Home » زکات » ددوکان دسامانونو زکات به له کوم قیمت نه ورکول کیږي؟

ددوکان دسامانونو زکات به له کوم قیمت نه ورکول کیږي؟

استفتاء : محترم مفتي صیب  یوه پوښتنه  مي درلوده  هغه داچې  که  یو سړی په خپل دکان کې دشته سامانونو زکات ایستل غواړي نو دکوم قیمت له  مخې به زکات اداء کوي ؟ ایا دهغه قیمت له مخې به زکات ورکوي کوم چې ده خپله اخیستي اوکه  اوسنی بازاري قیمت معتبر دی که په دې اړه ښه واضح جواب راکړئ  منندوی به مویم . مستفتي مجیب الرحمن

الجواب حامدا ومصلیا وبعد : په مسؤوله صورت کې به  د دکان دسامان  دخرڅولو دوخت قیمت اعتبار کول کیږي (یعني چې دزکات  اداء کولو په مهال کوم قیمت لري )  دهغه قیمت له مخې به زکات نه ورکوي چې ده ورباندي رانیولي دي.

لمافي الشامي   ۲/۲۴: وتعتبر القیمة یوم الوجوب

وفی الهندیة ۱/۱۸۰  وان ادی القیمة تعتبر قیمتها یوم الوجوب لان الواجب احدهما  ، ومثله في البحرالرائق ۲/۲۲۰

وفی  الفقه الاسلامي وادلته۲/۷۹۲،۲۶۰  : یقوم التاجر العروض اوالبضائع التجاریة في آخر کل عام بحسب سعرها في وقت اخراج الزکاة لابحسب سعرشرائها ویخرج الزکاة المطلوبة .

وفي الفقه علی المذاهب الاربعة ۱/۶۰۷  وتعتبر قیمتها فی البلد الذي فیه المال حتی لو ارسل تجارة الی بلد آخر فحال علیه الحول اعتبرت قیمتها فی تلک البلد فلوارسلها الی مفازة اعتبرت قیمتها فی اقرب الامصار الی تلک المفازة .

ومثله في فتاوی دارالعلوم دیوبند۶/۱۴۱  ، جواهر الفتاوی ۱/۶۳ ، امدادالفتاوی ۲/۴۲ ، کفایت المفتي ۴/۳۰۱   والله تعالی اعلم

لیکوال : م/محمد

About admin