Home » جـــــهاد » په جهاد کې د مطبوعاتو اړتيا او ونډه

په جهاد کې د مطبوعاتو اړتيا او ونډه

محق – سعدکتوازی

له دښمن سره دمسلح جهاد ترڅنګ دمطبوعاتوپه ارزښت اوهغوته په اړتياډيرڅه ويل شوي چې اوس ترډيره له هغه څخه څوک انکار هم نشي کولای،نوموږبه يې په اړه خبره ډيره نه اوږدوو،خوبياهم چې مطبوعاتي فعاليت له دومره اهميته برخمنددی چې حضرت نبي عليه السلام له مسلح مقاومت سره اوږه په اوږه ترسره کړی اودخپلوصحابه کرامو(رض)تحريض اوهڅونه يې کړي اړينه بولم دتحريض ددغه سنت په ځای کولوسره دنن سباپه جهادکي دجهادي مطبوعاتواړتيااوونډه له خپل نظرسره سم يوځل بياليږ روښانه کړم .

زماليکنه که څه هم لنډه او سريزي ته اړتيانه لري خودښکلالپاره يې دنبي عليه السلام دتحريض په ټکواو ارشاداتو پيلوم چې ورسره به دجهاددمسلح اومطبوعاتي ډګرونه پرتله اودوخت له غوښتنوله پلوه به دهغه اودغه وخت د مطبوعاتي فعاليت څرنګوالی هم جوت شي .

امام بخاري(رح)په خپل مشهورکتاب(صحيح البخاري)کي دحضرت براء بن عازب(رض)په حواله روايت کوي چې  داحدپه ورځ له مشرکينو سره زموږله مخکي کيدوسره سم نبي عليه السلام دعبدالله بن جبير(رض)په مشري دغشي ويشتونکويوه ډله په غونډۍ کينوله……….دجګړي په پای کي ابوسفيان غږوکړاود نبي عليه السلام،حضرت ابوبکر(رض)اوحضرت عمر(رض)نومونه يې يوپه بل پسي واخستل اودهغوپه اړه يې پوښتنه وکړه،خوپه هرواربه نبي عليه السلام صحابه کراموته فرمايل چې ځواب مه ورکوئ،وروسته کله چې ابوسفيان وويل چې که دوی ژوندي وای نوځواب به يې را کړی وو،بس نووژل شوي،داوخت عمر(رض) خپل کنترول له لاسه ورکړاوورغږيې کړل چې (تادروغ وويل ای د خدای دښمنه ! خدای هغه خلک چې تابه پري رسواکړي ژوندي پري يښي)ابوسفيان دبوت نوم واخیست چې(هبل)دي لوړوي،نبي عليه السلام صحابه کرامو/عمر(رض)ته وفرمايل چې ځواب ورکړئ اوورته ووايئ چې(الله لوړاولوی دی)،ابوسفيان بياوويل چې موږعزا(بوت) لرواو تاسوعزانه لری،داځل بيانبي عليه السلام صحابه کرامو/عمر(رض)ته وويل چې ځواب ورکړئ اوورته ووايئ چې(الله زموږ مولی دی او تاسومولی نه لری) .

همدا رنګه امام مسلم په خپل کتاب(صحيح المسلم)کي دحضرت عائشي(رض)په حواله روايت کوي چې نبي عليه السلام  خپلو مجاهد شاعرانو ته  وفرمايل د قريشوهجوه کوئ چې په دوی باندي دغشوله وارڅخه هم درنه تماميږي…….

عبدالله بن رواحه،کعب بن مالک اوحسان بن ثابت (رض) ته يې يوپه بل پسي څوک وروليږل ترڅودشعرپه ژبه دکفاروهجوه وکړي……حضرت حسان(رض)دنبي عليه السلام په غوښتنه د هغه نسب له حضرت ابوبکر(رض)څخه وپوښته……..نبي عليه السلام ورته وفرمايل چې(ترڅوته له الله(ج)اودهغه له رسول(ص)څخه ننګه کوي حضرت جبريل عليه السلام به ستاملاتړکوي) .

