Home » زکات » دزمکي په حاصلاتوکې عشر

دزمکي په حاصلاتوکې عشر

م/محمد

دنړۍ دخالق په نعمتونوکې یوغټ نعمت دزمکي تخلیق دی ، چې دالله تعالی په حکم سره په هغه کې بې شماره میوي ، خوراکي توکي ، سبزیان اوډول ډول نباتات پیداکړل شوي ، چې دانسان په ورځني ژوندکې هروخت ورته اړتیالیدله کیږي بلکه له هغه پرته ژوندکول ډیرګران دی ، دا یواځي دالله تعالی فضل او احسان دی چې زمکه یې دانسان تابع جوړه کړه اوترقیامت پوري دراتلونکي ټولو انسانانو لپاره یې ذخیري پکې راغونډي کړي

 

الله تعالی خاوره پیداکړه او ددې قابلیت او وړتیا یې پکې پیداکړه چې شیان شنه کړي،  اودشیانو د غټ والي اوښه والي لپاره یې دوریځو په مټ دبارانونوکولو او دهسکوغرونو له څوکو دچینو بهولو په مټ دهغوی داوبه کولو انتظام کړی ، دزمکي په تل کې یې په ډیره زیاته اندازه داوبو زیرمي   پیداکړي ، همداراز دهوا ، رڼا اوګرمي خاص انتظام یې کړی ، داهرڅه ددي لپاره چې انسانان اوپیریانان دزمکي له حاصلاتو پوره پوره ګټه ترلاسه کړي .

 

داهرڅه په یقیني توګه الله تعالی کړي ، الله تعالی په دي اړه فرمایې : ﴿ اَفَرَاَیْتُمْ مَا تَحْرُثُوْنَ اَ اَنْتُمْ تَزْرَعُوْنهُ اَمْ نَحْنُ الزَّارِعُوْنَ﴾ سورة الواقعه آیت ۶۳- یعني :   راته ووایاست ایا هغه څه چې تاسو یې کرئ تاسویې راشنه کوئ اوکه موږ یې شنه کونکي یو؟

یعني ستاسو کارخو یواځي همدادی چې په زمکه کې تخم واچوئ اوزمکه ورته برابره کړئ ، خو له هغه څخه غټ میوه داربوټی یا ونه   جوړول اوستاسو دفایدي لپاره میوي اوغلې پیداکول زموږ کار دی داستاسو په وس کې نشته ، له الله تعالی پرته بل څوک شته چې دغه شیندل شوی تخم داسي حالت ته ورسوي ؟!

دزمکي دحاصلاتو هره هره دانه دالله تعالی یوستر نعمت دی ، اوحقیقي پیداکونک یې الله تعالی دی ، انسان خو دخدای پاک جل جلاله د عظیمو نعمتونو ( لکه په خاوره کې دحاصلاتو توان پیداکول ، رڼا، هوا اونور انتظام کول) پرته یوه خاشه هم په زمکه کې نه شي شنه کولی ، په دې سترنعمت باندي بایدهرڅوک دالله تعالی شکریه اداء کړي چې الله تعالی زموږ لپاره له دي زمکي څخه عمده اوبهترین غذاوي راکوي ، په اسلامي شریعت کې ددې شکر داظهار طریقه داښودل شوي چې دزمکي په حاصلاتوکې عشر ـ لسمه   – یانصف عشر – شلمه برخه – یعني لس یا پنځه فیصده زکاة وباسي ترڅو دغریبانو اومحتاجانو ضروریات ورباندي پوره شي .

دزمکي دحاصلاتو په اړه الله تعالی فرمایې : :﴿وَهُوَ الَّذِیْ اَنْشَاَ جَنَّاتٍ مَّعْرُوْشَاتٍ وَغَیْرَ مَعْرُوْشَاتٍ وَالنَّخْلَ وَالزَّرْعَ مُخْتَلِفاً اُکُلُہُ وَالزَّیْتُوْنَ وَالرُّمَّانَ مُتَشَابِهاً وَغَیْرَ مُتَشَابه، کُلُوْ مِنْ ثَمَرِہِ اِذَا اَثْمَرَ وَآتُوْا حَقّه یَوْمَ حَصَادِہِ وَلَا تُسْرِفُوا اِنه لَا یُحِبُّ الْمُسْرِفِیْن﴾ سورة الانعام آیت نمبر ۱۴۱=

الله تعالی هغه ذات دی چې باغونه یې پیداکړي چې ځيني پکې جوړنګ لرونکي اوځيني بې جوړنګه دي ، اوخورماوي اونور کښتونه چې خوندونه یې بېل بېل دي ، اوزیتون او انار چې یوبل ته ورته والی هم لري اوسره مختلف هم دي ، کله چې داشیان حاصلات درکړي نو نو ترې خوراک کوئ او د ریبلو په مها ل یې دخپل رب حق اداء کړئ ، اواسراف مه کوئ ،ګورئ الله تعالی اسراف کونکی نه خوښوي

