Home » بېلا بېلي لیکني » دروژې له مياشتې پوره ګټه واخلئ

دروژې له مياشتې پوره ګټه واخلئ

 

لیکوال : مفتي ابوالطیب

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (183)البقرة

ژباړه:ای دایمان خاوندانوپرتاسوروژه فرض شوې دی لکه چی پرتېروامتونوفرض شوې وې(دڅه لپاره فرض شوې دی؟)ترڅوپه تاسوکی تقواپیداشی.

د”رمضان”دلفظ خلګوډېرې معناوې ذکرکړي دی خوپه اصل عربي کی درمضان معنا (سوځوونکی) ده،علماؤلیکلی دی چی دې میاشتې ته ځکه رمضان ویل کیږی چی الله جل جلاله په خپل فضل اوکرم سره په دې میشت دی خپلوبدنګانوګناوې سوځوی.

دهمدې مقصدلپاره الله تعالی دغه میاشت مقرره کړې ده.کال یوولس میاشتې انسانان په تجارت ،زراعت ،مزدوری،راکړه ورکړ،خوراک څښاک،ویل خندل اونورکی بوخت وی اوپه نتېجه کی یې دهغوئ پرزړونودغفلت پردې راخورې شی اوزړونه دګناوو اوخطاوو له امله زنګ وهلی شی،ددې دلیری کولولپاره الله رب العزت په خپل فضل اوکرم سره دروژې مبارکې میاشت تعین کړې ده ترڅوانسان دخپل مقصدتخلیق یعنې عبادت طرف ته متوجه شی اوپه یوولس میاشتوکی چی په زړونوکی څه خیری اوزنګ رامنځته شوی وی هغه پرېمنځی،لکه چی یوماشین څه موده وکارول(استعمال)شی نوصفایې (سروس)ته اړتیاپیداکوی،په همدې وجه الله جل جلاله دانسان دسروس لپاره دروژې مبارکه میاشت غوره کړې ده.ترڅوانسان خپله صفایی وکړی اوخپل ژوندته یونوی رنګ ورکړی.

دامیاشت داسی تېره کړئ !

ان شاألله څوورځې وروسته دروژې مبارکې میاشت پیلیدونکی ده،الله جل جلاله دې زمونږورسره نصیب وکړی اودپوره عبادت توفیق دې راپه برخه کړی.(آمین)

داسی مسلمان به نه وی چی ددې میاشتې له عظمت څخه به ناخبره وی ،الله رب العزت دغه میاشت دخپل عبادت لپاره غوره کړې ده،په دې میاشت کی الله جل جلاله خپلوبندګاتو ته داسی رحمتونه متوجه کوی چی تصوریې هم نشی کیدای.ددې چی روژه مبارکه موپه صحی طریقه سرته رسولی وی دوی خبرې په پام کی نیول پکاردی.

  • دامیاشت خاص دعبادت لپاره ځانګرې کول
  • له منکراتوڅخه په پوره ډول ځان ژغورل

 

(1) دامیاشت خاص دعبادت لپاره ځانګرې کول:

په دې میاشت یوازی په روژه نیولواوتراویحوکولوباندی باندی بایداکتفاونکړل شی،بلکه ددې میاشتې داتقاضاده چی مسلمان بایدله نوروکارونوڅخه ځان فارغه کړی اوله وړاندی لاخپل تقسیم الاوقات داسی ترتیب کړی  چی ټول وختونه یازیات وختونه دالله جل جلاله په عبادت کی صرف کړی ،که څوک خپل ټول وختونه عبادت ته ځانګړی کړی “سبحان الله”

که څوک داسی نشی کولای ښه به داوی چی دخپلوکارونوپه اړه فکروکړی چی کوم کوم مصروفیتونه دیوې میاشتې لپاره پرېښوولای اوځنډولای شی اوکوم هغه کمولای شی،که څوک داسی وکړی بیابه انشاألله دروژې مبارکې صحی مقصداوبرکتونه ترلاسه کړی.

که نه روژه به راشی اوتېره به شی اوهیڅ به لاسته رانشی.

(2) له منکراتوڅخه په پوره ډول ځان ژغورل:

ترټولونفلی لمنځونو،ذکرونو،تلاوتونو اوبل هرڅه یوبل څه ډېراړین دی چی هغه طرف ته بلکل هیڅ توجه نه کیږی هغه په دغه میاشت کی له ګناهونوڅخه په خاص ډول ځان ساتل دی.په دې مبارکه میاشت کی بایدسترګې غلط نظرونکړی،غوږونه غلط څه وانه وری،له ژبې بدې خبرې ونه وزی.

په دې مبارکه میاشت که څوک دالله جل جلاله نافرمانی څخه اجتناب وکړی بیاکه یې یورکعت نفل هم نه وی کړی اوتلاوت یې زیات نه وی کړی بیاهم هغه څوک دشاباسی وړدی روژه دې ورته مبارک وی.

په روژه کی له خوراک څښاک  اونفسانی خواهشاتوڅخه ځان ساتل ضروری بلل کیږی،دغه درې واړه فی نفسه (په اصل کی)حلال دی،خواوس خلګ له حلالوشیانوڅخه پرهیزکوی،نه خوراک نه څښاک کوی مګرهغه شیان چی له پخواڅخه حرام دی هغه ټول په روژه کی کوی،روژه یې نیولې وی دروغ وایی،غیبت کوی،بدنظری کوی،دوخت دتېرولولپاره فلمونه ګوری،ایاروژه داسی وی !چی حلال شیان پریږدئ اوحرام شیان مه پریږدئ؟

ځکه نوپه حدیث شریف کی ارشادشوی چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل “الله تعالی فرمایی څوک چی په روژه کی دروغ ویل نه پریږدی ماته دهغه دوږی اوتږی اوسېدلوهیڅ ضرورت نشته”(ابوداؤد رقم2362)

هسی خوهم له ټولوګناهونوڅخه هروخت ځان ساتل ضروری دخدای رضااودانسان دکامیابی سبب دی خوپه خاص ډول په دې مبارکه میاشت کی بایدله دروغو،غیبت،قهر(غصه)،جنګ جګړو،حرام،غلا،نامحرم ته کتل اوداسی نوروګناهونوڅخه ځان وژغورل شی.

About admin