Home » درس القرآن » له مؤمنانو سره دالله تعالی وعدې :

له مؤمنانو سره دالله تعالی وعدې :

قال الله تعالی :وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُمْ مِنْ بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا . . . (55) النور

ژباړه :  الله تعالی له هغوکسانوسره چې ایمان یې راوړی دی  له تاسوڅخه  اودنیکواوغوره اعمالو څښتنان دي  وعده کړي :

چې قسم دی  خوامخوابه  په زمکه کې خلیفه وګرزوم  دغه مؤمنان  ،لکه خلیفه چې موګرزولي ؤ هغه کسان چې وړاندي له دوئ تیرشوي دي ، همدارازبه  ارومرو دغومؤمنانوته  ددوئ دین  – چې الله تعالی ورته له نورودینونوغوره کړی – قوي اومحکم وګرزؤ، اودغومومنانوته به  ددښمنانودویري په بدله کې امن ورکړو، چې بیابه همدغه مومنان زماعبادت کوي  اوهیځ شریک به راسره نه نیسې  ؛

تشریح  : یعني هغه خلګ چې داسلام ددین کامله پیروي اومتابعت کوي  نوالله تعالی دوئ ته په قسم سره ددروڅیزونو وعده ورکوي ۱-  چې دوئ ته به دزمکې دخلافت واګې په لاس   ور کوي  ،لکه وړاندي چې هم الله تعالی داسې کړي دي ۲- اودوئ ته به داسلام دغه دین چې الله تعالی له نورودینونوڅخه غوره کړی  ده نورمحکم اوقوي کوي ،۳- اوپه دغه وقت کې به مسلمانانوته پوره ډاډ اواطمنان ورکوي چې  له کافرانوڅخه به هیځ ډول  نه ویریږي   ،اودالله تعالی عبادت به په ښه شان سره کوې چې دشرک اواختلاط به هیځ اثر ورسره نه وي  .

About admin