Home » د صحابه ؤ سیرت » ابو سلمه عبدالله مخزومي رضی الله تعالی عنه

ابو سلمه عبدالله مخزومي رضی الله تعالی عنه

حضرت ابو سَلَمَه عبدالله بن عبدالاسد د قريشو بنو مخزوم قبيلې ته منسوب او د رسول اکرم صلى الله عليه وسلم له نژدې خپلوانو څخه وو، د هغه مور بره بنت عبدالمطلب د سرور کاينات صلى الله عليه وسلم ترور وه او د بخاري او مسلم د وينا له مخي حضرت ابو سَلَمَه د رسول الله صلى الله عليه وسلم رضاعي ورور هم وو، يعني حضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم، حضرت ابو سَلَمَه او حضرت حمزه درېواړو ته حضرت ثويبه شيدې ورکړي وې.

حضرت ابو سَلَمَه رضي الله تعالى عنه مخزومي او د هغه مېرمن اُم سَلَمَه رضي الله تعالى عنها هند بنت ابي اميه په هغه وخت کي د حق دعوت ته لبيک وويل، چي لا رسول اکرم صلى الله عليه وسلم د حضرت ارقم بن ابي الارقم په کور کي دېره نه وه نيولې ، يعني د بعثت په لومړيو درېو کلونو کي، چي د مؤمنانو شمېر د گوتو د شمېر په اندازه وو او د اسلام نوم په خوله اخيستل د مرگ او ژوبلي او سختو مصيبتونو د اور بټۍ ته وردانگل وه.

د مکې عامو خلکو په ظاهري لحاظ په عيش او نوش او مزو چړچو کي شپې تېرولې او د هوا هوس په څپو کي غرق وه ؛ مگر مؤمنان يعنې د خداى هغه بندگان، چي د ژوند او مرگ په اصلي فلسفه پوهېدلي وه ، د کايناتو له رمزونو سره اشنا شوي وه او په هغه بلني پسې روان شوي

وه، چي په رښتينې توگه د فلاح او سعادت لاره ده. هغو له درنو کړاوونو سره لاس او گرېوان وه . حضرت ابو سَلَمَه رضي الله تعالى عنه له همدې ډلي څخه وو او د بعثت تر پنځم کال پوري يې د مشرکانو وحشيانه ظلمونه په سړه سينه وزغمل، هېڅ يو مصيبت هم د هغه په محکمه او راسخه عقيده کي څه سستي رانه وستله ځکه، چي هغه په دې پوهېده، چي دا الهي سنت دى ، چي د کاميابۍ او سعادت لاره د خداى د رضا او جنت لاره د سختيو په منځ کي تېره شوې ده او د دوزخ لاره د خوندونو او عياشيو په منځ کې تېره سوې ده .

کله چي پنځه کاله پرله پسې د حق د شمعي پتنگان د نور او رڼا د دښمنانو د لاسه د ظلم په ژرنده وڅرخېدل او سړه ځمکه ورباندې هر وخت سره وه نو سرور کاينات صلى الله عليه وسلم اجازه وکړه، چي حبشې ته هجرت وکړي، هغي ځمکي ته چي د هغې واکمن نجاشي يو خواخوږى انسان وو د پردېسو مظلومانو حمايت او ملاتړ يې کاوه.

د مهاجرينو لومړنۍ ډله پېنځلس کسان وو، يوولس نارينه اوڅلور ښځي، چي په هغو کي ابو سَلَمَه رضي الله تعالى عنه او اُم سَلَمَه رضي الله تعالى عنها دواړه شامل وه.

له هجرت څخه درې مياشتي وروسته د هغو غوږ ته اوازه ورسېدله، چي مشرکانو ايمان راوړى دى يا دا چي له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره يې سوله کړې ده او مؤمنان نه ځوروي؛ نو ددې خبر په اورېدلو مکې ته راستانه شول؛ خو کله يې ، چي وليدل، چي د مشرکانو وحشت د پخوا څخه لا زيات شوى دى؛ نو مجبور شول، چي د عربو د تعامل سره سم هر يو په مکه کي د خپلو خپلوانو ننگه او حمايت تر لاسه کړي.

