Home » جـــــهاد » پرمجاهدینودخپلوشهیدوملګرودیتیمانو حقوق!

پرمجاهدینودخپلوشهیدوملګرودیتیمانو حقوق!

(مفتي شاهد حقاني )

شک نشته، چې یتیم هغه څوک وي، چې په کوچنیتوب کې دپلار له مېنې او شفقت څخه محروم شوی وي اود یوه خدای ج اسرې ته یې دعجز اواړتیاوو ځولۍ نیولې وي ،نه یې دګټې وټې څوک وي اونه یې پر سر دمهربانۍ دلاس ایښودلو اوخواږه غږڅوک وي ،دبي څوکۍ ،مسکنت اواحتیاجاتو تودې سیلۍ یې ګونه داسې خړه پړه کړي وي ،چې له ورایه یې پرڅیره کې دیتیمۍ آثاربریښي ،ببر سر ،لوڅي پښي ،شکیدلی ګریبان ،زړې جامي خالي جیب اولالهانده ژوند، دیتیم هغه ډاګیزې نښي دي ،چې له هیچانه پرې نه غلطیږي ،او بیادشهیدانو هغه پاتي یتیمان ،چې اوس یې هم دشهید پلار قاتلان په هیوادکې خپل هوسونه پوره کوي اودشوبلو ګردونه یې دشهید پلارپر شناختو لویږي!

هوکې!

دایتیمان پرعاموخلکواو مخصوصاً پر مجاهدینوډیرحقوق لري ،چې عام مسلمانان ،داسلامي تحریک پاسداران،مجاهدین اودکورنۍ او ګاونډمیشتې پرګنۍ یې په اړه داسلامي او انساني ارزښتونوله مخي اړې بلل کیږي ،ښه دا راته ښکاري، چې داسلامي شریعت په رڼا کې یې ځینې حقوق برملا کړو،که نه نو ،خیریه ټولنې او بشريت پال وګړي، هم ورته په حقوقو قانع دي، مګر هغه حقوق چې ورته اسلام ورکړي، ډیر کامل اودانساني ذهنیت دقناعت وړ دي او بس .

داسلام ستر لارښودحضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم لا څوارلس سوه کاله مخکې دیتیم او ښځې حقوق دومره له تاثیراتو او حساسیتونوډک بللي وو،چې خپل مبارک ځان یې هم ددومره کمالیه صفاتواوبي پایانه مهربانۍ سربیره ،ددوئ له حقوقو څخه په حرج کې بللی و، لکه چې د(سنن نسائي )په یوه حدیث کې چې راځي :

عَنْ أَبِي شُرَيْحٍ الْخُزَاعِيِّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللهِ صلي الله عليه وسلم اللَّهُمَّ إِنِّي أُحَرِّجُ حَقَّ الضَّعِيفَيْنِ : حَقَّ الْيَتِيمِ وَحَقَّ الْمَرْأَةِ.)).أخرجه النسائي في الكبرى (المسندالجامع لابی الفضل ج۴۷ص۸).

ژ: یا الله ! زه ددوو ضعیفانو دحقوقوله امله په حرج کې یم ،یو دیتیم دحق څخه او بل دښځې حق له څخه . سره ددې نه چې پخپله دانسانیت ستر ناجي حضرت محمدصلی الله علیه وسلم له ګران پلاره یتیم پاتي شوي وواو دیتیمۍ ستونزې پخپله کتلې وي، خو بیا هم دیتیم حقوق پرځان دومره زیات بولي، چې آن خپل ځان هم ترې په حرج کې ګڼي او دیتیم او ښځې دحقوقوداداکولو سوژه یوه پیچده او له حساسیتونوڅخه ډکه موضوع ګڼي .

په (شرح الاربعین النوویة ج۴۷ص۸)کې د(الانعام سورت /۱۵۱)آیت کریمه په تفسیر کې لیکي :چې دې آیت کریمه کې چې (وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَلا تَقْتُلُوا أَوْلادَكُمْ مِنْ إِمْلاقٍ نَحْنُ نَرْزُقُكُمْ وَإِيَّاهُمْ ) دیتیم دحق ذکر ،دکیل پوره ورکولو خبره او په عهد دوفا کولو خبره ذکرشوه ،او بیا ورپسي پای کې متصلاًداسې الله تعالی وفرمایل چې : وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ } [الأنعام:153] یعنې دا تشریع اودابیان او هغه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې ورته تلاوت کوي ،چې ځینې یې ورته حلال کړي او ځینې یې ورته حرام کړي، همدا نیغه یا مستقیمه لاره ده اوبس .نودفوق الذکرآیت په یوه برخه چې الله داسې وفرمایل چې : وَلاَ تَقْرَبُواْ مَالَ اليتيم إِلاَّ بالتي هِيَ أَحْسَنُ حتى يَبْلُغَ أَشُدَّهُ /داهم دیتیم له حقوقو څخه وشمیرل شوه، چې دنوموړې مال او پیسو نه باید چې ،خلک ځانونه وساتي ،او دخپل ځان په ګټه یې مصرف نکړي ……

