Home » لمونځ » په لمانځه کې د سترې احکام

په لمانځه کې د سترې احکام

دسترې احکام :

دسترې تعریف : ستره هر هغه لرګی،اوسپنه ، یاهرهغه حائل ته ویل کیږي چې لمونځ کونکی یې خپلي مخي ته دروې ددي لپاره چې څوک یې دلمانځه مخي ته تېرنه شي ، همدغه ته په شریعت کې ستره ویل کیږي ، په الموسوعة الفقهیة کې یې په دي ډول تعریف کړی :
”السترة بالضم ماخوذة من الستر‘ وهی فی اللغة: ما استترت به من الشئ کائناً ما کان۔ فی الاصطلاح هی ما یغرز او ینصب امام المصلی من عصا او غیر ذالک او ما یجعله المصلی امامه لمنع المارین بین یدیه ․․․․‘ وجمیع هذه التعریفات متقاربة“۔ اوپه الفقه الاسلامي وادلته کې یې لیکلي دي : هی ما یجعله المصلی امامه لمنع المرور بین یدیه “۔ (ج:۱‘ ص:۷۵۲)
دسترې حکم :
دامام اومنفرد دواړو لپاره هغه مهال چې په کور یامیدان یابل کوم داسي ځای کې لمونځ کوي چې هلته دلمانځه مخي ته دخلګو دتېریدلو امکان وي مستحب ده چې خپلي مخي ته د وروځۍ په برابر کوم داسي شیئ ودروې چې یوه ذراع [شرعي ګز] یاترهغه زیات هسک وي اودیوې ګوتي په برابرپنډوالی ولري ،
خوکه په مسجدیابل کوم داسي ځای لمونځ اداء کوي چې دلمانځه مخي ته دچادتېریدلو وېره نه وي نو بیا دسترې هیڅ ضرورت نشته ، اودامام ستره دټولو مقتدیانولپاره کافي ده ، اوکه دلرګي یاکوم بل شيئ مخي ته درول ممکن نه وي نو په زمکه دي په اوږده اوږه کیږدي الدر المختار :(ج:۱‘ ص:۶۳۶-۶۳۷)کې لیکلي دي ”ویغرز“ ندبا‘ بدائع۔ ”الامام“ وکذا المنفرد ”فی الصحراء“ ونحوها ۔
علامه شامي لیکي :”قوله ندبا“ لحدیث ”اذا صلی احدکم فلیصل الی سترة ولایدع احداً یمر بین یدیه ۔ رواه الحاکم واحمد وغیرهما۔ وصرح فی المنیة بکراهة ترکها وهی تنزیهیة․․․․‘ وکذا المنفرد۔ اما المقتدی فسترة الامام تکفیه کما یاتی” قوله ونحوها “ ای من کل موضع یخاف فيه المرور‘ قال فی البحر عن الحلیة: انما قید بالصحراء لانها المحل الذی یقع فیه المرور غالباً والا فالظاهر کراهة ترک السترة فیما یخاف فیه المرور ای موضع کان ․․․․‘ قوله ”ولایکفی الوضع“ ای وضع السترة علی الارض اذا لم یمکن غرزها ․․․ لانه لایفید المقصود․․․” قوله ولا الخط“ ای الخط علی الارض اذا لم یجد ما یتخذه سترة ․․․ لانه لایحصل به المقصود اذ لایظهر من بعید ”قوله وقیل یکفی“ ای کل من الوضع والخط ای یحصل به السنة ․․․‘ ثم قیل یضعه طولًا لا عرضاً لیکون علی مثال الغرز ․․․‘ اذا المقصود جمع الخاطر بربط الخیال به کی لاینتشر․․․‘ ثم المفهوم من کلامهم انه عند امکان الغرز لایکفی الوضع وعند امکان الوضع لایکفی الخط“۔ (ج:۱‘ ص:۶۳۶‘۶۳۷)وفی الفقه الاسلامي وادلته :”السترة فی الفرض والنفل مندوبة للامام والمنفرد‘ ان خشیا مرور احد فی محل سجودهماا فقط۔ (ج:۱‘ص:۷۵۲)۲-
دسترې اهمیت اوضرورت :
له ګڼ شمیرحدیثونوثابتیږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به دسترې زیات اهتمام کول ، اوصحابه کراموته به یې په دي هکله ترغیب ورکول چې لاندي به یې څونموني یادي کړو”عن ابن عمر قال: کان النبی یغدو الی المصلّی‘ والعنزة بین یدیه تحمل وتنصب بالمصلی بین یدیه فیصلی الیها“ (مشکوة:ص:۷۳)
ژباړه : له حضرت ابن عمر رضی الله عنهماڅخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به سهار مهال عیدګاه ته تشریف راوړ اودهغه مخې ته به یوه نېزه هم راوړله کیده چې دهغه مخې ته به درول کیده اورسول الله صلی الله علیه وسلم به هغې ته لمونځ کول
“۔۲- ”وعن ابی جحیفة قال: رأیت رسول الله بمکة وهوبالبطح فی قبة حمراء من ادم‘ ورأیت بلالا اخذ وضوء رسول الله ورأیت الناس یبتدرون ذالک الوضوء؛ فمن اصاب منه شیئا تمسح به ومن لم یصب منه اخذ من بلل ید صاحبه ثم رأیت بلالاً اخذ عنزة فرکزها وخرج رسول الله فی حلة حمراء مشمرا صلی الی العنزة بالناس رکعتین ورأیت الناس والدواب یمرون بین یدی العنزة‘ متفق علیه “ (مشکوة‘ص:۷۳)
ژباړه : له حضرت ابوجحیفة رضی الله عنه څخه روایت دی چې مارسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه کې دابطح په سیمه کې دسرې چمړي څخه جوړه شوي یوه خیمه کې ولید، اوحضرت بلال مي ولید چې درسو ل الله صلی الله علیه وسلم داوداسه پاتي اوبه یې رااخستي وي ،اونورخلک مي هم ولیدل چې هغه اوبو حاصلوته ډېرلیواله ؤ نوکوم چاته چې به له هغه اوبوڅه په لاس ورغلل نو [دتبرک حاصلولوپه موخه به یې ] په بدن موښلي ، اوچاته چې به ونه رسیدي هغه دخپل څنګلوري ملګري په اوبولاس لوندکړاوپه ځان پوري به یې موښلي ،بیامي بلال ولید چې یوه نیزه یې په زمکه کې خښه کړه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم دسرولیکو والاجامي په غاړه پایڅي رابډوهلي وې له خیمي راووتل اونېزي طرف ته ودرید اوخپلو اصحابوته یې دوه رکعته لمونځ ورکړ ، ماولیدل چې حیوانات اوخلک به دنېزي مخي ته تېریدل
۳- ”وعن سهل بن ابی حثمة قال : قال رسول الله ”اذا صلی احدکم الی سترة فلیدن منها لایقطع الشیطان علیه صلاته ۔ رواه ابو داود“۔ (مشکوة:ص:۷۴)
له حضرت سهل بن ابي حثمة رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل : په تاسو کې چې څوک لمونځ سترې ته لمونځ کوي نوپکارده چې ښه ورته نږدي شي چې شیطان یې لمونځ ورقطع نه کړي ، یعني شیطان دهغه زړه کې په وسوسو اچولو سره دهغه فکر منتشرنه کړي اوخشوع اوخضوع ته یې تاوان ونه رسیږي ،
۔۴- ”وعن المقداد بن الاسود قال رأیت رسول الله صلی الله علیه وسلم یصلی الی عود ولاعمود ولاشجرة الا جعله علی حاجبه الایمن او الایسر ․․․․․․․۔“ مشکوة‘ص:۷۴)
له حضرت مقدادبن اسود رضی الله عنه څخه روایت دی چې ما : رسول الله صلی الله علیه وسلم هیڅ کله داسي ونه لید چې لرګي ، ستني اویاهم درختي ته دي په مخامخ دریدلو لمونځ کړی وي مګرداچې دراسته وريځۍ یاچپه وریځۍ برابربه ؤ