ابن هشام ليکلي دي، چي حضرت ابو سَلَمَه رضي الله تعالى عنه د خپل ماما ابو طالب په کور کي پناه واخيستله. د بنو مخزوم قبيلې خلکو ابو طالب ته گواښ وکړ، چي يو خو تا له پخواڅخه خپل وراره محمد صلى الله عليه وسلم په خوا پوري نيولى دى او ملاتړ يې کوې او بل دي اوس زموږ د قبيلې سړي ابو سَلَمَه ته پخپل کور کي پناه ورکړه، موږ دا نشو منلى.

ابو طالب ځواب ورکړ: محمد رسول الله صلى الله عليه وسلم زما وراره او ابو سَلَمَه مي خوريى دى، زه که دا حق لرم، چي خپل وراره ته پناه ورکړم دا حق هم لرم، چي خپل خوريي ته پناه ورکړم.

له دې پېښي څخه وروسته د حق دښمنانو، چي د حق د پلويانو د صبر او استقامت په ليدلو يې د توحيد د انقلاب وېره او خطر په زړه کي ورځ په ورځ زياتېده پر مسلمانانو يې د خپلو ظلمونو لړۍ لا زياته کړه، چي په نتيجه کي رسول الله صلى الله عليه وسلم يو ځل بيا هدايت وکړ، چي حبشې ته هجرت وکړي. دا ځل، چي د بعثت شپږم کال وو ٨٣ نارينه او شلوښځوهجرت وکړ، چي د مهاجرينو په دې قافله کي هم حضرت ابو سَلَمَه رضي الله تعالى عنه او د هغه مېرمن اُم سلمه رضي الله تعالى عنها شامل وه او د بعثت تر دولسم کاله پوري په حبشه کي پاته شول.

له نبوي هجرت څخه دمخه يې مکې ته تشريف راووړ؛ خو کله يې، چي وليدل، چي د اسلام او مسلمانانو په مقابل کي د خداى د دښمنانو د غوسې اور له پخوا څخه زيات تاوجن دى؛ نو د نبوت په ١٢ کال يې مدينې ته د هجرت اراده وکړه.

په دې وخت کي د هغه ټوله شتمني يو اوښ وو. خپله مېرمن اُم سَلَمَه رضي الله تعالى عنها او خپل زوى سَلَمَه يې پر اوښ سپاره کړل او پخپله پياده ورسره روان شو. د حضرت اُم سَلَمَه رضي الله تعالى عنها قبيله بنو مغيره، چي خبر شول؛ نو راغلل، اوښ يې محاصره کړ او ابو سلمه رضي الله تعالى عنه ته يې وويل: ته کولاى شې ، چي لاړ شې؛ خو زموږ خورلڼه درسره نه پرېږدو. هغوى اُم سَلَمَه رضي الله تعالى عنها له اوښ څخه کښته کړه او له ځان سره يې بوتله او د ابو سَلَمَه رضي الله تعالى عنه د قبيلې خلک راغلل سَلَمَه يې له خپلي مور څخه جلا کړ او هغو ته يې وويل، تاسي ، چي خپله لور زموږ له تربور څخه بېله کړه موږ خپل هلک نه پرېږدو، چي له تاسې سره لاړ شي .

علامه بلاذري رحمه الله ليکلي دي، چي په دې کشمکش کي د حضرت سَلَمَه د لاس هډوکي مات شو، چي بيا د مرگ تر وخته پورې سم جوړ نه شوه.

