Home » بېلا بېلي لیکني » دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…

دڅارویو په اړه درسول الله[صلی الله علیه وسلم ] دعاطفې او مهربانۍ ډکې لارښوونې…

مولانا رفیع الدین قاسمي (هند)

ژباړه: سجاد

درسول الله (صلی الله علیه وسلم ) له مهرابانۍ او عاطفې ډک شان نه یواځي په انسانانو خاص دی، بلکې درحمت شان یې دومره پراخ دی چې آن د څارویو حقوقو ته یې هم د خپل لارښوو نو په سیوري کې ځای اوپناه ورکړېده، او ر سره یې د ښه سلوک او د حقوقو رعایتولو په اړه کلک تاکید کړی دی ، چې ورته په کتو سره کله مونږ خپلو ځانو او د ټولنې حالت ته ځیر شو نو بې له شکه د څارویو سره دخلکو روانه رویه او دهغو په حقوقو اداء کولو کې کوتاهې دالله (‘) دعذاب او وعیدونو مستحق ده

د الله تعالی دا ستر فضل او لورینه ده چې له واړه حیوان نیولي تر لوی پورې ټول یې زمونږ لپاره تابع ګرځولي، یوه کوچني ماشوم داوښ پشان حیوان واګې نیولې وي اوبوځي یې، دا د الله (‘) مهراباني او دبشریت سره یې ښېکڼه ده،چې یولوی نه لوی څاروی یو ماشوم هم دځان لپاره تابع کوي، کنه کمزوری او بې وسه انسانه دجسامت او ځواک له پلوه هیڅکله دومره حیثیت نلري چې هغه د سترو، قوي او درنو حیواناتو څښتن شي یا یې دځان لپاره تابع وګرځوي.

څارویو کې خیر:

دڅارویو اهمیت او دخصوصیاتوپیژندلو لپاره دا بس ده چې په قرآن کریم کې دګڼو څارویواوحیواناتو ذکر شوی او نه یواځي ذکر یې شوی دی، بلکې څو سورتونه هم دڅارویو په نومو مولي لکه: البقره [غویه]الانعام[څاروي]النحل[شاتو مچۍ]النمل[میږي]العنکبوت[ غڼه]الفیل[هاتي]ـ

یوځای الله(جل جلاله) دڅارویو فواید او خصوصیات داسې بیانوي :

اوهغه څاروي یې پیدا کړیدي، چې په کې د ستاسو لپاره ګرم کالي اونور ګڼ منافع هم شته اوځیني ستاسو دخوړو لپاره په کار راځي اوپه دې کې ستاسي رونق هم شته چې کله یې له څرولو راولئ،اوهم چې کله یې څرولو ته بوځئ او ستاسي بارون ترهغو ښارو پورتهرسوي چې تاسې هغه هلته په نیم ځان هم نشئ رسولئ، یقیناً ستاسي رب ژیات شفیق اومهربان دی.( النحل: ۵ـ۸)

رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) دځینو څارویو ښو صفاتو او دهغوی معنوي او اخلاقي ځانګړتیاوو ته په پام دهغوی سره داحسان او ښه سلوک حکم کړی دی،داس باره کې یې فرمایلي:ترقیامت ورځې په اس پوري خیر تړلی دی( مسلم، باب الخیل فی نواصیها:حدیث:۴۹۵۵)

اوپه یوبل روایت کې دي:اوښ دخپل څښتن لپاره دعزت اوشرف لامل دی اوپه اوزو کې خیر اوبرکت دی( ابن ماجه، باب اتخاذ الماشیه حدیث:۲۳۰۵)او په بل حدیث دی رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) فرمایلي:چرګ ته کنځلې مه کوئ ځکه هغه مو لمانځه ته ویښوي (ابوداود باب ماجاء فی الدیک حدیث:۵۱۹۱)

څارویو سره   د احسان سلوک اجروثواب لري:

رسول الله (صلی الله علیه وسلم )څارویو سره داحسان اوښه سلوک حکم کړی او داجروثواب لامل یې یاد کړی دی:

له حضرت ابوهریرة( رضی الله عنه ) څخه روایت دی چې رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) فرمایل: یوې بدکارې میرمنې یواخي په دې بښنه وشوه چې هغه په یوه داسې کوهي تیریده چې نیږدي هغه ته یو تږی سپی ولاړو، چې له زیاتې تندې لړزیده اونژدې وه چې دتندې شدت په وجه هغه هلاک شي ، کوهي نه دابو راویستلو لپاره څه نه و ،هغې میرمنې خپله چرمي موزه وایسته او پخپل پوړني پسې یې وتړله پکې اوبه یې را ویستې اوپه سپې یې وڅکښلې، ددغې میرمنې داکار دالله تعالی په نزد دومره مقبول شو چې له امله یې هغه وبښله(مسلم، باب فضل ساقی البهایم حدیث:۵۹۹۷)

یوتن رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ته عرض وکړ: دالله رسوله!زه دخپلو اوښانو داوبوڅکښلو لپاره خپل حوض له اوبو ډک کړم بیا دنورو خلکو اوښان هم ورته راشي اوبه و څښکې ایا ماته پکې اجرشته ؟رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: هر څاڅکی یې اجرو ثواب لري.( مسند احمدو مسند عبدالله بن عمرورض،حدیث:۲۰۷۵)

څارویو سره د ناوړه سلوک په اړه وعیدونه:

رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) دڅارویو سره دښه سلوک په اړه تاکید کړی دی، او ناوړه سلوک کول یې لویه ګناه ګرځولې اوپه په دې اړه یې د انسان د ضمیرښورونکی الفاظ کارولي:څنګه چې امام بخاري( رحمه الله ) روایت راوړی دی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: یوې میرمنې ته په دې وجه عذاب ورکول شوچې هغې پیشو تړلې وه، نه یې ورته څه خواړه ورکول او نه یې دڅښکلو اوبه ورکولې اونه یط پریښوده چې هغه خپله څه ولټوي.( مسلم، باب تحریم قتل الهرة، حدیث: ۵۹۸۹)

له حضرت ابن عباس( رحمه الله )څخه روایت دی چې یوداسې خر تیریده چې دهغه خوله داغلې وه، رسول الله (صلی الله علیه وسلم )هغه ولیده وي فرمایل: په هغه شخص دي لعنت وي چا چې دا دغلی وي ( مسلم،باب النهی عن ضرب الحیوان فی وجهه، حدیث:۵۶۷۴)اوپه یو روایت کې دي:چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) په مخ دوهلو او داغولو څخه منع کړیده( مسلم، باب النهی عن ضرب الحیوان فی وجهه:۵۶۷۴)

په یو بل روایت کې دي غیلان بن جناده وایي: چې زه د داسې اوښ سره رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) ته راغلم چې دهغه پوزه ما داغلې وه، رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل:جناده! ایا تاته دداغ لپاره یواځي دمخ اندام رسیدلی و، له تابه ددې قصاص اخستل کېږي.

دڅارویو جنګولو او زورولو ممانعت:

رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) نه یواځي دکورنیوڅارویو سره له ناوړه سلوک څخه منع کړیده بلکې دنورو پالتو څارویو دبې ځایه ځورولو اوجنګولو څخه یې هم منع راوړیده:

له حضرت ابن عباس( رضی الله عنهما) نه روایت دی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) پخپل منځ کې دڅارویو د جنګولو نه منع کړېده( ترمذی، باب کراهیة التحریش بین البهائم: حدیث:۱۷۰۹)

حضرت عبد الرحمن بن عبد الله( رضی الله عنه ) له خپل پلاره نقل کوي چې هغه ویلي:یووار مونږ درسول الله(صلی الله علیه وسلم ) سره په سفر کې وو، رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) دقضاء حاجت لپاره لاړ، مونږ یوه مرغی ولیده چې دوه بچي هم ورسره وو ،مونږ هغه دواړه بچيان ونیول، مرغۍ راغله دخپلو بچیانو د نیولو فریاد کاوه، چې رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) راغی، رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: چا ددې بچيان نیولي چې دایې خفه کړې ده؟ ورته بچېان بیرته ورکړئ( ابوداود، باب کراهیة قتل الذر،حدیث:۵۲۶۸۹)

