Home » علمي شخصیات » دفتح القدیرلیکوال علامه ابن الهمام رحمه الله

دفتح القدیرلیکوال علامه ابن الهمام رحمه الله

دمحقق لفظ چې د فقه دمشهورکتاب  – الهدایة – دشارح  اومشهور فقیه  ، محدث ، اصولي ، متکلم  ، مناظر او مصنف  علامه محمد بن عبدالواحد السیواسي الاسکندراني  ابن الهمام  – رحمه الله تعالی –  باندي څومره ښه  چسپان اوتطبقیږي هغومره  ښایې دکوم بل چالپاره    په وزن نه وي پوره ، ځکه چې  دحنفي فقهاؤ په  مابین کې د محقق لفظ کله مطلق  ذکر شي نو همدغه   محقق ابن الهمام  ورځني مرادوي ، 
نوموړی په  اسکندریه ښارکې په کال  ۷۹۰ هـــ   کې دې فاني نړۍ ته سترګي وغړولي  او په کال ۸۶۱ هــــ  کې یې په قاهره کې  له نړۍ سره  دتل لپاره مخه ښه وکړه
نوموړي  دخپل ژوند څو شیریني ورځي په حلب  کې تېري کړي او دحرمینو مجاورت  یې هم په نصیب شوی
نوموړي  د ”فتح القدیر“ په  نامه  دهدایه   شرح ولیکله  چې دعلمي نکاتو یوپوره  ذخیره یې  پکې راجمع کړله  ، اودومره په تفصیل سره یې  لیکل پیل کړل  چې  دهغه  له څلورو څخه درې برخه شرحه یې پای ته رسوله  نو داجل  داعي  یې مخې ته راغی اونیمګړی  کتاب  یې  خپل وروسته راتلونکي  قاضي زاده ته  دتکمیل په موخه  پریښود .
نوموړي  چې  په اصول فقه کې قلم پورته  کړنو  د   التحریر په  نامه یې یوداسي  جامع   خو مختصر کتاب ولیکل چې  دلوستونکو لپاره  یې  دچیستان  – کیسیو- حیثیت درلود ،  چې  دهغه  داسرارو اورمزونو دشرحي اوبیان لپاره   امیربادشاه   او ابن امیرالحاج  میدان راوتلو ته  مجبورشول .
نوموړي غوښتل چې په علم کلام کې څه ولیکي ، نو یې  دمسامره او  مسایره  غوندي   دقېق  او مضبوط کتابونه ولیکل .
سره له دي چې نوموړی  حنفي مذهبه ؤ  خو په ځينو مسائلو کې یې  داسي رایه غوره کولو کې هیڅ  قباحت نه  احساساؤ چې  دعامو احنافو له  رجحان  څخه بېله وي ، چې په اړه یې  دنوموړي یو وتلی شاګرد علامه قاسم بن قطلوبغا ویلي :  زموږ دشیخ  تفردات  په  مذهب کې دقبول وړ نه دي  ، یعني فتوی به نه ورباندي ورکول کیږي ،
نوموړي  تقریبا په  څوارلسو فقهي  او د  نهه  اصولي جزئیاتوپه مسائلو کې  دخپلي  مستقلي رأیي  اظهارکړی .
دژوند  په  عامو حالاتوکې  ورباندي تواضع او خاکساري دومره غلبه کړي وه چې  دخپلو کتابونوپه ټایټل باندي یې  تر – عاجز وفقیر – زیات څه نه خوښول .
نوموړي  چې  علم ترلاسه کړ نو  دعلامه  سراج قارئ الهدایة ، علامه بدرالدین العیني ، علامه ابن الشحنه ، عراقي  او ابن حجر غوندي  سترو سترو علماؤ په وړاندي یې  دادب  زنګون کت کړ ، اوچې شاګردان یې وروزل نو  علامه  سخاوي ، علامه  جلال الدین سیوطي  غوندي  لیکوالانو اومصنفینویې  پاتي شوني ټولول اوټول ژوند به یې دکمال الدین ابن الهمام  دکمال  سندري  ویلي ، اوقاسم بن قطلوبغا، ابن تغري بردي ، ابن امیرالحاج  اوشیخ الاسلام  زکریا الانصاري  غوندي  علماؤ  یې په شاګردتوب  فخر کاؤ .
دعلامه  ابن الهمام  دعلم  اوفضل  داحال ؤ چې  دهغه  نوموتي استاذانو به هم دهغه په  موجودتیاکې دعلم وزن محسوسول .
