Home » علمي شخصیات » علامه ابوالوفاء الافغاني(رحمه الله )

علامه ابوالوفاء الافغاني(رحمه الله )

لیکوال :مفتی محمدګل سعید

په دې کې شک نشته چې د وفات شويو انسانانو تذکره او د ژوند حالات بيانول د هغوى ياد را ژوندى کوي، ياد يې لا څه، داسې ده لکه هغوى چې پخپله بېرته را ژوندي کيږي .ویل کیږي:مات مَيّتٌ والذِّکر يُحِییه.ژباړه:انسان مړ شو خو ياد يې بېرته دى را ژوندى کوي.

داسلامي نړۍ لوی مؤرخ امام شمس الدين محمد بن عبد الرحمن السخاوي (متوفى ٩٠٢ هـ) پخپل کتاب ( الإعلان بالتوبيخ لمن ذم التاريخ ) کې د ابو العباس احمد بن علي بن ابي بکر الميُورقي قول را نقل کړى چې وايي: مَن وَرَّخ مؤمناً فکأنَّما اَحْياه،ومَن قَرَأَ تاريخَه فکأَنَّمَا زَارَه.ژباړه:چاچې د مؤمن تاريخ بيان يا وليکه داسې ده لکه هغه يې را ژوندى کړ، او چاچې د مؤمن تاريخ ولوست داسې ده لکه د هغه سره يې ملاقات وکړ.

زمونږګران  هېوادافغانستان لله الحمد تر بل هرهېواد، اولس  او ټولنې زيات د مېړونو  درلودو وياړ لري، ددې هيواد نوميالي د تاريخ په ګواهۍ د ژوند د هر ډګر ( علمي ،جهادي ،سياسي، هنري ، عسکري او …)  اتلان  پېژندل شوي دي، دې هېواد هر وخت په خپله غيږ کې په زرهاووويښ عالمان، پوهان، عارفان، اديبان، باتور غازيان او فاتحين رالوی کړي دي.

مونږپرخپله خاوره ډیرې داسې نومورکې علمي څېرې لروچې نه یواځې یی علمي شهرت پخپله خاوره کې لاره بلکې دخپل هیوادپه پرتله یی پوهه،ځیرکتیا،هڅې ،خوارۍ ،علمي څیړنې دنوروځایونوخلکوښې پيژندلي اوپه خپلوتاریخونواوتذکروکې یی دهغویادترخپله وسه ژوندی ساتلی،خو  په دې څه  باندې درو لسيزو کې چې د افغان اتل اولس  برخليک د خپل ټاټوبي او خپلو امکاناتو او وزلو پرځاى اوس له کوره بهر په نورو نورو لاملونو ټاکل کېږي او بېکورۍ، جلاوطنۍ ، وژنې ، تړنې ،شړنې، اوسپکونې زموږ د پتمن  اولس برخليک ګرځېدلى دى، دخپلواسلافوياد يی  ترينه هيرکړی دی اوافغان ولس په دغسې بیړني اوڅپڅپاندبهيرکې چې له يوه دښمن نه يي لادارام ساه نه وه اخيستې چې له بل لوی استعمارسره مخ شوڅرنګه به وکولای شي چې د خپلواسلافواورجالوپه هکله مستندتاريخ جوړکړيپه داسې حال کې چې دملي مشرۍ او مخورتوب  مدعيان مو دخپلو لېونيو  هوسونو په سيند کې ډوب په اولس پلورنه لګيا دي، خوبياهم لله الحمدچې افغان ولس په پوره میړانه اواتلولۍ په روان جهادي بهیرکې هم  ترخپله وسه کوښښ کوي چې دتورې ترڅنګ قلم  له لاسه  ونه غورځوي اودخپلواسلافوژوندلیکونه ولیکي ترڅوچې دهغوۍ ارواوې خوشاله شي اوځوان کهول  ترینه درس واخلي.زمونږدګران هیواددنومورکوعالمانواوپردیسوپوهانوله ډلې نه یوهم ابوالوفاء افغاني دی ،چې په پوهه اوعلمي رسوخ باندې یی ټول مؤرخین اعتراف کوي،په دې لاندې څوکرښوکې مودهمدې سترې علمي څېرې په هکله  یولړمعلومات راغونډکړي دي،خدای دې دده روح پرې خوشاله کړي .

نوم ،زوکړه اوزده کړه :مولوي  سيد محمودشاه اخونزاده د سيد مبارک شاه قادري حنفي زوى مشهور په ابو الوفاء افغاني د اسلامى نړۍ ستر عالم اوداوسنۍ پيړۍ لوی پو هاندؤچې په (١٣١٠ ﻫ)کال دذى الحجې په مياشت د کندهار د ارغستان په سيمه کې زېږېدلى دى .دى دمعاصرافغانستان له لويوعلمي اوادبي مشاهيروڅخه دى چې دكندهار ښاركې اوسېده اودتدريس حلقه يې دعلامه حبيبى مرحوم دكورنۍ په جومات كې فعاله وه .