دحضرت ابن عمر( رضی الله عنهما) نه روایت دی چې دقریشو په څو ځوانانو تیریدم هغوی یوه مرغۍ په نښه کړې وه، کله چې   حضرت ابن عمر( رضی الله عنه ) هغوی ولیدل، له هغه ځایه لاړل، او وي فرمایل: چې رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) په هغه شخص لعنت ویلی چې هغه ساکښ حیوان وتړي اوبیا پري نښه ولي.(مسلم، باب النهی عن صبر البهائم، حدیث:۱۹۵۷)

دحضرت مقداد بن معدیکرب( رضی الله عنه ) نه روایت دی: رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) په مخ باندې دڅارویو له وهلو منع کړیده( مجمع الزوائدباب النهی عن الضرب علی الوجه والنهی عن سبه)

دمذبوح څاروي سره د ښه سلوک کولو تاکید:

رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) دذبح کیدونکي څاروي سره هم دښه سلوک کولو تاکید کړی دی، هرکله چې تاسې ذبح کوئ نوپه ښه توګه یې ذبحه کوئ، خپله چاړه ښه تیره کړئ او څاروي ته ارام ورګړئ( ترمذی،باب النهی عن المثلة، حدیث: ۱۴۰۹)

امیر المؤمنین حضرت عمر( رضی الله عنه ) فرمایي:دڅاروي سره احسان او ښه سلوک دادی چې تر مذبحه په راښکلو ونه بونه تلل شي(مجلة الجامعة الاسلامیة، حقوق الحیوان، ۱۱ټوک ۴۶۱)

فقهاوو دذبیحې په مخکې دچړې تېره کولو څخه منع کړیده او هم په ناسمه توګه دڅملولو څخه منع راوړیده حضرت ابن عباس( رضی الله عنه ) څخه روایت دی چې یوتن خپله اوزه څملوله بیا یې دچړې تیره کول پیل کړل نو رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: ایا ته دا په دوه مرګونو وژل غواړي؟ولي تا خپله چاړه له څملولو څخه وړاندې تیره نکړه( مستدرک حاکم،کتاب الذبائح، حدیث:۷۵۷۰)

په یو حدیث کې دي: چې یوصحابي ( رضی الله عنه ) وویل: دالله رسوله! کله چې زه اوزه ذبحه کوم نو ورباندې مې رحم راځي رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: که ته په اوزه رحم کوي نو خدای (‘) په تا رحم کوي ( مجمع الزوائد،باب النهی عن صبر الدواب والتمثیل بها، حدیث: ۶۰۲۹)

د حضرت حین بن عطاء( رحمه الله ) څخه روایت دی : چې یو قصاب داوزې ذبحه کولو لپاره پورته شو کلهچې هغه دشپول دروازه خلاصه کړه هغو منډې کړې،قصاب هم ترشا پسي په منډه شوه هغه یې له پښې را ونیوه او راښکله یې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) ورته وفرمایل:قصابه! دا په نرمۍ سره بوزه.(مصنف عبد الرزاق باب سنة الذبح، حدیث ۸۶۰۹)

دموذي څارویو په ویشتلو کې درسول الله(صلی الله علیه وسلم ) داحسان حکم:

رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) دهغو څارویو اوځنارو چې زیان رسونکي دي دویشتلو حکم کړی دی مثلاً: مار، لړم اونور…خو دهغو په ویشتلو کې یې هم داحسان او ښېګڼې حکم کړی : الله (‘) په هرڅېز کې احسان فرض ګرځولی، په دې وجه هرکله چې تاسي کوم ځناور ولئ نو په ښه توګه یې ولئ !اوهرکله چې کوم څاروی ذبحه کوئ نوپه ښه طریقه یې ذبحه کوئ.(مسلم، باب الامر باحسان الذبحو حدیثک ۱۹۵۵)

رسو ل الله (صلی الله علیه وسلم ) وپوښتل دا دچا سیزلی؟ مونږ وویل:سوی دی ،رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل:دهیچا لپاره دا مناسب نده چې یو چاته په تکلیف ورکولو کې له اور څخه کار واخلي سیوا داور پیدا کونکي نه( ابوداود باب فی کراهیة حرق العدو بالنار)

رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) دکربوړي وژلو حکم کړی دی، خو دهغه په وژلو کې یې هم دنرمۍ حکم کړی دی، چې هغه دې په یو وار سره ووژل شي،او په ګڼو بریدو نو سره په وژلو کې دلږ اجر خبره کړیده حضرت ابوهریرة ( رضی الله عنه ) څخه روایت دی چې رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: چاجې منګری په لومړي ګذار سره وواژه دهغه لپاره دومره دومره نیکۍ دي..( مسلم: باب قتل الوزع،حدیث ۲۲۳۹۰)

او چا چېپه دویم ګذار سره وواژه دهغه لپاره دومره نیکۍ دي خو په لومړي ګذار وژونکي څخه کم اجر لري، اوکه چا په دریم ګذار وواژه دهغه لپاره دومره اجر به وي خو په دویم ګذار وژونکي څخه کم .

دمسلم به روایت کې دي چې حضرت ابوهریرة( رضی الله عنه ) فرمایلي : چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: کوم تن کربوړی په یو وار سره ووژني دهغه لپاره سل نیکیاني لیکل کېږي اوپه دویم ګذار سره وژونکی لباره ددینه کمې او په درېیم ګذاره سره وژونکي لپاره ددېنه هم کمې نیکۍ لیکل کېږي ( مسلم، باب استحباب قتل الوزع حدیث: ۲۲۴۰)

په څارویو دسوریدو په مهال دښه سلوک کولو حکم:   دسورلی لپاره څارووی ضروري دی،ځکه دا دحمل ونقل زریعه دی داوږده سفرپه مهال دهغه ارامولو اوڅربولو حکم شوی دی دحضرت ابوهريرة ( رضی الله عنه ) روایت دی چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل:کله چې تاسي دزمکې په شنه برخه سفر کوئ اوښانوته دهغوی برخه ورکړئ ( مسلم، باب مراعاة مصلحة الدروس ،حدیث:۱۹۲۶) یعنې دسفر په مهال که شنه ځایونه په نظر درشي نو هلته اوښانو ته دڅروتلو او دمې موقع ورکوئ مسلسل وږي تږي بوتلو سره یې مه ستړی کوئ!

په یو څاروي باندې د درې تنودسوریدو نه رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) منع کړیده( مسلم، باب فضائل عبد الله بن جعفررض حدیث:۲۴۲۸)

دابن ابي شیبه په روایت کې دي چې ده درې تنه په یو قچر سواره ولیدل نووي فرمایل: په تاسو کې یوتن ښکته شئ ځکه رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) په دریم تن باندې لعنت ویلی دی( مصنفه ابن ابي شیبه ، من کره رکوب ثلثة علی الدابة،حدیث:۲۶۳۸۰)

دا صورت هغه وخت دی چې کله څاروی ددرې تنو دوړلو وړتیا نلري اوکه درلوده یې بیا روادی.( فتح الباري ۱۲ټوک ۵۲۰مخ)

رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) په څارویو باندې دداسې ودریدو نه منع کړیده چې له امله یې هغو ته تکلیف رسي په سنن ابي داود کې دي: حضرت ابوهیرة ( رضی الله عنه ) درسول الله (صلی الله علیه وسلم ) نه نقل کوي چې فرمایې: دڅارویو د شاه نه منبر مه جوړوئ( ابوداود باب فی الوقوف علی الدابةحدیث: ۲۵۶۷)

ولي چې الله تعالی څاروي یواځي ددې لپاره ستاسي تابع ګرځولي دي چې څو تاسو هغو ښارونو او سیموته ورسوي چیرته چې ( په پلي تګ نشئ کولی )تاسو د ځاني مشقت او زحمت په زغملو رسئ،یعنې دڅارویو غرض په هغو باندې سوریدل دي او دهغو په زریعه دخپل مقصود ترلاسه کول دي له دې وجې ورته تکلیف رسول رواندی کوم   څاروي چې دسورلۍ لپاره ندي پیدا لکه غویه او نورپه هغو سورلي نا روا ده.

