ملغلرې

لیکوال :صدیق الله (مشال)

۱ــ حضرت عمر رضی الله تعلْی عنه به ویل:که زه سوداګر وای دعطروله سوداګري پرته به مي بله سوداګري غوره کړې نه وای ځکه که مي ګټه نه وای په کښې کړې نوله ښه بویه څخه خوبه یې بې برخي نه وم .

۲ــ  حضرت عبدالله بن عباس به ویل:دځیني شرعي اموروپه اړه رخصت دالله جل جلاله له لوري صدقه ده نودالله جل جلاله صدقه مه ردوئ .

۳ــ  حضرت اسکندررحمة الله علیه یو سړی ولیدچي نوم یې ډېره ښکلی اوخوی یې ډېرناوړه وو نوموړي ورته وويل: یانوم بدل که یاخوی بوی .

۴ــ نوموړي یوسپین ږيری سړی ولید ږیره یې توره کړې وه؛ ده ورته وویل: که ږیره توره کړې داتوان خولرې نودمشرتوب نښي به څنګه له منځه وړې ؟!.

۵ــ دروم روستني واکمن آتلیموس به ویل: هوښیارته په کاردی چي خپل مخ په هنداره کي وګوري که چيري ښکلی وي نو په بدعمل سره دي نه بدنمایه کوي اوکه بدنمایه وي نو دوي بدۍ دي نه سره جمعه کوي .

۶ــ یوبل چاویلي دي :مېړانه هغه نوم دی چي ټولي ښېګڼي په کي جمعه دي.

۷ـ حضرت  اسکندر رحمة الله تعلی علیه به داهم ویل: ماته له هغه چاڅخه ډېره حیادرېږي څوک چي له الله جل جلاله پرته بل مرستندوی نه لري .

۸ــ حضرت مصعب بن الزبیررضی الله تعلی عنه به ویل: زه درنښت اوادب دومره خوښوم لکه په ښځوکي چي ښکلا خوښوم .

۹ــ دخراسان دوالي نصر بن یسار له ښائسته خبرو څخه یوه داوه چي ویل به يې:هر شی په پیل کي کوچنی وي خوپه وروسته کي غټیږي یوله غم پرته چي اول ستروي بیاپه وروسته کي کم شي ؛هرشی چي ډېرشي ارزانه شي یوله ادبه پرته چي څومره ډېرشي ارزښتناک اوقیمتي شي .

۱۰ــ رشیدله اوزاعي څخه دابلیس علیه اللعنة دمېرمني په اړه پوښتنه وکړه چي نوم یې څه وو؟ هغه ورته وویل :په هغه واده کي مابرخه اوحضورنه درلود.

۱۲ــ علي بن عیسی چي وزیروو درمیانه لباس به یې اغوستی خوابوعمر چي دده قاضي وو بیایې په لباس کي ډېرزیادت کاوه اولوړبیه کالي به یې اخستل علي بن عیسی ورڅخه وپوښتل زه درمیانه کالي اوته بیالوړبیه کالي اغوندې داولي ؟

هغه ورته وویل:دوزیرجامې په وزیرسره  ښکلی ښکاري اوزه بیاپه جامو ښکلی ښکارم .

۱۳ــ ثابت بن قرة به ویل:دجسم راحت په دې کي ده چي لږډوډۍ وخوړله شي ؛ دروح راحت په دي کي دی چي لږ ګناوي کوي ؛دزړه راحت په دي کي دی چي غم اوخفګان لږ  کوي اودژبي راحت په دي کي دی چي لږ خبري کوي .

۱۴ــ پراحمدبن معذل باندي نساک جعیني په داسي حال کي تېرېدی چي ږيره یې توره کړې وه اوڅووېښتان یې په دې منظور په کښي پریښي وه داسي یې ښکاروله ګواکي اوس تازه یې ږېري په سپینېدوپیل کړی؛ احمد ورته وویل:دا څه شی دی ؟

هغه ورته وویل:داپه ملاوټ کي ملاوټ دی

About admin