ترلمانځه وړاندي دستري اهتمام:
په دي هم ضروري دی چې له امله یې خشوع اوخضوع په خپل حال پاتي کیږي ، دانسان خیالات نه منتشرکیږي اولمونځ کونکی په پوره توجه سره خپل لمونځ پای ته رسولی شي ،لکه په الفقه الاسلامي وادلته کې یې لیکلي : حکمتها: منع المرور امام المصلی بین یدیه مما یقطع خشوعه وتمکین المصلی من حصر تفکیره فی الصلاة وعدم استرساله فی النظر الی الاشیاء وکف بصره عما وراء سترته لئلایفوت خشوعه“۔ (ج:۱‘ص:۷۵۲)
دلمونځ کونکي مخي ته دتېریدلو وبال :
دلمونځ کونکي مخي ته له تېریدلو ځان ساتل ډېرسخت ضروري دي ، ځکه په مبارکو حدیثونوکې په دي اړه سخت وعیدونه راغلي
عن ابی جهیم قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم : ”لو یعلم المار بین یدی المصلی ماذا علیه لکان ان یقف اربعین خیرا له من ان یمر بین یدیه ‘ قال ابو النضر لاادری قال اربعین یوماً او شهراً او سنةً ‘متفق علیه ۔(مشکوة‘ص:۷۴)
له حضرت ابوجهیم څخه روایت دی وایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل :که دلمانځه مخي ته تېریدونکی پوه شي چې څومره ګناه لري نو څلوېښت دریدل به ورته دلمانځه ترمخي تېریدا ډیرغوره وي ، [ددي حدیث یوراوي ] حضرت ابونضروایې : زه نه پوهیږم چې هغه څلوېښت ورځي یاڅلوېښت میاشتي اوکه څلوېښت کاله وفرمایل ،
عن ابی هریرة قال: قال رسول الله ” لو یعلم احدکم ماله فی ان یمر بین یدی اخیه معترضا فی الصلاة کان لان یقیم مائة عام خیرله من الخطوة التی خطا۔“ (مشکوة‘ص:۷۴)
له حضرت ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی وایې : رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که په تاسو کې څوک په دي پوه شي چې دخپل مسلمان ورورمخي ته چې په لمانځه ولاړوي عرضا تېریدل څومره ستره ګناه ده نوسل کاله ورته درېدل به له یوه قدم اخستلو غوره ورته معلوم شي ،
وعن کعب الاحبار قال: لو یعلم المار بین یدی المصلی ماذا علیه لکان ان یخسف به خیرا له من ان یمر بین یدیه ،وفی روایة اهون علیه رواه مالک“۔ ( مشکوة‘ص:۷۴)
له کعب الاحبار رضی الله عنه څخه روایت دی وایې : که دلمانځه ترمخ تېریدونکی په دي پوه شي چې ددي جرم سزاڅه ده نو خپل ځان په زمکه ننوتل به دلمونځ کونکي ترمخي تېریدلو زیات ورته غوره معلوم شي ، اوپه یوبل روایت کې چې ډېربه ورته اسان وای
دسترې مقدار :
دسترې لپار ه باید داسي شیئ انتخاب کړي چې یوه ذراع یاترهغه زیات اوږد او کم ترکم دیوې ګوتي برابر پنډوالی ولري ، علامه ابن عابد الشامي لیکي : :”بقدر ذراع“ بیان لاقلها : والظاهر ان المرادبه ذراع الید کما صرح به الشافعیة وهو شبران “۔ (ج:۱‘ص:۶۳۷) په بدائع الصنائع کې علامه کاساني لیکلي : :”وقیل ینبغی ان یکون فی غلظ اصبح لقول ابن مسعود یجزئ من السترة السهم ولان الغرض منه المنع من المرور‘ ومادون ذالک لایبدو للناظر من بعیدفلایمتنع“۔ (ج:۱‘ص:۲۱۷)