اوپه بل ځای کې الله تعالی فرمایې : ﴿ یَا اَیها الَّذِیْنَ آمَنُوا اَنْفِقُوا مِنْ طَیِّبَاتِ مَا کَسَبْتُمْ وَمِمَّا اَخْرَجْنَا لَکُمْ مِّنَ الْاَرْضِ، وَلَا تَیَمَّمُوا الْخَبِیْثَ مِنهُ تُنْفِقُوْنَ وَلَسْتُمْ بِآخِذِیهِ اِلَّا اَنْ تُغْمِضُوْا فِیهِ، وَاعْلَمُوآ اَنَّ اللّٰہَ غَنِیٌّ حَمِیْدٌ﴾․ (سورة البقرة آیت نمبر ۲۶۷)

ای هغه کسانوچې ایمان موراوړی ! هغه څه چې تاسو ګټلي او یاموږ له زمکي درته   را ایستلي دهغوی ښوشیانو یوه برخه [ دالله تعالی په لاره کې ] خرچ کړئ ، اودانیت مه کوئ چې بس همدغه خراب شیان [ دالله په نامه باندي] ورکوئ کوم چې [ که بل څوک یې تاسوته درکوي نو دنفرت له امله یې ] تاسو یې بې له دې چې سترګې پري پټي کړئ نه اخلئ ، اوپوه شئ چې الله تعالی بې نیازه او دصفتونو وړ ذات دی

دقرآن کریم لمړی مفسر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم فرمایې : ” فِیْمَا سَقَتِ الْاَنهارُ وَالْغِیَمُ الْعُشُوْرُ، وَفِیْمَا سُقِیَ بِالسَّانِیَةِ نِصْفُ العُشْر“ (صحیح مسلم، مسند احمد، نسائی، ابوداؤد)

هغه څه چې ویالي او بارانونه یې اوبه کوي پکې لسمه ده ، اوپه هغه کې چې دڅاهانوپه مټ اوبیږي نیمایي عشر – شلمه – ده

خاتم الانبیا ء صلی الله علیه وسلم په یوه بل ارشادکې فرمایې : فِیْمَا سَقَتِ السَّمَاءُ وَالْعُیُوْنُ اَوْ کَانَ عَثَرَیاً الْعُشْرُ وَفِیْمَا سُقِیَ بِالنَّضْحِ نِصْفُ العُشْر․ (صحیح بخاری، ترمذی، نسائی، ابوداود، ابن ماجه )

کومي زمکي چې دآسمان ،چینو او تالابونوپه اوبو اوبیږي دهغه په حاصلاتوکې لسمه برخه ده ، اوکومي زمکي چې دسلواغي په مټ اوبیږي دهغه په حاصلاتوکې شلمه برخه – دزکات په ډول – ده

دقرآن اوحدیثو په رڼاکې دمسلمان امت پر دې باندي اتفاق دی چې دزمکي په حاصلاتوکې لسمه یا شلمه – لس یاپنځه فیصده – زکات ورکول ضروري دي ،که څه هم ددې په تفصیلاتوکې اختلاف شته ( بدائع الصنائع )

شیخ ابن قدامه – رحمه الله – په خپل کتاب ( المغنی ) کې لیکلي چې : دزمکي په حاصلاتوکې دزکات دوجوب په سلسله کې دامت ترمابین هیڅ ډول اختلاف نشته

دعشرمعنی :

عشرپه اصل کې لسمي حصې ته ویل کیږي ، لیکن رسول الله صلی الله علیه وسلم چې د حاصلاتو دزکات په اړه کوم تفسیربیان کړی په هغه کې یې دزمکي دوه ډوله بیان کړي

۱= هغه باراني زمکه چې دباران   یا نهر په   بې قیمته اوبو سره اوبه کیږي نو په حاصلاتوکې یې عشر   یعني لسمه برخه زکات ورکول   فرض دي

۲= که زمکه دسلواغو یا ماشینانو په مټ اوبه کیږي نوپه هغه کې نصف عشر – پنځه فیصده – یعني شلمه برخه زکات ورکول فرض دي

مطلب دا که چیرته زمکه په مفت اوبې محنته اوبو باندي اوبه شي او حاصلات وکړي نو پکې لسمه برخه – لس فیصده – اوکنه وي نو شلمه برخه – یعني پنځه فیصده – زکات پکې فرض دی

اوکه زمکه په باران هم اوبه کیده او د سلواغو یانورو اسبابو په ذریعه هم نو داکثریت اعتبار به کول کیږي ،

دفقهاؤ په اصطلاح کې دواړه ډولونه – عشر   او نصف عشر –  دعشر په عنوان سره تعبیریږي

 

دعشر نصاب :

 

دامام ابوحنیفه   رحمه الله په نزد دقرآن اوحدیث دعموم   په دلیل سره دعشرلپاره هیڅ ډول نصاب نشته ، بلکه دزمکي حاصلات که ډېرکم وي هم   نو زکات – یعني عشر یا نصف عشر- پکې واجب دی او که زیات وي نو هم ، همداراز که میوي وي ، سبزیان اویاترکاري وي په ټولو کې عشرشته ، خو دنورو امامانو اوله احنافو څخه دامام ابویوسف او امام محمد -رحمهم الله تعالی –   د حدیث شریف   = لیس في مادون خمسة اوسق صدقة = په بنیاد باندي وایې چې ترپنځه وسقه کم وي نو زکات یعني عشریانصف عشر پکې نشته ، اوهمداراز په سبزیانو اونورهغه څه کې چې ذخیره کیدلی نه شي عشر نشته .