څوک چې له یتیم سره شفقت او دهغه سره مرسته کوي، دا ددې وړ ګرځي، چې جنت کې دحضرت محمد صلی الله علیه سره یې معیت او یوځای ژوند په نصیب شي، لکه یوه حدیث کې چې فرمایي : عَنْ أَبِى أُمَامَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ قَالَ مَنْ مَسَحَ رَأْسَ يَتِيمٍ لَمْ يَمْسَحْهُ إِلاَّ لِلَّهِ كَانَ لَهُ بِكُلِّ شَعْرَةٍ مَرَّتْ عَلَيْهَا يَدُهُ حَسَنَاتٌ وَمَنْ أَحْسَنَ إِلَى يَتِيمَةٍ أَوْ يَتِيمٍ عِنْدَهُ كُنْتُ أَنَا وَهُوَ فِى الْجَنَّةِ كَهَاتَيْنِ وَفَرَّقَ بَيْنَ أُصْبُعَيْهِ السَّبَّابَةِ وَالْوُسْطَى.)).أخرجه أحمد 5/25 المسند الجامع لابی الفضل ج۷ص۳۶۶) ترجمه :له حضرت ابوامامه رض نه روایت شوی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایې :چاچې دیتیم سردالله تعالی درضا لپاره مسحه کړ،نودده دلاس لاندې دهرویښته په بدل کې به ورته نیکۍ ورکړل شي اوچا چې له یتیمې او یا له هغه یتیم سره ښیګڼه وکړه، چې دده سره اوسي ،زه او هغه به په جنت کې ددې منځنۍ او مسواکۍ ګوتې غوندې یوځای یو )،دادی وموکتل، چې له یتیم سره ښیګڼه کول او دده په سر دمینې لاس راکښل ،ددې سبب ګرځي ،چې داکافل الیتیم او محسن به جنت کې له ستر بیغمبرصلی الله علیه وسلم سره یوځای اوسیږي .

همداسې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه ابوهریره رض روایت کوي، چې هغه فرمایي : ښه کور په مسلمانانوکې هغه کور دی ،چې یتیم پکې وي او احسان ورسره وشي اوبد کور په مسلمانانوکې هغه کور دی، چې هغې کې یتیم وي او بد ورسره کیږي .لکه چې داسې فرمایي :عن أبي هريرة ، عن النبي قال: «خير بيت في المسلمين بيت فيه يتيم يحسن إليه. وشر بيت في المسلمين بيت فيه يتيم يساء إليه».(مصباح الزجاجة لشهاب الدین البوصیری ). په الضحی سورت کې دیتیم دحق په باره کې الله تعالی داسې فرمایي چې : { فَأَمَّا اليتيم فَلاَ تَقْهَرْ / الضحى : 9 ]ژ:یتیم ته قهر مه کوه . دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم ته الله تعالی حکم وکړ،چې یتیم ته غصه مه کوه ،مفسرین داهم دیتیم حق بولي چې څوک ورته غصه ونکړي، بلکې ددې پرځای به پرې مهرباني کوي، لکه همدا خبره په (اضواءالبیان تفسیرالقران بالقران) لیکل شوي ده .

دامام سمرقندي په ( بحرالعلوم تفسیر)کې ددې کریمه آیت په تفسیرکې لیکي : كَلَّا بَلْ لَا تُكْرِمُونَ الْيَتِيمَ /الفجر/17)چې دوئ یتیمانو ته خپل حقوق نه ورکوي ،پیښه داسې وه، چې دامیه بن خلف سره ،یو یتیم و،چې دده حق به یې نه ورکاوه،نو داآیت کریمه یې په هکله نازل شواو دا دټولوخلکو لپاره وعظ شو . په فوق الذکر آیت کې دیتیمانوعزت کول دیتیمانوپه حقوقوکې شامل شو،یعنې دیتیمانویوحق دادی، چې مونږ او تاسو یې عزت او قدرداني وکړواو په حقیره او سپکه سترګه ورته ونه ګورو!

دپورتنیودلایلونه داسې نتیجه اخلوچې : چې دټولو یتیمانو عموماً او دخپلو شهیدو مجاهدینود راپاتي شویویتیمانوخصوصاً، حقوق دادي چې   درناوی یې وکړو ،ددئ اخلاقي روزنه او تربیت وکړو،لدوئ سره حسن معامله او حسن معاشره وکړو،ددوئ دمال او ځان حفاظت وکړو، دیتیمانو او ددوئ دکورنیو پالنه او دیتیم سره داسې بي کچه مینه وکړو، چې هغه هیڅکله دیتیم ولۍ او بي څوکۍ احساس ونکړي او دهغوئ اړتیاوې داسې پوره کړو،لکه دخپل کور چې پوره کوو ،نو بویه! چې څه حقوق به مودخپلو شهیدو ملګرو دیتیمانو پوره کړي وي !

About admin