اوپه الفقه الاسلامي وادلته کې وهبه الزحیلي لیکلي : :”ادنی السترة طول ذراع (۲-۴۶) فصاعداً وغلظ اصبع لقوله: ”اذا جعلت بین یدیک مثل مؤخرة الرحل فلا یضرک من مر بین یدیک وقدرت العنزة التی کان یصلی الیها النبی صلی الله علیه وسلم بذراع طولا ‘ ویعتبر الغرز دون الالقاء والخط“۔ (ج:۱‘ ص:۷۵۴)
تنبیه : لمونځ کونکي ته په کارده چې ستره دخپلي راسته ورځۍ یاچپه وروځي برابرکیږدي ، بلکل دي هغې ته مخامخ نه دریږي چې له بت پرستي سره یې مشابهت رانه شي ، راسته طرف ته ښودل یې غوره دي
لکه په الدرالمختارکې چې دي : :”علی“ حذاء ”احد جانبیه “ ما بین عینیه والایمن افضل“ ۔ (ج:۱‘ ص:۶۳۷)
په الفقه الاسلامي وادلته کې لیکلي دي : السنة باتفاق المذاہب الاربعة ان یمیل المصلی عن السترة یمیناً او یساراً بحیث لایقابلها ولایصمد لها صمداً ای لایجعلها تلقاء وجهه لما روی ابوداؤد عن المقدام بن الاسود قال رأیت رسول الله صلی الله علیه وسلم صلی الی عود او الی عمود ولاشجرة الا جعله علی حاجبه الایمن او الایسر ولایصمد له صمداً ای لایستقبله وسطاً “۔ (ج:۱‘ص:۷۵۸)
دسترې مصداق :
هرهغه شیئ چې دلمونځ کونکي مخي ته درولی شي اوپه هغه کې پورتني صفات پیداکیږي هغه ته ستره ویل کیږي ، له همدي امله لاندي شیان هم ستره جوړولی شي ،
۱- دیوال یاستنه [پیلر] ستره جوړیدلی شي ، ۲- لرګی اوسپنه اوله هغه جوړشوی کوم بل څیز هم ستره جوړیدلی شي ، ۳- کوم نارینه چې لمونځ کونکي ته یې شاوي هم ستره جوړول صحیح دي ، ۴- دسترې ( دمطلوبه مقدار ) موافق بل هرشیئ دسترې په ډول استعمالولی شي ، له دي سره سره دسترې پاکوالی هم ضروري نه دی ،
یوڅوشیان داسي دي چې ستره جوړول یې مکروه تحریمي دي نوځکه هغه دسترې مصداق نه شي کیدای ، چې ځيني یې په دي ډول دي : ۱ – اور ستره جوړول صحیح نه دي ، ۲- دساکښو عکسونه ستره جوړول صحیح نه دي ، ۳- دهغې ښځي خواته چې خپله په لمانځه ولاړه وي مخ کول مکروه دي ،
په الفقه الاسلامي وادلته کې علامه زحیلي لیکلي دي : اتفق الفقهاء علی انه یکره ان یصلی مستقبلا وجه انسان‘ لان عمر رضی الله عنه ادب علی ذالک ․․․‘ والکراهة فیه عند الحنفیة تحریمیة‘ ویکره اتفاقاً ان یصلی الی نار من التنور وسراج وقندیل وشمع ومصباح ونحوها ‘ لان النار تعبد من دون الله فللصلاة الیها تشبه الصلاة لها ‘ وتکر ه الصلاة الی صورة منصوبة فی وجهک لان الصورة تعبد من دون الله “۔ (ج:۱‘ ص:۷۵۷)
اوپه بدائع الصنائع کې لیکل شوي :هذا اذ لم یکن بینهما حائل کالاسطوانة ونحوها ‘ فاماان کان بینهما حائل فلابأس بالمرور فیما وراء الحائل‘ والمستحب لمن یصلی فی الصحراء ان ینصب بین یدیه عودا او یضع شیئا․․․‘ وروی ان العنزة کانت تحمل مع رسول الله صلی الله علیه وسلم “۔ (ج:۱‘۲۱۷)
دلمانځه مخي ته دتېریدلو جائز اوناجائزصورتونه :
دلمانځه مخي ته دتېریدلو ګڼ صورتونه دي چې په هغه کې یې ځیني جائزصورتونه په لاندي ډول دي