علامه سراج قارئ الهدایة وایې : انه أفاد ممااستفاد (یعني هغه چې له ماڅومره فیض ترلاسه کړ ماته ترهغه زیات له ده څخه  فیض راورسید)
نوموړی چې به  دبدر الأقصراني په درس کې کښېناست نو دتفسیرویلو په مهال به یې داسي علمي نکتي او اشکالات وړاندي کړل چې  – لایجدله البدر مخلصا –  چې دهغه محترم استاذ به یې له جواب ورکولو عاجزؤ .
علامه سخاوی وایې :  استاذ علامه  عزالدین بن جماعة  چې به کله ددرس په مهال دنوموړي له راتګ نه خبرشو نو نور به یې سبق ویل بندکړ،  الضوء اللامع ۸/۱۲۹
له علم سره سره الله تعالی  هغه  دتقوی  پاکي ، دیانت اودصیانت له دولت نه هم پوره برخمن کړی ؤ ، په غیرت کې یې هم مثال نه درلود ، له  واکدارو خلکو څخه به یې همیشه دلیري اوسیدوکوشش کاؤ .
له ظاهرچقمق بادشاه سره  تر اقتدار ترلاسه کولو وړاندی ملګری ؤ  خو کله چې هغه دسلطنت واګي ترلاسه کړي  نوله هغه سره یې راشه درشه  پريښوده  یواځي دحج دسفرپه مهال یې  حج ته ترتلو وړاندي اخلاقا له هغه سره  لیدنه ضروري بللي وه .
نوموړي : له ځان سره  دتجرد اوګوشه نشیني دژوند تیرولو فیصله کړي وه  ، لیکن دوخت صالحینواوعلماؤ له نوموړي هیله څرګنده کړه چې  ارجع فان الناس فی حاجة الی علمک  ( بغیة الوعاه ۱/۱۲۶)  یعني له خلکوسره ناسته پاسته مه پریږده  ځکه هغوی ستاسو علم ته اړتیا لري .
علامه ابن حجر په خپله اړه  لیکلي ، کله چې  حج ته لاړم  نو دزمزم  اوبه مي په دې نیت  وڅښلي چې  الله تعالی دامام ذهبي  غوندي یاترهغه هم زیاته قوة حافظه راکړي .
لیکن علامه ابن الهمام  وایې : چې مادزمزم اوبه  داستقامتي ژوند او داسلام په حقیقت باندي داخري ساه ختلو  په نیت  وڅښلي ،  فتح القدیر ۲/۴۰۰.
په هر علم اوفن کې  یوډول مهارت ، اوپه فقه  ، حدیث  او اصول فقه کې دامامت  درجي  ته  له رسیدلو سره سره یې دکسرنفسي اوتواضع داحال ؤ چې  دفتح القدیر غوندي بې مثال  کتاب کې یې هم   د للعاجز الفقیر لفظ  لیکلی .
دلمانځه دمسائلو اواحکاموپه باره کې دنوموړي یووړوکی کتاب  – زادالفقیر- په نامه سره دی چې په ۱۳۵۲ م کې مولانا بدرعالم میرټهي  له خپلي حاشیې سره چاپ کړی ؤ  او اوس یاد کتاب په نوي بڼه اوله نوي تحقیقاتوسره  مشهور محقیق عالم سایدبکداش  خپورکړ.

علامه ساید بکداش  دمشهور محمدث او نوموتي محقیق عالم شیخ محمد عوامه زوم دی  اودجامعه طیبه مدینه منوري پروفیسر دی ، نوموړي دحنفي فقهي دګڼ شمېرکتابونو په زړه پوري خدمت کړی چې دقدوري مشهوره شرح اللباب یې له پوره تحقیق سره په پنخه ټوکه کې  او نورالایضاح ، کنزالدقائق  او دعلامه الموصلي دکتاب – المختارللفتوی-  تصحیح اوتعلیق یې ښې نمونې دي  اولایې هم  دي خدمت ته اوږه ورکړي .
علامه ابن الهمام  په کال  ۸۶۱ هجري قمري کې په قاهره کې  له نړۍ سترګي پټي کړي اودقرافه په مشهوره  هدېره کې  ابن عطاءالله اسکندري ته  نږدي خاورته وسپارل شو، رحمه الله رحمة واسعة
لیکوال : م/محمد

About admin