Home » ځانګړي ليکني » دشاګرد او استاد مواصفات:

دشاګرد او استاد مواصفات:

عابد

 

لومړی : دبریالیتوب مواصفات: –

دښو اخلاقو څښتن وي، ناسته ولاړه یې سنګینه، او له خبرو کولو دمخه پرې فکر کوي.

– دمور او پلار خدمت، دمشرانو او استاذانو احترام، دکورنی دغړو او ددرسي ملګرو سره مرسته او همکاري خپله دنده او مسؤلیت ګڼي.

– دویده کیدو په ځاي کښې يې دورځنیو کارونو لپاره مهال ویش تنظیم کړی وي، یعنې دورځنیو درسونو دمراجعې لپاره، دلوبو او سپورت لپاره، دملګرو دلیدو لپاره، دخوب لپاره …..

– دلباس او خوراک اړوند امور یې منظم وي، لږ خوراک کوي، پاک کالي اغوندي، دورځې ډیره برخه په کارو او دشپې ډیره برخه په خوب تیروي، ځکه چې دکایناتو په نظام کښې ورځ دکار او شپه دخوب لپاره پیدا شوي ، ددې ترتیب رعایتول په کارونو کښې دبرکت لامل کیږي.

– دمهال ویش سره سم ورځني درسونه مراجعه کوي، دنوي درس لپاره اماده ګي نیسي، او ترڅنګ یې دوخت او ذوق په تناسب اضافي مطالعه کوي

– دخپل وخت څخه اعظمي استفاده کوي، داسې چې دیوې ورځې څخه ددوه او درې ورځو کار اخلي، او دا ددې لپاره چې هر شاګرد په بالقوه توګه په راتلونکې کښې هر مقام ته درسیدو احتمال لري، چې بیا په خپل ضایع شوي وخت ډیر ارمان ورځي، نو بریالی شاګرد دغه وخت دخپل راتلونکي لپاره غنیمت بولي.

–  په تعلیمي مرحله کښې دډیرو ویلو په ځای دډیرو لوستلو په هڅه کښې وي، دهرځل مطالعه یې دامتحان دمطالعې په توګه وي، دهرڅه دمیخانیک زده کولو پر ځای دهغې دفهم ترلاسه کولو کوښښ کوي.

– داستاذ په درسي حلقه کښې مهمې علمي نکتې نوټ کوي، او دخپلو یاداښتونو په کتابچه کښې یې دراتلونکي لپاره تنظیموي، په درسي حلقه کښې دځان دپوهیدو نهايي کوښښ کوي، داستاذانو سره په معقوله توګه مفاهمه او مناقشه کوي.

– داستاذ څخه په هره خبره کښې دلیل نه غواړي، په درسي حلقه کښې داخلال او بیځایه تشبث څخه ځان ساتي، استاذ ته په درسي حلقه کښې په ټولو حواسو سره مستحضر ناست وي؛ ځکه چې علم او پوهه په اصل کښې داستاذ دخولې څخه انتقالیږي نه دشخصي مطالعې څخه.

– دمطالعې پرمهال مغلق، غامض او حل طلب ځایونه په نښه کوي، او بیا یې داستاذانو او یا هم پوه ملګرو سره مناقشه کوي.

– دښه خط کولو وخت نا وخت مشق کوي، دنویو وسایلو داستعمال دطریقو او ورنه داستفادې دلارو چارو دزده کولو اړوند حریص وي.

– دسپورت او لوبو لپاره منظم وخت لري، او دبدني ریاضت سره مینه لري، ځکه چې بدني ریاضت په عبادت او تعلیمي هڅو کښې نشاط راولي، او دفکر دغزونې او په کښې دنوښت او ابتکار دسلیقې روزلو لامل کیږي.

– بریالی شاګرد تل هڅه کوي چې : دتعلیم په ډګر کښې مخکښ، دسټیج پر سر خپلو ملګرو ته ښه خطیب او ویناوال، ملګرو ته ددرسي طرحې او پلان په وخت کښې ښه طراح، او دلوبې او مسابقې پر مهال ښه لوبغاړی وي.

دوهم : ستونزې او حل لارې:

دمکتب او مدرسې دطالب په ستونزو غږیدل -بیا په ځانګړي توګه دافغانستان په داخل کښې- ممکن دڅو خواوو څخه وي چې په لاندې توګه یی بحث کوو:

ټولنیزې او سیاسي ستونزې:

هغه څه چې افغان طالب او زده کوونکی یې له بل هر څه زیات اغیزمن کړی هغه دافغان زده کوونکی او طالب ټولنیزې او په ټولنه کښې دمسلط سیاسي چاپیریال ستونزې دي؛ لکه ټولنیز فقر، بې نظمي، دعامه پوهاوي نشتوالی، سیاسي نامتوازن چاپيریال، دهیواد په کچه دپوهې او علم دارزښت نشتوالی، جګړه او دامنیت اړوند ناباوري.

دا او دیته ورته بلا ډیرې ستونزې هغه څه دي چې افغان طالب یې دخپل مستقبل په اړه درواني، فکري، او فزیکي په دریواړو لحاظونو ګواښلی.