زده کړه اوتدریس:ابو الوفاء افغاني ابتدائي زده کړه د خپل هېواد له عالمانو څخه کړې ده،دمروجه ديني علومو دزده كړې لپاره پیښورته  لاړ،څه تحصیلات یی هلته په کوهاټ کې وکړل بیارامپور ته لاړهلته یی هم څه وخت تېرکړ، له څه مودې تيرولووروسته يې بيا گجرات ته سفر وكړ، هلته يې څه موده تيره كړه ، بيا د لوړو زده کړ ولپاره دکن حيدر آباد ته ولاړ او هلته يې د هغه ځاى او د هند د نور وسيمو له عالمانو لکه شيخ الهند مولينا محمود الحسن اومولينا انورشاه کشميرياونورو عالمانوڅخه زده کړې وکړې، کله چې د دوديزوديني علومو له زده کړې فارغ شو نو د حيدر آباد په نظاميه مدرسه کې د استاذ په توګه وټاکل شو .

داافغان نومیالی پوهاندچې هلته یی په ابوالوفاء افغاني شهرت موندلی په ختیځوعربی علوموکې لکه فقه ،اصول ،تفاسیر،احادیث ،صرف،نحو،معقول ،پخوانۍ فلسفه ،ریاضي ،ادبیات ،پخوانی هیئت اونورورواجي علوموکې دډیرمهارت څښتن ؤ.

ابو الوفاء افغاني د قرآن عظيم قاري، لوى فقيه، مفسر او محدث ؤ او په اسلامي علو مو کې يې ډېر مهارت درلود، دى پر پښتو سربېره په عربي دري او هندي ژبوهم ښه پوهېده، ټول وخت يې په زهد، تقوٰى او تدريس تېراوه، د قرائت علم يې د بيلا بيلو مکتبو له مخې تدريساوه، وايي چې کله ده په دکن کې استو ګنه کوله، نو هلته د نظاميه مدرسې استاذ وټاکل شو او پر هغه سر بيره د ((احياء المعارف النعمانيه))  د مو سسې مدير او رئيس هم ؤ، چې نادر نادر کتابونه يې چاپول او د هغه کتابو تصحيح او تحشيه د ده پر غاړه وه او زياتره پکې د دوى خپل تاليفونه او تعليقات ؤ اروښاد مولوي ابوالوفاء صاحب شاعرهم ؤ،پښتو شعرونه يې په طلوع افغان كې خپرېدل.نوموړی ښه نطاق هم ؤمجلس یی په چانه درنیده ځکه چې ده دهرمخاطب سویه په نظرکې نیوله،ده به همیشه دخپل ولس ځینې ناوړه اوناروادودونه اورواجونه غندل  اوپه دې لاره کې یی زیات زیارکښلی ؤ. علامه حبيبى مرحوم چې كله په كندهاركې ((دطلوع افغان)) اخبارچلاوه دكن حيدرآباد ته يې دمولوى ابوالوفاء دمطالعې لپاره منْظم ورليږه، ابوالوفاء صاحب ترمرګه پورې افغاني پاسپورت له ځانه سره ګرځاوه اوهركال يې ويزه ورنوې كوله،دكابل له پښتو ټولنې سره يې رابطه درلوده اوپه ځينو ادبي برخوكې يې علمي لارښوونې ورته كولې اوخپل نظريات يې ورته ليكل .

 مولوي  صاحب له يوه پلوه درويش، عابد او زاهد ؤ، خو ورسره نوميالى عالم او محقق ؤ، پر خپلو افغاني رواياتو، زهد او تقوا ښو اخلاقو، تواضع اوعلمي پلټنو سخت ولاړ و، مجلس يې خو ږ او پراخ و، د خپلو تېرو صالحينو د علم او عمل ښه نمونه و مرشدانه شفقت محبت او مهراباني يې درلوده، او يو شمېر شاګردان يې پرېښوول چې په حقيقت کې د ده علمي ترکه ده.

علمي مقام: مولو ى صاحب د علم او د کتابونو د مطالعې سره دومره ډېره مينه درلوده چې واده يې ترپايه ونه کړ او خپل ټول عمر يې د دين خدمت ته وقف کړى ؤ، ځکه نو د اسلامي نړۍ ستر ليکوال شيخ عبدالفتاح ابو غده پخپل کتاب العلماء العذاب الذين آثروا العلم على الزواج  ۱۲۳مخکې د  مولوي  صاحب نوم هم د هغو عالمانو په لړ کې ليکلى چې هغوى د علم سره د زياتې مينې له امله يې نکاح ترک کړې او ودونه يې نه دي کړي .