وګورئ نبي عليه السلام عمر(رض)ته دسفيان دځواب امر کوي اوځواب هم خپله ورښيې ،حسان(رض)هڅوي ترڅودکفاروهجوه وکړي،همدارنګه نبي عليه السلام به دجهاد سرودونوته   خپل ممبرمبارک سمولواودعربوله عادت سره سم يې دسفرلپاره سورلۍ هم ورته کرايه کړي .

په نني جهادکي چې اوس مسلح مبارزي څومره رنګ بدل کړی له هغه په لوړه کچه مطبوعات هم بل ډول اوښتي،په دي وروستيوکي دمجاهدينودبرياوودڅپوپه را تلوسره چې اوس دښمن دجنګ په ډګرکي له هرډول مقابلي پاتي راغلی او له مطبوعاتي وسائلو څخه دوروستۍ وسلي په توګه کاراخلي په وړاندي يې خپل ځواک ثابتول اودخپلوبرياووپه ډاګه کول  یې  تبلیغاوه   ،  لله  الحمد موږهم دهمدي مطبوعاتي اورسنيز فعاليت له لاري کولای شواوترسره شوی  هم  ده  ، ځکه په اوسني وخت کي چې دوه ښکيلي خواوي يوبل دمطبوعاتوپه مټ په کوم ډول راپرځولا ی شي په بل هيڅ وسله اووسيله يې هغسي نشي راپرځولای .له همدي امله اوس ددوومتقابلوډلوترمنځ دزورازمايني  زوروره وسله همدغه مطبوعات دي نوځکه بايدمجاهدين تربل هروخت دامهال مطبوعاتي فعاليتونوته زياته اوځانګړي پاملرنه ولري،مطبوعاتي ډګردمسلح مقاومت له ډګره په ډيروزياتوفعاليتونوګرم وساتي اوپه مطبوعاتي برخه کي تيروتنه اونيمګړتيادمسلح جګړي له هغوپورته اودرني وبولي .

اسلام چې په پيړيودهراړخيزتمدن دسمبول په توګه په تاريخ کي خپل ځای لري دهغه وخت مسلمانان دنړيوال پرمختللي تمدن علمبرداران بلل کيدل    وخت په وخت يې دسراوکارخلک له لاسه ورکړل،دخپل تمدن دپايښت اوهغه ته دلازياتي ودي ور کولو رمزونه اورازونه دښمنانودهمدي مطبوعاتوپه زوراومټ تري غلااوجلاکړل او….اوس نوچې دپخوامتمدنه اسلامي نړۍ او مسلمانان کومي ستونزي اوغميزي ګالي اوله کوموبحرانونوسره مخ ده نه له چاپټ دي اونه به دنړۍ په تاريخ کي څوک ورسره مخ شوي وي چې له امله يې په روانه۲۱مه پيړۍ کي مسلمانان دخپل تمدن له سرشاره تاريخ څخه تراروپا پوري۵۰۰کاله شاتګ ته اړ شول، اوس نوچې له يولوري تمدن دغربي نړۍ په برخه دی اوله بل لوري دښمن هڅه وکړه چې دافغانانوله ذهن څخه د خپل يرغل سوچ وباسي اوپه هيوادکي دننه ورته دترفيهي اوتفريحي فرصتونوپيداکولولپاره دلته په لويه پيمانه خپرندويه وسائل وويشي اودهغوله لاري خپل فرهنګ،اجتماعي اواخلاقي بي لاريتوبونه اودغربي ډوله ژوندناولي  بنسټونه هيواد والوته وښيې

