Home » بېلا بېلي لیکني » داسلامي دعوت پېژندنه او ارزښت

داسلامي دعوت پېژندنه او ارزښت

دعوت د بلنې په معنی دی ،چې البته دلغت له نظره په هرې  بلنی باندې ددعوت اطلاق کیږي، که هغه روا وې او که نا روا، حسي کار ته دعوت وي لکه د ولیمې (دواده خوراک) او داسې نور.

یا معنوي کارونو ته بلنه وي لکه علمي سیمینار ته بلنه اوکه نورو شيانو ته وي.

داسلامي دعوت پېژندنه:

زمونږ مقصد داسلامی دعوت پیژندنه ده.
نو اسلامی دعوت په دې ډول تعریفوو:

داهل علمو له خوا په سمه توګه دمخاطب دعقلي مستوی په نظر کې نیولو سره سم دالله تعالی د راليږلي دين رسولوته اسلامي دعوت ويل کيږي.

دا چې دعوت مو په لغوي او اصطلاحي توګه وپيژاند اوس راځو د دعوت اهمیت او ارزښت ته .

داسلامي دعوت اهمیت دلاندې بندونو په نظر کې نیولو سره ښه درک کولای شو

چې الله تعالی په هر اړخېزه توګه دهغه دارزښت یادونه کړې ده:

لمړی: دالله(جل جلاله) له خوا په دغه دعوت باندی ترکیز:

الله(جل جلاله) فرمایی : ادع الی سبیل ربک با الحکمة والموعظة الحسنة و جادلهم بالتی هی احسن ان ربک هو اعلم بمن ضل عن سبیله وهو اعلم بالمهتدین.(النحل ۱۲۵ایة).

ژباړه: بلنه کوه! لاری د رب خپل ته په (حکمت سره)اوجواب ورکوه، ددوی دخبرو په هغه طریقې سره چې ښایسته وي، یقینا ستا رب ښه پوه دی، په هغه چا چې واوړي د لارې دهغه نه او هغه ښه پوه دی په هدایت والاوو.

په بل ځای کې الله(جل جلاله) ددعوت خبره تر ټولو خبرو غوره او بهتره ښودلی او فرمایی چه:ومن احسن قولا ممن دعا الی الله و عمل صالحا وقال اننی من المسلمین(حم السجده ایت ۳۳)

ژباړه: او څوک ډیر ښایسته دی په وینا کولو کی دهغه چا څخه چه دعوت کوی الله(جل جلاله) ته او عمل کوی نیک (په اخلاص او دسنتو سره برابر)او وایې چې یقینا زه د مسلمانانو د ډلی څخه یم.

دلته الله(جل جلاله) څلورو ټکو ته واضحه اشاره کړی :

الف:ددعوتي خبرې غوره والی اوبهتري.

ب: بلنه باید د الله(جل جلاله) دحکمونو خواته وي

ج: دعوت کوونکی (بلونکی (باید دنیک عمل خاوند وی یعنی هغه څه ته چې خلک ورته را بلی په هغه باید خپله هم عامل وي او قدوه اوسي او په اخلاص سره وي او دسنتو موافق وي.

د: دخپل دعوت انګیزه هم بیان کړي، چه زه مسلمان یم یعنې زما مسلماني ما هڅوي چه دعوت وکړم او اجوره یې الله(جل جلاله) څخه غواړم.

همدارنګه الله(جل جلاله) هغه چاته چې ددعوت کار مخ ته بیایي دفلاح (بریالیتوب) نسبت کړی، چه فرمایی :ولتکن منکم امة یدعون الی الخیر ویأمرون باالمعروف وینهون عن المنکر وأولئک هم المفلحون (ال عمران ۱۰۴ایت)

ژباړه:او وي دې له تاسې نه یوه ډله چه دعوت کوي خیر طرف ته او حکم کوي دنیکۍ او منع کوي دبدۍ څخه او دغه کسان خاص دوی فلاح موندونکی دی.

ددې آیت پسې دڅو معترضو جملو څخه وروسته بیا د همدې سورت په (۱۱۰)ایت کې ددې امت دغوره والی سبب او لامل دعوت ګڼي او فرمایې چې:

کنتم خیر امة اخرجت للناس تأمرون باالمعروف و تنهون عن المنکر وتؤمنون با لله الایة (ال عمران ایت ۱۱۰)

ژباړه: وی تاسو (همیشه به یی)غوره امت راویستلې شوې یې دخلکو لپاره امر به کوئ په نیکۍ او منع به کوئ له بدۍ او ایمان به لرئ په الله (جل جلاله)

همدارنګه نبوی احادیث او لارښوونې هم ددعوت په اهمیت باندې ټینګار کوي، یوه ورځ نبي کریم (صلی الله علیه وسلم) حضرت علی کرم الله وجهه ته وویل (لأن یهدیک الله بک رجلا واحدا خیر لک من حمر النعم)

ژباړه: که يوه کس ته الله (جل جلاله)د ستا په ذریعه هدایت وکړي (داکار)تاته دسرو اوښانو څخه غوره دی .

په بل ځای کی نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) دعوت کوونکی ته دعا کړی ده چې دحدیث مفهوم داسی دی:

الله(جل جلاله) دی تر او تازه لري، هغه سړی چه زما خبره واوري او بیایې هماغسې بل ته ورسوي  .

حضرت علی رض ته نبی کریم (صلی الله علیه وسلم) ددعوت په ذریعه دیوه تن هدایت د سرو اوښانو څخه چې هغه وخت دعربو لپاره له ډیر قیمتی څیزونو څخه شمیرل کیدل ډیر ارزښتناک وګاڼه .

په همدی ډول درسول الله (صلی الله علیه وسلم) دعاء ددعوت کوونکی لپاره ددعوت ارزښت او اهمیت په ډاګه کوی.

لنډه دا چه مونږه ددعوت په ذریعه نیک او غوره امت ګڼل شوی یو او ددعوت خبره ترټولو نورو خبرو ښایسته ده او ددعوت په واسطه دیو چا هدایت موندل د دنیا د قیمتی مالونو څخه غوره ګڼل شوی .

نو بیا په داسی حال کی چه دانبیاؤ علیهم السلام سلسله ختمه شوي او دغه مسؤولیت دامت په غاړه پریوتی او له بلې خوا په اوسني وخت کې د جني او انسي شیطانانو باطل دعوتونه خلک له ګړنګونو غورځوي او دفحشاوو او نفسي خواهشاتو بازار یې ګرم کړی، چې پدې وخت کې دعوت ته وخت نه ورکوو نو کوم وخت ته انتظار باسو؟


 لیکوال : شکر الله فدایي

About admin