شيخ عبد الفتاح ابو غده دخپل  کتاب العلماء  العذاب  الذین اثرواالعلم  علی الزواج  ۱۲۳مخ کېليکلي دي : وعاش عزبًا فريدًا متبتلاً متعبدًا زاهدًا ورعًا قائم الليل محافظًا على السنن النبوية کلَّ الحفاظ يکره ترک المستحبات ويعمر اوقاته بالمطالعة والافادة والتحقيق والتعليق وتلقين العلم لشباب العلماء والمستفيدين يقول کلمة الحق ولايخاف فى الله لومة لائم.

دژباړې  خلاصه:مولوی صاحب په تجرداوانزوا،زهداوتقوی  کې ژوندتیرکړ،دشپې به یی  دالله تعالی عبادت کاوه ،دنبوی سنتوپابندؤ،مستحبات یی هم نه پریښودل ،ټول وخت یی په مطالعه ،افاده،تحقیق  ،تعلیق اوځوان کهول ته په ښوونه  اواستفاده کې تیراوه،همیشه به یی حق وایه اوپه حق ویلوکې دملامتي ویونکي له ملامتیا نه ویریده.

مولوی صاحب دافغانستان دخپلواکۍ دګټلوپه دوهم کال چې دڅه وخت لپاره کندهارته راغلی ؤ،داتیاتنوطالبانوپه شاوخواکې پرې راغونډشوي ؤچې ددیني علوموپه بیلابیلوبرخوکې یی ورڅخه زده کړې کولې.بیاهندته لاړاوهلته یی زیات شمیرشاګردان وروزل .پنځلس کاله وروسته بیاافغانستان ته راغی اوداپلاهم ډیروشاګردانوزده کړه ځینې وکړه اوبیابیرته دکن ته لاړ،شپاړس کاله وروسته بیاکندهارته راغی اوډیرعالمان اوپوهان یی له مجلسه مستفیدشول،وروستی پلاد۱۳۴۹ش کال په وږی کې وطن ته راغی چې ترڅه مودې وروسته بیرته دکن ته لاړاوبیاترمرګه هلته پاتې شو.

علمي نوښتونه اولیکنې :ابو الوفاء افغاني د تجويد په علم کې د دليل القرآن په نامه په پښتو ژبه يوه رساله په هندکې و ليکله چې طالبان يې په درس کې لولي او څو واره چاپ شوې ده.وایی چې یواځې په مصرکې یی دوه اتیاکتابونه په مختلفوموضوعاتوکې چاپ شوي دي . دا لاندې کتابونه یی مستقيمًا پخپل قلم تصحيح، تحشيه، ترتيب او چاپ کړي دي:

١کتاب الرد على سير الاوزاعى

٢کتاب الحجة على أهل المدينة د امام محمد بن حسن شيبانى څلور ټوکه.

٣مختصر الطحاوي فى فقه الحنفية دامام ابو جعفر احمد طحاوي.

٥کتاب اختلاف ابى حنيفه وابن ابى ليلى دامام ابو يو سف .

٦کتاب الا صل دامام محمد بن حسن شيبانى په ډېر وټو کو کې .

٧الجامع البخارى فهارس د مولینا رضوان محمد رضوان .

٩کتاب الخراج د امام ابو يوسف .

۱۰ــــ  شرح صدرالشهیدلکتاب النفقات علی الاقارب

۱۱ــــ  الجامع الکبیردامام ابوحنیفه دشاګردامام محمدبن حسن چې په ۱۸۹ق کال کې مړدی.

۱۲مناقب الامام الاعظم وصاحبه دحافظ شمس الدین ذهبي .

۱۳ـــــــ  العالم والمتعلم  دامام ابوحنیفه .

۱۴ـــــ  کتاب الاثار دمحمدبن حسن شیباني.

۱۵ـــــــــ  الحجة علی اهل  مدینه.دامام محمدبن حسن شیبانی په څلوروټوکوکې.