۱ــــ په غټ مسجد اوخلاص میدان کې په دومره فاصله چې که دلمونځ کونکي نظر دسجدي پرځای وي نوتېریدونکی ورته نه ښکاري تېریدل جائزدي ، عام ډول ددي اندازه داده چې دلمونځ کونکي نه دوه صفه وړاندي تېریدلی شي ، اوغټ مسجدهغه مسجدته ویل کیږي چې طول اوعرض دواړه یې ترشل ګزه کم نه وي ،۲ـــــ چوتره یاتخت یاپه کوم بل هسک شیئ باندي دلمونځ کونکي مخي ته تېریدل جائزدي په دې شرط چې دلمونځ کونکي پښي به دتېریدونکي ترسرهسکي وي یعني هغه ځای به دتېریدونکي ترسرهسک وي
۳ـــ همدارازکه لمونځ کونکی لاندي ولاړوي او مخې ته تېریدونکی په هسک ځای وي نوهم تېریدل ورته جائزدي په دي شرط چې دتېریدونکي پښې به دلمونځ کونکي ترسر هسکي وي اوپښې به یې دلمونځ کونکي دسربرابري نه وي ،
۴ـــ که په مخکني صف کې خالي ځای پاتي شوی وي اوشاته صفونه ډک وي نووروسته راتلونکي سړي ته که کوم بل ځای ونه مومي جائزدي چې دصف مخي ته تېرشي اوهلته ودریږي ،
۵ ــــ کوم څوک چې دلمونځ کونکي مخي ته ناست وي هغه راسته یاچپه طرفته وتلی شي ، البتة دلمونځ کونکي ترمخي له بغل ګرزولو پرته تېریدل سخته ګناه ده که دلمونځ کونکي مخي ته څوک ناست وي چې لمونځ کونکي ته یې شا وي نو ددي ناست سړي مخي ته نورخلک تېریدلی شي
۷ ــــ که دلمونځ کونکي مخې ته ستره وي نودهغې مخي ته تېریدل هم جائزدي ،
۸ ــــ طواف کونکي ته جائزدي چې دلمونځ کونکي مخي ته تېرشي .
دلمونځ کونکي مخي ته دتېریدلو بعض ناجائزصورتونه :
هغه کوچنی مسجدچې طول اوعرض یې دواړه ترشل ګزه کم وي پرته له ستري دلمونځ کونکي مخي ته مکروه تحریمي دي ،که څه هم دوه صفه یاترهغه زیاته فاصله کې تېرشي ، ۲ــــ تخت ، چوتره یاکوم بل شیئ باندي لمونځ کونکي مخي ته تېریدل مکروه دي که دتېریدونکي کوم غړی دلمونځ کونکي مخي ته تېرشي ، ۳ ــــ همدارازکه لمونځ کونکی ښکته ولاړوي اوتېریدونکی په کوم هسک ځای وي خو دتېریدونکي پښي دلمونځ کونکي مخي ته وي ، ۴ـــ
په الدرالمختارکې دي : ”ومرور مار فی الصحراء او فی مسجد کبیر بموضع سجوده “ فی الاصح ”او“ مروره ”بین یدیه “ الی حائط القبلة ”فی“ بیت و”مسجد“ صغیر فانه کبقعة واحدة ”مطلقاً“ ولو امرأة او کلبا ”او“ مروره ”اسفل من الدکان امام المصلی لو کان یصلی علیها “ ای الدکان ” بشرط محاذاة بعض اعضاء المار بعض اعضائه ‘ وکذا سطح وسریر وکل مرتفع“ دون قامة المار‘ وقیل دون السترة کما فی غرر الاذکار ”وان اثم المار“ ․․․” فی ذالک“ المرور بلاحائل ․․․‘ ولو کان فرجة فلداخل ان یمر علی رقبة من لم یسدها ‘ لانها سقط حرمة نفسها۔ فتنبه
په بدائع الصنائع کې دي : هذ ا اذا لم یکن بینهما حائل کالاسطوانة ونحوها فاما ان کان بینهما حائل فلابأس بالمرور فیما وراء الحائل“۔ (ج:۱‘ص:۲۱۷)
په الفقه الاسلامی وادلته لیکلي دي :”اتفق الفقهاء علی انه یجوز المرور بین یدی المصلی للطائف بالبیت“۔

لیکوال :م/محمد

About admin