Home » جـــــهاد » جهاد په عباداتو کې بل ساری نه لري .

جهاد په عباداتو کې بل ساری نه لري .

عن أبي هريرة رضي الله عنه قال: قيل: يا رسول الله، ما يعدل الجهاد في سبيل الله؟ قال: {لا تستطيعونه} فأعادوا عليه مرتين أو ثلاثاً، كل ذلك يقول : {لا تستطيعونه} ، ثم قال: {مثل المجاهد في سبيل الله كمثل الصائم القائم القانت بآيات الله لا يفتر من صلاة ولا صيام حتى يرجع المجاهد في سبيل الله } .

ژباړه : ابوهریرة رضی الله تعالی عنه وایې : یوتن پوښتنه وکړه : ای دالله رسوله ! دالله تعالی په لاره کې له جهاد سره کوم  عمل برابریدلی شې ؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : نه ؛ بل داسې عمل نشته چې تاسویې سرته ورسوئ اوهغه په اجر کې دجهاد سره برابروي ؟ هغه تن دغه وړاندینۍ پوښتنه دوه درې ځله تکرار کړه ، خورسول الله صلی الله علیه وسلم به هرځل په هماغه وړاندینیو تورو سره جواب ورکاوه ، اوورته ویل به یې : لاتستطیعونه : تاسو بل داسې عمل نشئ کولی چې هغه دي دجهاد سره برابر وي .

اوبیارسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : دمجاهد مثال داسې ده لکه یوتن چې ټوله شپه دالله تعالی په عبادت تیره وي ،یعني لمونځ کوي اودقرآن کریم تلاوت کوي ،نه له لمانځه ستومانه کیږي اونه له روژي څخه .یعني لکه یوتن چې څلورویشت ساعته دالله تعالی په عبادت کې مشغول وي ، مجاهدچې دالله تعالی په لاره کې جهادته ولاړشې نوهمداسې یې ټولي شېبي دالله تعالی په یوبهترین عبادت کې تیریږي . لکه په یوه بل حدیث کې راغلي : فان نومه ونبهه في سبیل الله . یعني ویښه اوخوب یې بلکه هره سایې دالله تعالی په لاره کې ده .اوهغه اجر ورباندي ورکوي .

مفتي ابوماریه

About admin