علامه ابوالوفاء افغاني هروخت  له افغاني مفاخرونه په کلکه دفاع کوله ،نوځکه دهنددعالمانوترمینځ په افغاني مشهورؤاوکله کله به یی حنفی امام هم باله.نوموړی دافغانستان له افتخاراتوڅخه دى خوله بده مرغه چې دخپل پلارونيكه په ټاټوبې كې يې قدرچانه دى كړى نه دده په نامه كومه علمي موسسه نومول شوې ده اونه يې په ياد كنفراسونه اوغونډې جوړې شوي دي، ددې خاورې دبچيانوله استعداد څخه په پرديوملكوكې ډيره ګټه اخيستل شوې ده.پوهاندميرحسين شاه صاحب په يوه ليكنه كې كښلي دي چې ددوئ دتحقيقاتوله مخې دتاج محل ماڼۍ سر مهندس (احمدمعمار) دكندهار ؤ ددې وطن ماهران نوروته تاج محلونه جوړولاى شي خوپخپله مېنه كې دكوډلوددرلودلوتوان نه لري.ابوالوفاء افغاني دمصر،هند،استانبول اوشام دزیاتوپوهانوسره یی علمي روابط درلودل،اودهغوهیوادومطبوعات دده له نامه سره ښه اشناؤ،په افغانستان،پښتونستان اوهندکې دډیروعالمانو،پوهانواودانشمندانواستاذؤ،چې یوله هغوڅخه پوهاندعبدالحی حبیبي دی چې قران عظیم یی له تجوید،صرف اونحوې سره له ده نه لوستی ؤ.

مړینه:دغه ستر عالم اونو ميالى پوهاند د (١٣٩٥ ﻫ ق) کال د رجب په ١٤ مه چې د۱۳۵۴ش کال دزمري په اوله د چهارشنبى په ورځ د سهار په اووبجو د پنځه اتيا کالو په عمر په دکن حيدر آباد کې وفات شوى دى او هملته ښخ دى .

د مولوي صاحب په مړينه افغانستان، پاکستان او هندوستان خپل وير او غم څرګند کړى دى چې د نمونې په توګه د (الحق) جريدې د ١٩٧٥ م کال د دسمبر د لسمې ګڼې د يو څو ليکو ترجمه راوړو، دا جريده د پېښور د اکوړې د حقانيه دار العلوم څخه په اردو ژبه خپريږي دا جريده ليکي: د هندوستان په حيدر آباد کې تيره مياشت حضرت مولیناابو الوفاء افغاني قدس سره وفات شو، مرحوم په علم، فقه، تقوا، زهداوذاتي کمالاتو کې د زمانې طاق او دحنفي فقهې د لويو امامانو څڅه ؤ، چې خپل ټول عمر يې د حنفي امامانو د آثارو د راژوندي کولو او دحنفي فقهې د ماخذونو په ښکاره کولو مصروف کړى دى د هغو په راژوندي کولو او چاپ کولو کې يې همت کړىدى ، ده تل په ګمنامۍ او انزوا کې ژوند تير کړىدى، د ده وفات د ټول عالم اسلام په زياته بيا د حنفي فقهې د مذهب پيروانو ته يوه الم ناکه لويه سانحه ده، خداىتعالى دې ده لره د خپل مقام قرب ورعطا کړي.

دبمبي دانقلاب ورځپاڼه د۱۹۷۵م کال داګست په دریمې  (د۲۱۸ګڼې اته دیرشم ټوک دریم مخ) کې دمولوی ابوالوفاء افغاني دمړینې په هکله داسې لیکي: دحیدراباددلجنة احیاء المعارف النعمانیه دصدرحضرت مولیناابوالوفاء المناک وفات نه یواځې دهنداوپاکستان داهل علموپه منځ کې بلکه دټولې نړۍ په علمي حلقوکې په ډیرتأسف اوخواشینۍ اوریدل شوی دی.ددغه استادشریف شخصیت دمشیخیت اوعلمیت لطیف ممزوج ؤ،چې نظیریی لږپیداکیږي.له یوه پلوه درویش،عابد،زاهداوخدای پرسته ؤ،خوپه عین حال کې زبردست عالم اومحقق ؤ،چې په علمي دنیاکې یی مسلم شخصیت درلود،اودعالمانواومحققانوپه لومړی صف کې شمیرل کیده اوپنځوس کاله یی ددکن په حیدرابادکې دحنفی فقهې نادروکتابونوپه موندلواوچاپولواوشاګردانوروزلواوعلمي مشاغلوکې تیرکړل اوپه کلوکلوددکن دحیدراباددنظامیه مدرسې مدرس اوددائرة المعارف النعمانیه مشرؤ،چې دزړواونووطبقوڅخه یی پیاوړي مخلص شاګردان درلودل،په خپلوافغاني روایاتو،زهداوتقوی،ښواخلاقو،تواضع اوعلمي پلټنوسخت پابندؤ،مجلس یی خوږاوپراخ ؤ،دخپلوتیروصالحینودعلم اوعمل ښه نمونه ؤ،مرشدانه شفقت ،محبت اومهرباني یی درلوده اوترځان وروسته یی یوشمیرلوی شاګردان ،پیروان اومخلصان پريښودل چې په حقیقت کې دده علمي ترکه ده.

                                                   روح دې ښاداویاددې تل وي اولاره دې له لارویانوډکه وي

About admin