ښځه پر يوه او زوى پر بله خوا ولاړه ؛ خو ددې دردوونکي منظر له ليدلو سره سره ابو سَلَمَه رضي الله تعالى عنه پر خپل زړه د صبر غټه تيږه کېښودله او يواځي د مدينې پر لور روان شو. له حق سره د مينې په خاطر درې کسيزه کورنۍ درې ټوتې شوه، اُم سَلَمَه رضي الله تعالى عنها د بنو مغيره په قبيله کي ، سَلَمَه د بنو مخزوم بنو عبدالاسد په کورنۍ کي او ابو سَلَمَه عبدالله رضي الله تعالى عنهه په مدينه منوره کي . درېواړو يو له بل څخه د جدايۍ غمونه گالل. حضرت اُم سَلَمَه رضي الله تعالى عنها به يو کال مسلسل هر سهار له کوره راوتله، ټوله ورځ به پر ابطح نومي غونډۍ باندي ناسته وه ژړا او زارۍ به يې کولې. يوه ورځ د بنو مغيره يو زړه سواندي سړي د هغې دا حالت وليده زړه يې پر وسو ، د خپلې قبيلې افراد يې راټول کړل او هغو ته يې وويل:

“دا ښځه زموږ خپله وينه ده، موږ به تر څو پوري دا له خپل مېړه او زوى څخه جلا ساتو. اې بنو مغيره! دا ظلم دى او زموږ قبيله د خپل شرافت او شجاعت له امله ظلم نه خوښوي”. د هغه د وينا په اورېدو سره د خلکو په زړونو کي رحم پيدا شو، حضرت اُم سَلَمَه رضي الله تعالى عنها ته يې وويل: کولاى شې، چي ولاړه شې مدينې ته او له خپل مېړه سره يو ځاى ژوند وکړې.

بنو عبدالاسد، چي خبر شول، هغو هم سَلَمَه خپلي مور ته وسپاره. حضرت اُم سَلَمَه رضي الله تعالى عنها خپل زوى په غېږ کي واخيست، پر اوښ سپره شوه او د مدينې لاره يې په مخ کي ونيوله . د مکې وادي ته نژدې په تنعيم نومي ځاى کي د بنو عبدالدار قبيلې يو شريف انسان عثمان بن طلحه، چي له حديبې څخه وروسته په اسلام مشرف شوى وو په مخه ورغى، پوښتنه يې ورڅخه وکړه: اې د ابن اميه لوري! چيرته ځې؟

ځواب يې ورکړ: مدينې ته.

پوښتنه يې وکړه: څوک درسره دي؟

ځواب يې ورکړ: الله او بل زما دا ماشوم زوى.

عثمان بن طلحه ته غيرت ودرېده، د هغې د اوښ ترڅېرى يې ونيوه او ورسره روان شو.

کله به، چي شپه راتله؛ نو اوښ به يې په يوې ونې پورې تاړه، پخپله به هم لېرې په يوه گوښه کي ويده کېدى او چي سهار به شو، بيا به يې اوښ راوسته. اُم سَلَمَه رضي الله تعالى عنها او سَلَمَه رضي الله تعالى عنه به پر اوښ سپاره شول، هغه به پياده ورسره روان وو، تر څو چي د مدينې قباء نومي ځاى ته ورسېدل، هلته چي حضرت ابو سَلَمَه رضي الله تعالى عنه دېره وو.

حضرت ابو سَلَمَه رضي الله تعالى عنه د خپلي مېرمني او ماشوم زوى په ليدلو له حده زيات خوشحاله شو او د الله تعالى شکر يې ادا کړ. عثمان بن طلحه بېرته د مکې خوا ته روان شو.

حضرت ابو سَلَمَه رضي الله تعالى عنه به تل دا خاطره يادوله ويل به يې: “د اسلام په خاطر د ابو سَلَمَه له کورنۍ څخه زيات به پر چا باندې غمونه نه وي راغلي او له عثمان بن طلحه څخه زيات شريف او خواخوږى انسان مې بل نه دى ليدلى”.

حضرت ابو سَلَمَه رضي الله تعالى عنه او د هغه مېرمن اُم سَلَمه رضي الله تعالى عنها درې ځلي هجرت کړى دى. دوه ځله حبشې او يو ځل مدينې منورې ته گواکي د ژوند يوه برخه يې د خداى د رضا لپاره په پردېسۍ او محروميت کي تېره کړه. کله چي رسول اکرم صلى الله عليه وسلم مدينې ته هجرت وکړ؛ نو د مواخات د عقد په لړ کي يې د حضرت ابو سَلَمَه

رضي الله تعالى عنه ورور ولي د مشهور انصاري صحابي حضرت ابو خيثمه رضي الله تعالى عنه سره برقراره کړه او د هغه د استوگني لپاره يې يوه ټوټه ځمکه ورکړه چي هغه پکښي مېنه ودانه کړه او پکښي مېشت شو.

