Home » دماشومانو اسلام » غوره خبرې :

غوره خبرې :

 

دلیکوال خپله کتاب یاد نه وي

مشهور عرب عالم او ادیب علي الطنطاوي رحمه الله وایي: ما تر 25 زیات کتابونه، لیکلي دي، تاسو څه ګومان کوئ دا ټول زما یاد دي؟! چې پخپله لیکوال ته خپل کتاب یاد نه وي نو شاګردان ولې د کتاب په یادولو مکلف کړل شي؟!

تقدیر

یو مزدور له دنګې ودانۍ راولویدی او روغ پاته شو، بادار یې ورته وویل: کور ته ولاړ شه چې کوروال دې په روغتیا ډاډه شي. هغه چې کور ته ورسیدی، د دروازې په درشل یې تیندک وخوړ، ولویدی او مړ شو!! – الوافي بالوفيات للصفدي

خپلي چارې  الله تعالی  ته وسپارئ !

د نن هوښیاران (ارواپوهان) وایي: د اکثره خلکو نیمایي غم د هغوی د ژور تحلیل او دقیق فکر لامله وي، که ډېرو ځایونو کې بې فکره تیر شي هیڅ به هم نه وي. دا خبره په اسلامي ژبه داسې تعبیرولی شو چې باید خپلې چارې الله ته وسپارو او خپل غمونه او دردونه هغه ته حواله کړو. قرانکریم د دوو سترو پیغمبرانو خبرې داسې تعبيروي: موسی علیه السلام فرمایي: زه خپلې چاري الله ته سپارم، و افوض امري إلى الله. یعقوب علیه السلام فرمایي: إنما اشكو بثي و حزني إلى الله.

ددروکسانو دعاء ولي قبلیږي  ؟

حدیث کې راغلي چې الله جل جلاله د مظلوم، مسافر او روژتي دعا ډېره ژر قبلوي. دې دریو حالتونو کې په بنده کې “عاجزي” زیاته وي، زړه یې مات او له غروره تش وي. او په همدې کې یې د دعا ژر قبلیدو راز نغښتی دی. مومن باید هر وخت الله ته عاجزه واوسي، او که د عاجزي په حالت کې د هر چا دعا په اوښکو بدرګه شي، الله جل جلاله یې قبلوي. لکه وایي:
تضرع للإله بكل حين
أخي وامزج دعاءك بالبكاء

 

دحامد افغان صیب  له فیسبوک پاڼي څخه

About admin