Home » بېلا بېلي لیکني » سرودونه (موسیقي)

سرودونه (موسیقي)

لیکوال : مفتی محمدګل سعید

داسلام سپيڅلی دین په اصل کې دیومقدس هدف نوم دی،چې هغه دالله تعالی راضی کول دي، دغه هدف به انسان ته دژوندانه په هره برخه کې مهمه اوبنیادي ِغوښتنه وي،همداوجه ده چې هرهغه څه چې دانسان اومسلمان له هدف اومقصدحیات سره اړیکې اوارتباط نه لري،هغه ته لغوه اوعبث ویل کیږي.دعبثیاتوله ډلې نه یوهم ټنګ ټکوراوموسیقي دی چې خلک دخپل حقیقي خالق له عبادت نه په غفلت کې اچوي.الله تعالی په قران کریم کې فرمایلي دي:

ومن الناس من یشتری لهوالحدیث لیضل عن سبیل الله بغیرعلم ویتخذهاهزوااولئک لهم عذاب مهین.

ژباړه:اوله همدې انسانانوڅخه داسې څوک هم شته چې چټي اوبابیزه خبرې پيري چې خلک دالله تعالی له لارې په بی علمۍ سره ګمراه کړي اوددغې لارې په بلنې پورې مسخرې وکړي،دغسې خلکولپاره سپکوونکی عذاب دی.

په تفسیرطبري کې ذکردي چې له عبدالله بن مسعودڅخه پوښتنه وشوه چې لهوالحدیث څه ته وایی او مرادترینه څه شی دی،ده ورته وفرمایل چې مرادورنه غناء (سندرې ) دي.همدارنګه عبدالله بن عباس اوجابررضی الله عنهم هم ویلي دي چې مرادورڅخه سندرې دي .حافظ ابن کثیرددې ایت په تفسیرکې ویلي دي :وقال الحسن البصری نزلت هذه الایة فی الغناء والمزامیریعنې حسن بصري رحمة الله علیه ویلي چې داایت دسندرواوشپيلیووهلوپه هکله نازل شوی دی.همدارازدکتاب الله له ډیرونصوصونه دسرودونواوسندروممنوعیت ثابت شوی ،لکه الله تعالی فرمایی:أفمن هذاالحدیث تعجبون وتضحکون ولاتبکون وانتم سامدون دانتم سامدون مراداومعنی عبدالله بن عباس (ض) اومجاهد(ح) سروداخیستی ،اودحمیراواهل یمن په اصطلاح کې سمدسندرې ته وایی .

په بل ایت شریف کې راغلي دي :واستفززمن استطعت منهم بصوتک واجلب علیهم بخیلک ورجلک الایة .

ژباړه: اووخوځوه (راګیرکړه) هغه څوک چې طاقت دې رسیږي په هغه باندې له دوي څخه په غږاواوازخپل سره فسادته اوراټول کړه په دوی سپاره اوپياده خپل .

دلته هم دحضرت مجاهد(ح) اوزیاتوعلماؤسلفواوخلفوپه نزدموسیقي اومزامیرمرادکړل شوي دي.همدارنګه له (ولایشهدون الزور)څخه دزورتعبیراوتفسیرامام مجاهد،امام ابوحنیفه،محمدبن حنفیه اونوروعالمانوپه سرودسره کړی دی، اوهمدارازدلغوتفسیرپه دې ایت کې (واذامرواباللغومرواکراما) په سروداوسندروسره شوی دی.په حدیث شریف کې ذکر دي :ان الغناء ینبت النفاق فی القلب کماینبت الماء البقل .ژباړه:سندرې په زړه کې داسې نفاق پیداکوي لکه څرنګه چې اوبه په پټي کې کښت راټوکوي اوزرغونوي.له دې حدیث شریف نه معلومه شوه چې په موسیقي اوسندروباجوکې مشغول کیدل په زړه کې نفاق پیداکوي اوداشيان دمسلمان لپاره دهغه دایمان دضایع کیدوسبب جوړیدلای شي.عالمانوپه دې کې ډیرغوراوفکرکړی دی چې په دومره ګناهونوکې د موسیقي څه خصوصیت دی چې په دې سره نفاق پيداکیږي ددې خبرې لنډیزدادی چې دسروداوموسیقي اول خصوصیت دادی چې دادقران کریم مخالف دی اوپه یوحدیث کې دې ته دشیطان قران ویل شوی دی اودشیطان قران خویواځې نفاق پیداکوي نه ایمان نودتقابل یی درې وجوهات دي .

۱ـــــ په سرودکې مصروف کیدل دومره غفلت پیداکوي چې په انسان کې په قران کریم باندې دپوهیدلواوپه هغه باندې دعمل کولوجذبه اوشوق کمزوری کوي اویا یی ختموي اوډیرځله دقران مجیدلذت خونددتلاوت څخه محسوسیږي نوپه دې طریقې سره انسان دقران کریم له انوارواوبرکاتونه محروم ګرځي.

