Home » جـــــهاد » مجاهد ته دیوه ستر مجاهد توصېې :

مجاهد ته دیوه ستر مجاهد توصېې :

بسم الله الرحمن الرحیم

زما ګرانو مجاهدینو وروڼو!

جهاد هغه تعلیمي مدرسه ده چې انسان ورکې د مبارزې اومجاهدې د ژوند ډیرې لوړې او ژورې زده کوي.

د جهادي مدرسې شاګردان ځانګړي خصوصیات اومشخصات لري  ؛ داسې مشخصات چې سړی یې نه په خوله تعبیرولای شي اونه يي هم په قلم د هغو حق اداء کولای شي؛ ځکه د دوی د مشخصاتو عیني تجسم یواځې د هغو  سپیڅلیو بندګانو په ملائکي اخلاقوکې لیدل کیږي چې الله تعالی په دغې ویاړلې مدرسې کې د خپلې لارې د خدمت لپاره غوره کړې وي  او هغوی یې په دې قراني خطاب ویاړلې :

التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدُونَ الْآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ ۗ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ (۱۱۲التوبة)

زما مجاهدینو وروڼو!  داچې ما دخپل ژوند ډیره برخه په  همدې  مدرسې کې د زده کوونکي اوبیا د ښوونکي په حیث تیره کړې ده  ، د هغې له ډیرو داسې شاګردانو سره مي ژوند تیرشوي چې هغوی به په واقعي ډول د الله تعالی د دغه مبارک قول مصداق ول: …. وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ ۗ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ ـ ال عمران ۱۴۰

له دغو جهادي ځوانانو سره ما د خپل ژوند ډیروخت تیر کړى ، د هغوی له نیکو اخلاقومي تأثر اخیستی او هغوی هریوه مي د خپلو نیکو اخلاقو له وجې په زړه کې خاص ځای پیداکړی ، که څه هم چې هغوي په جغرافیايي لحاظ په مختلفو هیوادونو اوملیتونوپوری تړاو درلود ، خوماته داسې ښکاریدل چې هغه  زما خواږه وروڼه ، زما دکاله خلګ  او زما د زړه ټوټې وي .

زما او د هغوي ترمنځ ایماني تړاو او اسلامي اخوت قائم شوی وه ، اوس چې  زما د عمر د تیریدو له کبله لما څخه ډیر څه هیر شوي ، خو د دغو جهادي ځوانانو اسلامي اخلاق، جهادي غیرت  او ایثار مي هیڅکله نه هیريږي .

پرهغه مهال ډیر کلونه تیرشوي، او ښايي اوس د هغو ځوانانو له جملې څوک ژوندې هم نه وي پاتې ، خو د هغوی ښکلې څیرې او جهادي کارنامې اوس هم  زما په زړه کې جلاجلا نقش دي.

د هغوی له جملې څخه د شهید مولوي احمدګل  شجاعت ، د شهید مولوي فتح الله ایثار ، د مولوي نظام الدین تدبر او حوصله ، د شهید محمد اسمعیل (حقاني) سرښندنه ، د شهید عبد الله عزام  فقاهت، دشیخ اسامه بن لادن  سخاوت، د ابومصعب الزرقاوي غیرت ، د خطاب عبقریت ، دشامل بسایف شهامت ، د ابو حارث  فداکاري او  د ابوالولید المصری وفا … دا هرڅه  اوس هم  زما په  حافظه  کې  د  ډیرو خوږو خاطراتو په توګه   مشق  دي.

ماته چې کله هم له ځانه سره  د جهادي جبهاتو خاطرات رایاد شي  داسې فکرکوم چې اوس هم  له دغو مجاهدینو سره  د ژورې  ، بړي او  تور غره په  مورچلونوکې ناست  او د خوست په ښارکې د یرغلګرو  دحرکاتو ترصدکوم.

همدا اوس مي هم د هغوی هریوه  تصویر په ذهني حافظه کې موجود،  او د هغوی هریوه د بیلتون دردمنې لحظې  مي سخت ځوروي، نه پوهیږم چې زه ولي تراوسه له هماغه سعادت (شهادت) نه محروم یم  کوم چې  زما خواږه  وروڼه   او د جهادي لارې ملګرې ورباندې ډیر مخكي مشرف  شول.

زه په خپل ژوند کې پر هیڅ شي دومره  غبطه نه کوم لکه  د هغوشهید شويو ملګرو په ښو اخلاقو او د خدای په لاره کې سرښندنه باندې چې يي کوم .

مجاهدینو وروڼو! ما مخکي وویل چې جهاد یوه مدرسه ده چې انسان ورکې دخپل ژوند دسعادت درس حاصلوي ، په نورو مدارسوکې د غه تعلیم نظري،  خو په جهادي مدرسه کې هرڅه عملي وي ، تقوى عملي وي ، صداقت عملي وي ، سرښندنه عملي وي ، ایثار عملي وي او ….

په جهادي ژوند اوجهادي تعلیماتوکې عملي جانب دومره قوي دی  چې څوک  د قران کریم  د الانفال ،التوبه او الاحزاب سورتونو جهادي آیتونه تلاوت ، اویاهم د صحیح البخاري کتاب المغازی لولي سړی فکر کوي چې عملا همدا اوس د احد، بدر ، خندق او حنین په سنګرونوکې ګرځي.

تاسو وګورئ  وروڼو په غزوه بدرکې الله تعالی مجاهدینو ته څومره تاریخي فتح ور نصيب کړه . ایا پوهیږئ د همدې سترې فتحې لامل څه وه؟

فقط  د خپل رب په حضورکې د مجاهدینو نهايي عجز او انکسار…

د بدر د غزا تر پیلیدو  له مخه رسول الله  او صحابه کرامو خپل خدای ته د عجز او انکسار لاسونه پورته کړل او ورته ویې ویل :

اللهم ان تهزم هذه العصابة فلن تعبد في الأرض بعد هذا اليوم … اي الله که ته  دغه ټولۍ مغلوبه  کړي بیابه  هیڅوک د ځمکې پرمخ ستاعبادت ونه کړي.

هماغه و چې الله تعالی ورته په عوض کې دا الهي تسله  راولیږله :

وَلَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ بِبَدْرٍ وَأَنتُمْ أَذِلَّةٌ فَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ ـ آل عمران(۱۲۳)

مجاهدینوته دسترمجاهد شیخ جلال الدين حقاني  مدظله توصیې . له څرک نه په مننه .

About admin