وينود افغان غيور،باتوراوسوچه مسلمان ملت ځوانانولاهم دهغي په لورپه تر ټولو سختو شرائطوکي،دستروغميزوپه بدرګه او لويو ضائعوپه بدل کي نننۍ متمدني نړۍ ته کډي يوړي ……په داسي چلونودښمن دهيوادډيرځوانان ايل اوزموږڅخه بيل کړل . ديته په کتوسره ددي ويره ده چې په را تلونکي کي به هغه خلک هم له لاسه ورکړوچې يواځي په هيواکي ديوسوچه اسلامي حکومت لپاره هلي ځلي وکړي،چاري يې سمبال کړي اوهيوادنی توازن ترنظرلاندي راولي .داخبره تردي پوري کوم چې  موږکه څه هم ترډيره بريده اړينه …..خومطبوعاتي ډګرته موکومه ځانګړي پاملرنه نه ده کړي نوځکه مودخپل نړيوال هراړخيزتمدن لوړبرم له لاسه ورکړی،ورکوويې اووربه يې کړو.

هو!داهرڅه به زموږدجهادله مطبوعاتي فعاليت څخه دخلااوپه دغه ډګرکي دنيمګړتياله کبله وي،ډيروخت دښمن د مطبوعاتوله لاري دمجاهدينوپه وړاندي عام ذهنيتونه اشغال،اغفال،ګډوډاوبدل کړي،دنړيوالو منحرفو رسنيواومطبوعاتوله انحراف څخه نا خبراوپاک ذهنونه زياترله يادومطبوعاتوڅخه په رنګ اخستلوپه تشويش کي کيږي اود مجاهدينوپه اړه له هغه رنګ سره سم فکر اخلي چې په پيل کي يې خوراناوړه پايلي درلودي .موږبايدپه مطبوعاتي ډګرکي هم په دغه روحيه سمبال دداسي ذوق، پوهي،ښي وړتيااومهارت اوهم له مبتکرذهن څخه برخمندخلک ولروچې دمتقابلو مطبوعاتو، تبليغاتواونيوکوپه خورااخلاص ،ځراکت، ميړانه اوسړه سينه ټکي په ټکي غوڅ ځواب وکړي،زموږپه مطبوعاتوکي واقعيتونه په رښتيني اوداسي بڼه انځورکړي چې په ټوليزه توګه هرچاته د منلواو تائيدوړوګرځي،دهري پيښي په اړه په اساني سره په ډيرليږاولنډوخت کي د اسلامي امارت دريځ اوغبرګون په سهي توګه مطبوعاتوته وړاندي کړي اوټولي هغه لاري چاري ور کي خپلي کړي چې دښمن ته په دي برخه کي هم پخه ضربه اوټکان ور کولای شي،ولس چې څومره زيات د مجاهدينو د مطبوعاتو له لاري حقائقوته لاس رسي ولري په هغه کچه داسلامي امارت له دريځ، موخواوتګلاري سره بلدګرځي د مجاهدينواو ولس تر منځ دباورفضارامنځته او غځيږي اوددوی ترمنځ دهمغږي موکه اويو له بل سره دخپلوي احساس رامنځته کوي .

د مطبوعاتوله لاري موږکولای شوولس اونړيوالوته خپله حقه داعيه ورسوو،دوی ته خپل ځان وروپيژنو،هغه تورونه چې په موږاو مسلمان ملت پوري کړل شوي دبيان اوله واقعيت څخه دخلکودخبرولوپه مټ تري خپل برأت وښايو،دجهاددليکوخلاووته ځوانان اود کار خلک راخپل کړو،ولس اومجاهدينوته دخپل دريځ اوفعاليتونوپه اړه په خپل وخت ډاډاوروحيه ورکړو،دمتقابل لوري رسنيز تبليغات اونيوکي دخپل مطبوعاتي ګوزار په چټک غبرګون ورهمغږي کړواو ميدان تري وګټو،وخت په وخت د دښمن موخي او تګلاره وپلټواورازيې ابرازکړو،خپل راتلونکی نسل لاهم له خپلوسرشاره ايثاراوفداکاريوڅخه باخبره وساتو او په دغه ولوله يې سر له اوسه داسلام ددښمنانوپه وړاندي ددريدودرسونه ورته برابرکړواو…..او….او….تراوسه هم زموږډيرزيارونه او خوارۍله همدي امله له منځه تللي اوپه خپلو کارناموکي ځکه نوم ورکي پاتي ووچې پياده مطبوعاتي کنډکونه مونه درلودل چې لومړی يې خوندي اوبيايي په خپل وخت خپاره کړي .

