ وَأَنْهَارٌ مِّنْ خَمْرٍ لَّذَّةٍ لِّلشَّارِبِينَ وَأَنْهَارٌ مِّنْ عَسَلٍ مُّصَفًّى ۖ وَلَهُمْ فِيهَا مِن كُلِّ الثَّمَرَاتِ وَمَغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ ۖ كَمَنْ هُوَ خَالِدٌ فِي النَّارِ وَسُقُوا مَاءً حَمِيمًا فَقَطَّعَ أَمْعَاءَهُمْ ﴿١٥﴾ (سورت محمد ۱۵)

مثل د صفت بیان د جنت هغه چې وعده يې کړی شوی ده له پرهېزګارانو سره، په هغه کښې ویالې دي له اوبو چې نه به وی بد خونده (بدلېدونکې په مزه او بوي کښې) او ویالې دي د شیدو چې نه به وي متغیر خوند دهغو، او ویالې دي له شرابو، چې مزه ورکوونکي دي څښونکو ته، او ویالې دي د شاتو (عسلو) صفا کړی شوې. او دوی ته به موجودې وي، په دغه (جنت) کې له هر ډول میوو څخه، او مغفرت دی له ربه د دوی په شان د هغه دی چې تل دی په اور د دوزخ کښې او په اوبه څښلی شی اوبه ډیرې تودې پس پرې به کړی کولمې د دوی.

په قرانکریم کی اوبه د ژوند یوه سرچینه نه؛ بلکې پخپله ژوند دی، که موږ او تاسې  لږ د ځمکې له کُرې
څخه  فضاء (خلا) ا و سپوږمۍ، مریخ اونورشمسی نظام ته پورته شو ؛ هلته چې ستورمزلي (Astronauts) تللي دي، پخپلو سترګو يې هر څه لیدلي او مشاهده کړي دي او یا یې هم موږ په ویډویو ګانو او انځورونو کې ګورو، هلته د اوبو هیڅ څرک نشته او هلته بالکل اوبه شتون نلري؛ او ځینې بیا ډېر لږ داسې یو تصور (نه حقیقت) لري چې په نورو سیارو کې هم د ژوند امکان شته، خو دا خبره ساینس په کلکه ردکړې ده او تر اوسه یې هیچا هم کوم ثبوت نه دی وړاندی کړی؛ که چیرې موږ د تمدنونو  زانګو (اسیا) ته راشو او یا په عمومي ډول سره  ځمکې ته نظر واچوو؛ نو دا هغه ځمکه ده، چې د لوی څښتن تعالی ۱۲۴۰۰۰ استازي (پېغمبران) علیهم الصلوه والسلام ټول ورته راغلي دي او د بشریت لومړی پلار سیدنا حضرت ادم علیه السلام پر همدې ځمکه باندې جوړ او پیدا شوی دی، که بالفرض بل ځای د ژوند امکان وای او یا بل ځای ژوند شوی وای، نو په الهي او اسماني کتابو کې به یې ذکر شوی وای او حال دا چې دا د قران کریم فیصله ده چې هرقوم ته یو لارښونکی لېږل شوی دی، له ځمکې نه ماسوا نه ژوند شتون لري او نه هم امکان درلودلای شي، ځکه چې نه د وحې او نه هم د کوم پېغمبر ذکر بل ځای راغلی دی او نه په بل ځای کې انسانان موجود دي.

چې هرې سیارې ته ستور مزلي تللي دي؛ هلته اکسیجن او اوبه نشته او دا خبره په ساینس کې ثابته شوې ده چې له زمکې پرته بل هیڅ ځای هیڅ ژوند نشته، نه عقلا د دې دلیل څوک لري اونه هم نقلا.
حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل، چې (کل شی ء خلق من مآء) هر شی له اوبو څخه پیداشوی دی۔

دتفسیر ماجدی په دوهم ټوک کې راغلي دي، چې دژوند پوهنې (Biology) په څېړنو کې دا خبره ثابته شوې چې د هر شي اصلي عنصر پروتو پلازم (Protoplasm) دی او د پروتو پلازم زیاته برخه اوبه دي۔

پروتوپلازم (Protoplasm) څه شی دی؟
پروتو پلازم یوه شفافه اوسرېښناکه کلوئيدی ماده ده چې د ژوندۍ ژونکې (حجرې) لپاره اړینه ده۔
یوساینسپوه پخپلو څېړونو کې وایي چې په ژوند کې تر ټولو ارزښتناک او ستر نعمت اوبه دي، که د اوبو په نظام کې څه لږ فکر وکړو، نو همدا اوبه دي چې د بخار په بڼه ترې وریځ جوړیږي او په هر ځای کې چې  قحطی او یا وچکالي وي، هلته د باران، واورې او یا هم د ږلۍ په بڼه اوري او انسانان ترېنه استفاده کوي. لنډه دا چې اوبه د انسان او حیوان د ژوند او کر کیلي لپاره اصلي محور بللی شو.
اوبه او ژوند ژواک (حياتي توان)
(Water is Life and Life) Water and Vitality

