Home » د صحابه ؤ سیرت » حضرت ثابت بن قیس بن شماس رضی الله تعالی عنه

حضرت ثابت بن قیس بن شماس رضی الله تعالی عنه

هغه نیکبخت صحابي چې له شهادت وروسته یې وصیت وکړ اوحضرت ابوبکریې وصیت نافذکړ

حضرت ثابت بن قیس بن شماس یو مشهورصحابي دی ، چې دخزرج له قبېلي سره تړاولري ، نوموړی دخپلي زماني مشهورخطیب ؤ ، اورسول الله صلی الله علیه وسلم دوحی لیکلو چاري هم ورته سپارلي وي ،په جامع ترمذي کې په صحیح سند سره روایت شوی چې دحضرت ثابت رضی الله تعالی عنه په اړه رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : نعم الرجل ثابت بن قیس بن شماس

یعني ثابت بن قیس بن شماس ډیرښه سړی دی
حضرت عطاء خراساني وایې :زه په مدینه منوره کې دیوداسي چاپه تلاش کې شوم چې دحضرت ثابت بن قیس حالات راته واوروي ، خلکو ماته دهغه دزوی ادرس راکړ ، زه هغه ته ورغلم او ورځني مي دحضرت ثابت بن قیس رضی الله عنه په اړه معلومات ترلاسه کړل

هغوی راته وویل چې : ماله خپل پلار څخه دا واقعه اوریدلي چې کله په رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه آیت نازل شو چې – ان الله لایحب کل مختال فخور –   (ژباړه : بېشکه الله تعالی هغه څوک نه خوښوي چې غټه یې وایې اوزیات فخر کوي )

نوحضرت ثابت رضی الله عنه ته غټ تشویش ورپیداشو ، هغه په کورکې په یوه کونج کې کېښناست اوژړل به یې ،رسول الله صلی الله علیه وسلم چې له دې واقعې خبرشو نو یې هغه راغوښت اولامل یې ترې وپوښتل ، نو حضرت ثابت وویل : ای دالله رسوله ! زماخو له خپل حسن اوښایت سره هم مینه ده او هم دخپل قوم سرداریم (زه ویریږم چې دمذکوره آیت په حکم کې شامل نه شم ) رسول الله صلی الله علیه وسلم ددي خبري په اوریدلوسره وفرمایل : انک لست منهم ، بل تعیش بخیر، وتموت بخیر، و یدخلک الله الجنة

ژباړه : ته له هغوی څخه نه یې ، ته به په خیرسره ژوندتېرکړي ، اومرګ به دي هم په خیر سروي او الله تعالی به دي جنت ته داخل کړي .

بعینه همدغه واقعه هغه مهال هم رامنځ ته شوه چې کله دا آیت رانازل شو – یاایهاالذین آمنوا لاترفعوا اصواتکم فوق صوت النبی ولا تجهرو له بالقول –

ژباړه : ای مؤمنانو ! خپل غږونه دنبي علیه السلام تر غږ مه لوړوئ اومه هغه ته په زوره چغي وهئ ،

په دې مهال هم حضرت ثابت بن قیس ته لویه پریشاني ورپېښه شوه ،نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه راوغوښت او دپریشاني لامل یې ترې وپوښتل ، نوهغه په جواب کې ورته وویل : زما اواز ډیراوچت دی زه بیریږم چې کله ستاسو ترمبارک غږ زما غږ هسک نه شي چې له امله به یې زماټول اعمال ناکاره شي ، ددې خبري په اوریدلو سره هم رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل : انک لست منهم ،بل تعیش حمیدا وشهیدا ویدخلک الله الجنة

ژباړه : ته له دې ډلي څخه نه یې ، بلکه ته به ښه ژوند تېرکړي اوشهیدبه کړی شي او الله تعالی به دي جنت ته داخل کړي

درسول الله صلی الله علیه وسلم له وصال وروسته کله چې دحضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه دخلافت په مهال دمسیلمه کذاب فتنه راپورته شوه او دمسلمانانو یولښکر دیمامه سیمي ته له هغوی سره دمقابلي لپاره روان شو نو حضرت ثابت بن قیس رضی الله تعالی عنه هم ورسره ملګری ؤ

دجګړې په پیل کې ددښمن حملې ډیري سختي وي چې آن درې خله یې مجاهدین په شاتګ ته اړکړل ، حضرت ثابت بن قیس اودهغه ملګري   حضرت سالم چې دجګړې نقشه ولیدله نو یې وویل : موږخوبه درسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې داسي نه جنګیدو ، له دې خبري کولو وروسته دواړو په زمکه کې ددې لپاره چې دشاتګ مخه ونیسي ژور مورچلونه جوړکړل اوترهغې پوري یې سخته مقابله وکړه ترڅو دواړه دشهادت لوړمقام ته ورسیدل

دحضرت ثابت بن قیس رضی الله تعالی عنه زوی داقصه هم بیانوي : چې دحضرت ثابت بن قیس له شهادت وروسته یوه سړي هغه په خوب کې ولید چې ورته یې وویل : زه چې پرون شهیدکړی شوم نو فلان سړی زماله جسد سره نږدي تېرشو هغه زماپرسینه یوه بهترینه زغره ولیدله اوهغه یې خلاصه کړه ، اوس هغه سړی دلښکر په آخرکې په پلاني ځای باندي موقعیت لري اودهغه مخې ته غټ آس تړلی ، هغه زماپرزغره یوه کټو اچولي اوپه هغه سربیره یې بیا داوښ کته ایښي ، ته خالد بن ولید ته ورشه اوورته ووایه چې زمازغره له دغه سړي واخلي ، اوکله چې بیاتاسو درسول الله خلیفه ( ابوبکرصدیق رضی الله عنه ) ته ورسیږئ نو هغه ته ووایه چې زما پر ذمه دومره قرضي پاتي دي او دومره مال مي پاتي دی اوزما فلان اوفلان غلام ازاد دی ، حضرت ثابت رضی الله عنه په خوب کې دغه سړي ته وویل : ته زماخبري هسي خوب مه ګڼه بلکه عمل ورباندي وکړه .

هغه سړی له خوب رابیداره کیدلو وروسته سمدستي حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه ته ځان ورساوؤ اوهغه ته یې خپل خوب بیان کړ ، حضرت خالد رضی الله عنه ځیني کسان دزغري دمعلوماتو اوتحقیق لپاره ولیږل نو هغه زغره دخوب دبیان مطابق پیداکړل شوه ، له هغه وروسته خوب لیدونکی شخص حضرت ابوبکر صدیق رضی الله ته ورسید اوهغه ته یې ټوله قصه بیان کړه ، حضرت ابوبکر صدیق رضی الله تعالی عنه دنوموړي دوصیت عملي کړ

له حضرت ثابت بن قیس بن شماس رضی الله تعالی عنه څخه پرته موږ ته هیڅوک داسي معلوم نه دي چې له مرګ نه وروسته یې وصیت کړی وي اوهغه دي چاعملي کړی وي

حافظ ابن کثیر – رحمه الله – وایې : داواقعه امام طبراني روایت کړي او ددې نور ډیرشواهد هم شته ، رضی الله عنه وارضاه

البدایة والنهایة ۶ /۳۲۵

لیکونکی: م/محمد

About admin