د مطبوعاتوپه ترڅ کي مسلمانانوته دمجاهدينو د برياوو خبر رسيږي او هغوی پري خوشاليږي له يولوري مجاهدينوته دوعاوي کوي اوله بل لوري له ډيروملګروسره دااحساس پيدا کوي چې زموږ قربانۍ بيځايه نه ځي بلکي په رنګ راوړلوسره دنوروسربيره په ولس کي دمجاهدينو ملاتړزياتوي،ديته په کتوسره په ډيرښه زړه او شوخه ولوله قرباني ته چمتوالی نيسي،په دي توګه دمطبوعاتوزياتره برخه دمجاهدينوتحريض،له هغوی څخه ننګه اودمسلمه امت ريږديدلي وجودته ځواک اوارام بښل تشکيلوي،همدارازدښمن چې کوم اهداف دهوايې ځواک اولويوليري نښه ويشتونکو توپونواو ميزائلوپه مټ په نښه کوي موږکه داهيڅ نه لرودمتبوعاتوله ډګره به ديادومادياتوپه بنسټ ولاړدهغه مورال په نښه کړو چې نه به بيادچورلکواوالوتکوپورته کولوته زړه ښه کوي اونه به يې دکوم توپ اوميزائل انداخت ته بلکي دخدا(ج)په نصرت او زموږد مطبوعاتي وارپه پايله کي به لکه چې وينودغه ټول ماديات د مجاهدينولاس ته لويږي اوپه دي ډول متبوعاتي فعاليت ډيرکاري تماميدای شي . نه به دروغ وي اونه هم ليري خبره ده چې ووايود مطبوعاتي ډګرمجاهدين له ډيروهغومجاهدينوڅخه چې له دښمن سره په مخامخ جګړه کي برخه اخلي زيات اجرلري،په اخلاص اودثواب په نيت دخپلي مطبوعاتي دندي دسرته رسولوپه مهال که هغه ته مرګ راځي نو دشهادت په مرتبه کي به له هغوملګرو څخه کم نه وي کوم چې په مخامخ جګړه اويابمباري کي شهيد شوی وي،د خدای (ج)په لاره کي ديومرابط(دشپي مهال په جبهه اوسنګرکي پيره کونکي مجاهد)له ثواب څخه دمطبوعاتي مجاهددشپي لخواپه خپله دنده کي ويښ پاتي کيدلوثواب ځکه لوړوي چې هغه ته دجهادي بوختيادثواب ترڅنګ ديوي شرعي مسئلي د څيړونکي عالم دشپي روڼولوثواب هم ورکول کيږي .

نوچې په جهادکي دمطبوعاتودومره ستره اړتيااوونډه وي اوبياداجراو ثواب له پلوه هم دمطبوعاتودډګرمجاهدله مسلح مبارزمجاهدڅخه کم نه دي بلکي لاهغه مجاهدين چې په مطبوعاتوکي دکار کولووړتيالري خوبياهم په هغه کي کارنه کوي نوددي ويره شته چې په دي سره به هغه ګناهګاروي،پکارده چې دمسلح مبارزي له ليکوهم هغه مجاهدين مطبوعاتوته وګمارل شي کوم چې يې ښه ذوق اووړتيالري اوپه دغه روحيه دلاښه سمبالښت لپاره دي ټولي هغه اسانتياوي هم ورته برابري کړلي شي کومي چې ددي ميدان دلاغښتلتيالپاره مهمي اواړيني وي.

About admin