Home » علمي شخصیات » علامه مرغیناني صاحب الهدایة
هدایة

علامه مرغیناني صاحب الهدایة

دعلامه مرغیناني اصلي نوم علي اوکنیة یې ابوالحسن  اولقب یې برهان الدین دی ، دپلارنوم یې ابوبکر اودنیکه نوم یې عبدالجلیل دی ، دحضرت ابوبکر الصدیق رضی الله تعالی عنه له اولادي څخه ګڼل کیږي ، اودمرغینان چې دفرغانه یوه سیمه ده اوسیدونکی ؤ ،
علامه مرغیناني رحمه الله په کال ۵۱۱ هجري کې درجب په اتمه نیټه ددوشنبي په ورځ زیږیدلی ، اوهمهلته یې وده کړي ،
تحصیل :  علامه مرغیناني رحمه الله لمړی زده کړي په خپله سیمه کې ترسره کړي ، اووروسته مختلفوسیموته تللی اودوخت له سترو علماؤ څخه یې استفاده کړي ، دده داستادانو یو لوی فهرست دی چې ده په خپله مشیخه کې یادکړي ، البتة دځینو وتلو استادانو نومونه یې په دي ډول دي ، مفتی الثقلین علامه نجم الدین عمرالنسفي صاحب عقائدالنسفیة وغیره ، ابواللیث احمد بن ابی حفص عمر النسفي ، ابوالفتح محمد بن عبدالرحمن المروزي ، علامه ضیاء الدین بن الحسین البندیجي ، علامه ابوعبدالله محمد بن عبدالرحمن البخاري ، منهاج الشریعة محمدبن محمد، شیخ الاسلام بهاء الدین علی بن محمدالسمرقندي ، ابوالبرکات صفی الدین عبدالله ، اوداسي نور……….
 
علامه مرغیناني ټول علوم وویل ، اوله علوموڅخه له فراغت وروسته یې په تدریس پیل وکړ اوپه تدریس اوعلمي تجربه کې یې زیات شهرت وموند، اوله لیري لیري وطنونو څخه دطالبانو قافلي دده په لو ر راماتي شوي، دعلامه مرغیناني ددرس حلقه ډیره فراخه وه ، اوهرچاورپکې برخه اخستی شوه ،
دعلامه مرغینانی ددرس له حلقي څخه ډیر ستر ستر علماء اومشایخ فیضیابه شوي ، چې دځینو نومونه یې په دي ډول دی ،
شیخ الاسلام جلال الدین محمد ، علامه نظام الدین عمر ، شیخ الاسلام عماد الدین بن ابوبکر، شمس الایمة محمدبن عبدالستار بن محمدکروري ،  شیخ الاسلام الاشتروشنی ، برهان الاسلام زرنوجي ، قاضی القضاة محمدبن علي السمرقندي ، قاضي عمر اوداسي نور…………..

تصنیف اوتالیف :   د علامه مرغیناني په تصنیفاتو کې ، کفایة ، منتقي ، تجنیس ، مزید، مناسک الحج ، نشرالمذهب ، مختارات النوازل ، فرائض العثماني ، مختارالفتاوی ، اوداسي نور  ….. دعلامه مرغیناني دتبحر اوعلمي یادښت اودهغه ترټولو عمده اوبهترین تصنیف  اوتالیف دهغه کتاب الهدایة  ده هدایه چې دفقهي واړه احکام اومسائل یې نیولي ، په څلورو جلدونوکې یوستر بحر اوبي پایانه سمندر دی ، دهدایه عجیب اوغریب طرز دهغه بهترین انداز اوسلیقه  له کلونو اوڅوسلیزو راهیسي ددرسي نصاب په غیږ کې ځای موندلی ، اودعلم اوعرفان محفل یې تل تازه ساتلی ،
داویل بي ځایه نه دی چې دهدایه په برکت سره فقه حنفي ته خوراډیره ترقي اوپرمختیاورغلي ، همدالامل دی چې په فقه کې داولسونو ترمابین همداکتاب دډیرزیات باور مرجع بلل کیږي ،
علامه عمادالدین دهدایه دمصنف زوی دهدایه په هکله داسي لیکلي :
کتاب الهدایة یهدي الی الهدی    : :: : :  الی حافظیه  ویجلو االعمی
فلازمه واحفظ یاذاالحجی    :::::: فمن ناله نال اقصی المنی
 
اویوبل شاعر یې بیاپه هکله ویلي :
ان الهدایة کالقرآن قدنسخت ، ماصنفوا قبلهامن الشرع من کتب
فاحفظ قرآئتهاوالزم تلاوتها:::: یسلم مقالک من زیغ ومن کذب
 
خپله مصنف دهدایې په هکله داسي لیکي :
ماغوښتل په فقه کې یومختصر مګر جامع کتاب ولیکم ، اتفاقا زمالاس ته امام قدوري رحمه  الله مختصرالقدوري   راغی ، چې داپخپله یو عمده اوجامع کتاب ده ، له بلي خواچې مادجامع الصغیراهتمام اودهغه یادښت په خلګو کې ولید نومي له دواړو څخه دمسائلو انتخاب وکړ، اودبدایة المبتدي په نامه مي کتاب ولیکل ، اوداایراده مي هم درلوده که لوی خدای جل جلاله توفیق راسره مل ؤ زه به دهغه یوه شرحه هم لیکم ، چې نوم به یې کفایة المنتهی وي،
دمفتاح السعادة مصنف لیکي چې علامه مرغیناني دبدایة المبتدي یوه مفصله شرحه ولیکله چې په اتیا »۸۰؛ ټوکه کې وه ، اوبیایې دهغي شرحي اختصاروکړ اودهغي نوم یې هدایه کيښود چې داپه څلورو ضخیمو ټوکو نو کې ده ،

رحلت اووفات :
علامه مرغیناني رحمه الله په کال ۵۹۳ هجري کې دذوالحجة په ۱۴ لسمه دسه شنبي په ورځ له دي فاني نړۍ سترګي پټي کړي
اوله ده څخه درې زامن ، علامه عمادالدین ، علامه نظام الدین عمر ، علامه جمال الدین محمدچې درې واړه دوخت سترعلماء ؤ پاته شول ،
 

About admin