Home » درس الحديث » جهاد دغمونو اوپريشانيوترټولو ښه علاج.

جهاد دغمونو اوپريشانيوترټولو ښه علاج.

 

عن عن عبادة بن الصامت رضى الله عنه :عن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: جاهدوافي سبيل الله فان الجهادفي سبيل الله باب من ابواب الجنة ،ينجي الله به من الهم والغم. .)مسنداحمد:۵\۳۱۴

ژباړه : عباده بن صامت (رض) له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه روايت كوي : چې هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل :دالله په لاره كې جهادوكړئ؛ ځكه چې جهادفي سبيل الله دجنت له دروازوڅخه يوه دروازه  ده ،الله تعالی  په جهاد سره انسان ته له غم اوخفګان څخه نجات وركوي .

تشريح : له ایمان څخه وروسته نوروته دايمان دعوت ورکول اوداسلام احکام ور رسول ،خلګوته دکفراوظلم له تيارو څخه نجات ورکول ؛ په يوه بله عظيمه فريضه سره سرته رسېږي ، اوهغه دالله تعالی په لاره کې جهاد دی . پيغمبرصلی الله علیه وسلم خپل امت ته امرکوي چې جهادکوئ ،جهاد دجنت دروازه ده ،الله تعالی په جهاد سره انسان ته ددنيا اوآخرة له فريشانيو اوغمونو  نجات ورکوي ،مجاهد هم په دنيا کې سرلوړی وي اوهم په اخرة کې ، هغه په قبرکې هم هوسا وي اوپه محشرکې هم   .

About admin