حضرت ابو سَلَمَه رضي الله تعالى عنه نه يوازي د اسلام د روښانه لمر د راختو له لومړيو وختونو راهيسي د دعوت د دور بې شمېره ستونزي وزغملې؛ بلکي د جهاد د گرم سنگر يو اتل سپاهي هم وو. د هجرت د دويم کال د رمضان په مياشت کي، چي کله د بدر تاريخي غزا منځته راغله او په هغې کي درې سوه ديارلس تش لاسو مؤمنانو د کافرانود زرکسيزه مجهز لښکر د مقابلې لپاره د قربانۍ او سرښندني په توده ولوله ميدان ته ور ودانگل په دې وخت کي حضرت ابو سَلَمَه رضي الله تعالى عنه ددغي مشهوري معرکې يو سرښندونکى برخه وال او د اسلامي لښکر يو نامتو عسکر وو.

يو کال وروسته، يعني د هجرت په درېيم کال د اُحد تاريخي غزا منځته راغله ، حضرت ابو سَلَمَه رضي الله تعالى عنه په دې غزا کي هم له سرور کاينات صلى الله عليه وسلم سره ملگرى وو. د جگړې په دوران کي د ابو اسامه جشمي په نوم يو مشرک په کمين کي ناست او پر هغه باندې يې د يو زهرجن غشي وار وکړ، چي د هغه مټ سخت زخمي شو. له يوې مياشتې علاج څخه وروسته په ظاهره روغ شو؛ خو د هغه غشي زهر ورو ورو د هغه په بدن کي کار کاوه، تر څو چي څه موده وروسته ډېر سخت ناروغ شو.

رسول اکرم صلى الله عليه وسلم د هغه پوښتنې ته ورغى کور ته، چي داخل شو حضرت ابو سَلَمَه رضي الله تعالى عنه په ځير ځير سره د هغه مبارک مخ ته وکتل او بې له دې، چي خبرې ورسره وکړي روح يې والوته په داسي شان چي تا به ويل د رسول الله صلى الله عليه وسلم راتگ ته د هغه روح ايسار وه.

سرور کاينات صلى الله عليه وسلم د هغه د جسد تر څنگ ودرېد او دعا يې وکړه: “الهي! دده قبر پراخ او روښانه کړه او له نور څخه يې مالامال کړه. خپل دغه بنده ته مغفرت وکړه او د سمې لارې د پيدا کونکو په ډله کي لوړه درجه ورکړه”.

په مسند احمد بن حنبل کي پخپله د اُم سَلَمَه رضي الله تعالى عنها دا روايت راغلى دى، چي: يوه ورځ ابو سَلَمَه د رسول الله صلى الله عليه وسلم له مجلس څخه ډېر خوشحاله راغى، راته يې وويل: نن د رسول الله صلى الله عليه وسلم وينا ډېر خوشحاله کړم. هغه وفرمايل: “يو مسلمان، چي د غم په وخت کې دا دعا وکړي، چي خدايه! په دې مصيبت کي راسره مرسته وکړه او ښه نعم البدل راکړه؛ نو خداى تعالى يې دعا قبلوي”.

کله، چي ابو سَلَمَه وفات شو زه ډېره غمجنه شوم او همدا دعا مې وکړه؛ خو په عين وخت کې مې فکر وکړ، چي له ابو سَلَمَه څخه به ښه نعم البدل څوک وي؟ کله چي زما عدت تېر شو او پخپله رسول الله صلى الله عليه وسلم راته د نکاح پيغام ولېږه؛ نو راته ثابته شوه، چي الله تعالى ماته له ابو سَلَمَه رضي الله تعالى عنه څخه ښه نعم البدل را په برخه کړ.

رضي الله تعالى عنه

About admin