۲ـــــ قران مجیدچې څرنګه ښه صفات په خلکوکې پیداکوي اوددین تعلیم ورکوي داسې سروددهغه برعکس تعلیم ورکوي اوبدصفات په انسان کې پیداکوي .همداوجه ده چې قران مجیداوموسیقي دواړه په یوه زړه کې نه شي جمع کیدلای ځکه چې قران کریم دنفساني خواهشاتودپیروي څخه منع کوي اودپاک دامنۍ حکم کوي اوموسیقي دنفساني خواهشاتوبلنه ورکوي اونفس بدکارۍ ته هڅوي.

۳ــــــ موسیقي دانسان عزم اووقارختموي حال داچې عزم اووقاردانسان دژوندسره تړلې خبره ده اونازیباحرکتونه اوبې وقاري یواځې دمنافق جامه ده .یعنې کله چې دموسیقي مینوال په جوش کې راشي نوبې ځایه حرکتونه لکه سرتاوول ،لاسونوباندې اشارې کول ،چغې وهل او……. کوي ،چې داله انسانیت څخه لرې کارونه دي.

همدارنګه دفقهاءکراموپه نزددسرودټول اقسام ناروادي ،صاحب دذخیرې لیکلي دي:واعلم ان الغنی مع جمیع انواعه حرام عندعلمائنا.

ژباړه:پوهه شه چې زمونږدعالمانوپه نزددټنګ ټکورټول اقسام ناروااوحرام دي.همدارنګه امام قرطبی ویلی دي:ولهذاالاثاروغیرها قال العلماء بتحریم الغناء. یعنې ددې اثارواوداسې نوروله وجې عالمانوقول کړی دی په حراموالي دسندرو،اوپه حراموالي یی علامه قرطبی ډیرروایات نقل کړي دي.

ځینې له دین نه ناخبره اوناپوه خلکو ټنګ ټکوراوموسیقي دروح غذااودزړه ډاډبللی خوله الله تعالی څخه ویریدونکی مومن هیڅکله هم ټنګ   ټکوراوموسیقي نه دروح غذاګڼی اونه دزړه ډاډ،ځکه چې موسیقي حرامه ده،دفسق اوفجوراودالله تعالی څخه دغفلت لویه ذریعه ده،له همدې لامله په قران کریم کې لهوالحدیث ورته ویلی شوی دی،په حرمت اوناوړتیاکې یی اته څلویښت نبوی احادیث روایات کړی شویدي،چې دهغوله جملې څخه دبیلګې په توګه لاندې یوحدیث راوړوچې شدیدوعیدپه کې دی:عن ابی هریرة ان النبی صلی الله علیه وسلم قال:استماع الملاهی معصیة والجلوس علیهافسق والتلذذبهاکفر(نیل الاوطار۱۱۳مخ ۸ټوک)

ژباړه:له ابی هریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:ټنګ ټکور(موسیقي)اوریدل معصیت دی،ورته کیناستل فسق دی،خونداولذت ورڅخه اخستل کفردی.

دپنځمې پيړۍ نامتوحنفی فقیه اومفتی علامه طاهربن احمدبخاری په خپل کتاب خلاصة الفتاوی کې همدغه پورتنی حدیث ذکرکړی دی اوویلي یی دي:ملاهي لکه شپیلۍ اوداسې نوراوریدل حرام دي،له همدې کبله رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:دموسیقي اوریدل معصیت دی اوهغې ته په اهتمام سره کیناستل فسق دی اوخوندورڅخه اخستل کفردی،دنبی کریم صلی الله علیه وسلم دکفرکلیمه فرمایل دتهدیدپه توګه دي،مګرپرمسلمان باندې لازم دي چې له موسیقي څخه ځان وژغوري.

علامه ابن عابدین شامي چې دعثماني خلافت ستراومعتمدمفتی وو،په خپله فتاوی ردالمحتارعلی الدرالمختارکې پورتنی نبوی حدیث ذکرکړی دی اوبیایی ویلي دي:په دې حدیث کې له کفرڅخه مراد،دنعمت کفران اوناشکري ده.یعنې انسان ته الله تعالی دخوشحالتیانعمت ورکړی دی چې پرده باندې دهغه شکرکول واجب دي،هم پرژبه اوهم دجسم پرنورواندامونوباندې دالله تعالی عبادت کول،دالله ذکرکول مګرکله چې مسلمان دشکرکولوپرځای دالله تعالی اودده درسول منعه کړی اوحرام کړی شوی عمل دنفس اماره اوشیطان په لمسه وکړي اودموسیقي په څیردمبغوض عمل مرتکب شي نودنعمت کفران شو.نوحقیقت دادی چې نن مسلمانان څومره پریشان دي ،محتاج دي،خواردي،ذلیل دي اودکفارودتجاوزاتوهدف ګرځیدلي یوازینی عامل یی داسلام مقدس نظام ته شاه کول اوله کفري نړۍ نه متاثره کیدل دي ،اوترڅوپورې چې مسلمانان الهي نظام دخپل ژوندعملي قانون جوړنه کړي اودالله تعالی نظام ته تسلیم نه شی ترهغو پورې به داغیارومحکوم اوپه دنیااواخرت کې ذلیل اوخواروي .

About admin