ډاکټرهلوک نورباقی لیکی:

د ژوند ژواک (حیاتي ژوند) او ژوند تر منځ د یوه باریک ویښته په څیر توپیر شتون لري، ژوند د یوه اسکلیټ بڼه لري او ژوند ژواک (Vitality) په اسکلیټ کې د ورسپارل شوو کارونو فعالیت سر ته رسوي، د ژوند بنسټیز واحد ډی این ای DNA(Deoxyribonucleic Acid) چې د لومړي ځل لپاره جیمس ډي واټس په ۱۹۵۰ کال کې پیدا کړ او د اورګانیزم د ښه پېژندولو په موخه دا کار تر سره شو؛ حال دا چې مخکې داسې پرمختګونه، نه وو شوي، چې اوس د (ډی این ای) په وجه باندې د هر نسل پژندنه په ښه ډول کیږي او په دې حیاتي برخه کې اوبه خپله پوره ونډه لري.

اوبه اوساينس
Water and Science

اوبه که په هره بڼه سره وي (حرارتي، کیمیاوې، لزوجي او داسې نور۔۔۔) دا هره بڼه یې د انسان لپاره پخپل ځای کې ګټوره او خپله دنده ترسره کوی. له اوبو څخه ژوندي موجودات په بېلا بېلو طریقو او لارو ګټه اخلي؛ د بېلګې په ډول سره کبان له اوبو څخه خپل تنفس لاسته راوړي او اوبه د دوی ژوند ژواک دی. په کیمیا کې د اوبو فارمول ( H2O) دی، نو ځکه کبان له اوبو نه اکسېجن اخلي او ټول ژوند يې ورپوری تړلی دی. د ژوندیو حیواناتو په ګروپ کې داسې حیوانات هم شتون لري، چې (ذوحیاتین) دي؛ یعنې هم له ازاد اکسیجن څخه او هم د اوبو له اکسېجنه پوره استفاده کولای شی، خو انسان بیا یواځی له ازاد اکسېجن څخه خپل تنفس اخیستلی شي.

ساینس پوهان په دې باور دي چې په مایعاتو کې د اوبو ارزښت د لزوجیت (Viscosity) له پلوه دومره زیات دی چې هیڅ شی ورسره پرتله کیدی نه شي.

داُمت مسلمه لوی عالم هارون يحی وايی:

اوبه د خپلو کیمیاوي او طبعي ځانګړتیاوو سره، سره د ژوند اصلی جوهر او بنسټ دی چې د ځمکې ژوند پر اوبو ولاړ دی، الله جل جلاله انسان پیدا کړ او ځمکې ته يې را واستاوه، چې ژوند په کې وکړی او بشریت وهدایت ته چمتو او اماده کړی، وروسته د انسان ژوند په اوبو پورې وتړل شو او همدا رنګه اوبه د انسان د ژوند لپاره یو بنسټ او توازن بلل کیږي.

په نړۍ کې د ژوند پيل له اوبو څخه شوی دی:

د اوسنۍ نړۍ ټول ساینس پوهان پر دې متفق او همغږي دي، چې د ژوند پیل له اوبو نه شوی دی. د (۱۷۵۰-۱۸۱۷) کلونو په موده کې د جرمنی یو وتلی جیالوجیست (ځمکپوه) ابراهام ورنر  په دې باور ؤ، چې د غرونو پیدایښت د اوبو له وجې دی او هغه اوبه چې د ځمکې په نس کې دي، غازونه جوړوي چې په نتیجه کې له غرو څخه د ځمکې د نس غازونه د اورغورځونکو غرونو بڼه غوره کوي.

په قرانکریم کې د ژوند بقاء هم په اوبو پورې تړاو لري او همدارنګه په نړۍ کې د ژوند پیل هم له اوبو څخه شوی دی. او پاته دې نه وي چې د قران حکېم هر آیت پخپله ساینس پوهانو تصدیق کړی دی، حال دا چې مسلمه دې ته اړتیا نلري چې د قرانکریم تصدیق دې یو ساینس پوه وکړي، ځکه د الله جل جلاله په کلام کې هیڅ شک وشبه نشته، خو د انسان عقل، فکر او علم ناقص دی، او کله چې ئې علم لوړې درجې ته ورسیږي؛ نو د قرانکریم هرآیت به تصدیق کړي.

ډاکټرموريس بوکايې د قرانکريم په هکله وايي:

قرانکریم چې د ژوند په هکله هر څه ویلي دي، هغه له اوسني ساینس سره هیڅ ټکر نلری.
(اسلام کې سچائې اور ساینس کې اعترافات، محسن فارانی)
قرانکریم کې ساینسي انکشافات، ابو محمد مخدوم زاده)

نوربیا…

About admin