په څارویو دهغو دوس نه دروند بار نه وړل:

به څاروي باندې دهغه دوس او قوت نه دورند بار، وړل روا ندي، ددینه رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) سخته منع کړیده صحابه وو ته په دې خبره باندې علم و چې کوم سړی په څاروي باندې دهغه دوس او قوت نه زیات بار، وړي نو دقیامت په ورځ به ددې حساب ورکوي حضرت ابو درداء ( رضی الله عنه )روایت دی: چې هغه خپل اوښ ته اوویل: اې اوښه!ته دخبل رب سره زما په باره کې مخاصمه مه کوه ما به تاباندې ستا دوس نه دروند بار ندی وړی (احیاء العلوم الدین الباب الثالث فی الاداب۱ټوک ۲۶۴مخ)

یوه ورخ رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) دیوانصاري باغ ته ننوت ناڅاپه یو اوښ راغی، او درسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) په قدمونو  کې پریوت دغه وخت دهغه په سترګو کې اوښکې وي رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) دهغه په ملا او دسر په وروستۍ برخه لاس تیر کړ چې په وجه یې هغه ارام شو، بیا رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: ددې اوښ څښتن څوک دی؟ نو هغه په منډه راغی، رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) هغه ته وفرمایل:دا الله تعالی ستا ملکیت کې کړی ، دالله نه، نه ډاریږي؟دا ماته شکایت کوي چې ته یې وږی ساتي او ورنه په کار اخستلو کې ورسره ظلم کوي( ابوداود، باب مايؤمرذه من القیام ، حدیث۲۵۴۹)

حضرت سهل بن حنظله ( رضی الله عنه ) وايي:چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) دیو اوښ په خو اکې تیر شو وي لیدل چې هغه دزیاتې لوږې تندې ، سورلیو او درنو بارونو وړلو په وجه خیټه یې دخیټې سره لګیدلې وه رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: ددې بې ژبې څارویو په باره کې دالله تعالی نه وډارشئ !په دوی باندې هغه مهال سورلي کوئ چې کله قوي او دسورلۍ قابل وي او هغوی په داسې وخت کې پریږدئ چئ ستړي شوي نه وي(ابوداودوباب مایؤمرمن القیام حدیث:۲۵۴۸)

حضرت ابوهریرة( رضی الله عنه ) وایي:چې رسول الله(صلی الله علیه وسلم ) فرمایلي:یوسړي غويه دو مره دروند بار کړی و، چې هغه لړزیده هغه غوي دسړي په طرف وکتل او وي ویل: زه ددې کار لپاره نه یم پیدا زه خو دیوې کولو لپاره پیدا یم خلکو په حیرانتیا او ورخطایي سره[ سبحان الله] وویل، غویه هم خبرې کوي؟نورسول الله (صلی الله علیه وسلم ) وفرمایل: زه په دې خبره باور کوم او حضرت ابوبکر صدیق او حضرت عمر( رضی الله عنهما) باور کوي ( مسلم، باب فضایل ابی بکر ،حدیث:۲۳۸۸)

ددې حدیث نه معلومه شوه چې څاروي دکوم مقصد لپاره پیدا کړای شوي دهغو پرته یې په نورو کارونو کې استعمالول ندي پکار.

لنډېز: لنډه داچې ددې ایتونو او احادیثو په رڼا کې دڅارویو اهمیت او خصوصیات معلومیږي او دڅارویو په اړه درسول الله(صلی الله علیه وسلم ) اسوه حسنه هم جوتیږي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) قدم په قدم دڅارویو سره دمهرابانۍ او ښه سلوک حکم کړی دی نه یواځي دکورنیو څارویو سره بلکې دپالتو څارویو سره یې هم دښه سلوک کولو تاکید کړی دی نقصان رسوونکو اوموذي ځناور په کمو وارونو دویشتو حکم کړی دی او هم ذمذبوحه څارویو سره هم دبې رحمانه سلوک له کولونه منع کړیده او څارویو باندې دبارونو په وړو او سورلۍ کولو او ورته داوبو او خوړو ورکولو په اړه یې تاکید کړی دی او دزیات بار وړلو او دګڼو کسانو دسوریدو څخه یې منع کړیده ( ددارلعلوم دیوبند دمیاشتنۍ مجلې په مننه)

About admin