Home » عصري مسائل » دپراپرټي ډېلراجرت

دپراپرټي ډېلراجرت

داچې اوس په اکثرو ښارونوکې  دپراپرټي دوکانونه  وجودلري چې  پکې پراپرټي ډيلر  داخستونکي اوخرڅونکي ترمابین  معامله  کوي  اوبیا دوه فیصده ګټه  ترې اخلي   نو ایا پراپرټي ډېلر ته  دخرڅولو یا اخستلو په  صورت کې  دوه فیصده  ګټه  اخستل جائزدي اوکنه ؟

جواب  :  دپراپرټي ډېلر اجرت اخستل جائز دي په  دې شرط چې  اجرت  به  یې  معلوم  وي  اوهیڅ ډول جهالت  به  په اجرت کې نه  وي ،  اوکه  له  دواړو  لوریو  یعني  اخستونکي او خرڅونکي  دواړو څخه  اجرت  اخلي نو تر  سودا  کولو  وړاندي به دواړو ته وایې چې اجرت له  دواړو څخه  اخلم  ،  همداراز پراپرټي  ډيلر ته  یواځي  هغه  متعین  شوی  اجرت  اخستل جائز دي په  کومه بله طریقه سره  په لاس راتلونکي  پیسي ورته  نه دي جائز ، مثلا  یوڅوک ورته ووایې چې زما دغه  فلان ځمکه یادوکان   په  زر   روپۍ  ورکړه  اوس که  ډېلر  هغه  شیئ  په   یونیم زر  خرڅ  کړي  نو دغه زیاتي پنځه  سوه  روپۍ  اخستل  ورته جائز نه  دي  بلکه  همدغه   پنځه  سوه  روپۍ  به  دهغه  شیې مالک ته  ورکوي   ډېلر یواځي  دهغه  معلوم اجرت  مستحق دی  چې تړون ورباندي شوی ؤ

و قد نص جمع من الأئمة علی جواز السمسرة ، و جواز أخذ الاجرة عليها (الموسوعة الفقهية ۱۵۱/ ۱۰ )

والله  تعالی اعلم

م/محمد

About admin