په عشراو زکاة کې فرق :

دزمکي د حاصلاتو زکات ( عشر / نصف عشر) دهرشي په حاصلاتوکې شته ، که څه هم په کال کې څوځله حاصلات ورکړي ،یعني که په کومه زمکه په کال کې درې څلورفصلونه وشي نو هرځل به دفصل عشر یانصف عشر ورکوي ، خو د مال ، سپینو زرو یاسروزرو کې دزکات دوجوب لپاره داضروري ده چې له ضرورت اصلي څخه به زیات وي او نصاب ته یې مقدار رسیدلی وي اوپوره کال به ورباندي تېرشوی وي ، لیکن د زمکي دحاصلاتو دزکات ( عشر یا نصف عشر) لپاره هیڅ کوم شرط نشته   .

دزمکي په حاصلاتوکې دزکات ( عشر   /نصف عشر) له اداء کولو وروسته که هغه هرڅو کلونوپوري پاتي نو بیا ورباندي دوهم ځل زکات نشته ، هو خوکه غله یې خرڅه کړه اوقیمت یې نصاب ته ورسید نو بیا چې ترڅوپوري دغه پیسي موجودي وي اومقدار یې نصاب ته رسیږي   نو هرکال به یې زکات ورکوي ، خوپه کرنیزه زمکه باندي که هرڅونه زیات قیمت ولري هیڅ زکات نشته .

په حصه باندي دکرل شوي زمکي عشر

دچاپه حصه کې چې څومره حاصلات راشي دهغه مطابق به یې عشر یا نیمایي عشر اداء کوي ، دمثال په توګه : دزمکي دڅښتن او دبزګر ترمابین   داسي معامله شوي وه چې نیمایي حاصلات به دیوه اونورنیمایي به دبل وي ، نو اوس به دواړه دخپلي خپلي برخي   زکات ( یعني عشر یا نصف عشر ) اداء کوي

دحاصلاتوراټولولو   خرچ او عشر

دزمکي دحاصلاتو زکات ( عشر یا نصف عشر) له ټولو حاصلاتو ورکول کیږي ، په دې که به دحاصلاتو دراټولولو خرچه اونور مصارف نه وي شامل ، دمثال په توګه   سل ګونۍ غنم حاصلات دي په دې کې لس ګونۍ غنم     لوکونکو ته ورکړل شول   پنځه ګونۍ میده کونکي ( تریشر) ته ورکړل شول اوپاتي   اتیا ګونۍ شوي   نواوس به داتیاګونیو له حسابه زکات یعني عشر یانصف عشر نه ورکول کیږي بلکه دپوره سلو ګونیو له مخي به عشر یا نصف عشر ورکول کیږي

 

دعشر اړوندیو څو بېلابيل مسائل :

 

۱=   هغه حاصلات کې دعشر برخه جوړه شي   دمثال په توګه عشر یوه ګونۍ غنم شي نو داجائز دي چې دغنمو په ځای   دیوې ګونۍ غنمو قیمت ورکړي .

۲= که څوک په کورکې دننه یا په خپل سرای کې کم شیئ وکري   یاکومه میوه داره   ونه وي نوپه هغه کې عشر نشته .

 

دحاصلاتو دعشر مستحقین هم هغه دزکات مستحقین دي

 

الله تعالی په سورة التوبة ایت نمبر۶۰ کې دزکات مستحقین ۸ ډوله خلک ښودلي چې په هغوکې یوه ډله – مؤلفة القلوب – ساقط دي چې په دې اعتبارسر ه ۷ ډلي پاتي دي

۱= فقیر ، یعني هغه څوک چې لږ څه شیئ خو لري خو دنصاب په اندازه نه وي

۲= مسکین ، یعني هغه څوک چې هیڅ هم نه لري

۳= عاشر ، یعني هغه څوک چې داسلامي حکومت له لوري په زکاتونو راټولو لو مامور وي

۴= غلامان

۵= قرض دار ، یعني هغه څوک چې دخلګو پورونه ورباندي وي اوله قرضو اداء کولو وروسته دنصاب په اندازه مال نه ورته پاتي کیږي

۶= دالله تعالی په لاره کې جهادکونکي

۷ = مسافر چې هیڅ هم په لاس کې نه لري

 

About admin