ځکه کله چې په یوه ټولنه کښې دفقر ترڅنګ عامه نظم او سیاسي ساختار مختل وي؛ نو طبیعي خبره ده هلته دیو شاګرد بدن او دماغ یو بل سره دغښتلي او فعال تعامل څخه لویږي. تقریبا (۲۴) کلونه پخوا دمدینې منورې داسلامي پوهنتون په نوښت په پیښور کښې په یوه تدریبي دوره کښې ما ګډون درلود، زمونږ دتفسیر یو سعودی استاذ وو چې غالبا مسعد الحسیني نومیده، یوه ورځ یې په ډیر تآسف مونږ ته وویل: دمدینې منورې په پوهنتون کښې دنړی دوتلو محصلینو تر منځ افغانان هم دسیالی جوګه دي، خو له بده مرغه دټولنې دناسمو شرایطو اغیز یې په محصلینو کښې جوت څرګندیږي. ددې ستونزې اساسي عامل ددې هیواد په چارواکو کښې ددې ملت په وړاندې داجتماعي فکر نشتوالی دی، ګوری ! دروسانو سره دجهاد په دوره کښې افغان ولس دخپلو مشرانو ښه میړنی ننګه وکړه، او دالله تعالی په مرسته يې پوره نیمه نړی کمیونزم ورته راچپه کړ، ولې دملت په اړه له اجتماعي فکر څخه محروم جهادي مشرانو په شخصي او لنډ مهاله غوښتنو اصرار دادی زمونږ ددې ټولو بدبختیو لامل دي چې تر ټولو زیات پکښې زمونږ ځوان او زده کړی نسل سوځیږي.

دتعلیمي سیستم او ادارې ستونزې:

الف: دنصاب ستونزه: تعلیمي پروسه خپله څلور بنیادي عناصر لري؛ معیاري او متوازن نصاب، وړ تعلیمي ماحول او اړین تعلیمي وسایل، مسلکي او متخصص استاذ، ښه او فعال مدیریت. نصاب یو له دغو مهمو عناصرو څخه ګڼل کیږي؛ ځکه چې هرعصر خپله ژبه او تعبیر لري، چې دوخت په بد لیدو تعبیرونه هم بدلیږي، پدې معنی چې مستویات بدلون مومي او عموما شاته را درومي، که مونږ دنن نه تقریبا دیرش کلونه مخکښې ولاړ شو، او دهغه وخت خپل درسي ملګري دنن مهال په هماغه مستوی دیوې مدرسې دشاګردانو سره مقایسه کړو جوت پوهیږو چې څونې توپیر موجود دی، خو بیا هم زمونږ په ځینو مدارسو او تعلیمی ادارو کښې هماغه نصاب، په هماغه زماني مقطع کښې تطبقیږي، چې ماته اوسنی نسل –خصوصا- دفنونو په برخه کښې دهغې دهضمولو څخه عاجز ښکاري. زما په نظر هغه مدارس چې دغه نصاب تطبیقوي دوه کارونه ورته اړین ديک یو دا چې ددغه نصاب طالب باید کم له کمه ابتدایه تعلیمي مرحله تیره کړیوي.

بل دا چې په تدریجي بڼه دمستعدو استاذانو له خوا نوموړی نصاب د (اصالت او معاصرت) په بنیاد په نوې بڼه تهیه او ترتیب شي. ددې ګټه داده چې له مخې به شاګرد ته دپخوا په څیر قوي خلفیه ور انتقالوي، او معاصرت په رڼا کښې به دطالب دژر پوهیدا لامل کیږي.

ب:     دتطبیقي اړخ نشتوالی: زمونږ دشاګردانو او په ځانګړې توګه ددینې مدرسو دطالبانو بله ترټولو ستره ستونزه داده چې استاذان یې دفنونو دتدریس پرمهال دتطبیق خوا ته نه ورولي، ګوری! مونږ چې دا فنون وایو ددې هدف او غرض لپاره یې وایو چې په نهایة المطاف کښې دقرآنکریم او نبوي حدیثونو سم فهم ته که ونه رسیږو؛ نو اقلا خو ورنږدې شو. مثلا دنحو، صرف او بلاغت دعلومو دویلو هدف او غایه داده چې دعربي ژبې داسالیبو سره دبلدتیا وروسته په فصیحه عربي ژبه راغلي قرآن او نبوي حدیثونو کښې دبیان شویو احکامو طبیعت او دهغې مراتب وپیژنو، او هم یې دلوستلو پرمهال دصحیح تلفظ او سم فهم وړتیا پیدا کړو.

داصول فقه علم ددې لپاره زمونږ اسلافو په تعلیمي نصاب کښې ځای کړی چې په مټ یې دقرآن کریم او نبوي حدیثونو څخه دحکمو او فوائدو دراویستلو دطریقې سره اشنا شوو، څو دژوند په لارو چارو کښې لارښونه ځینې واخلو، او هم په قرآني نصوصو او نبوي حدیثونو کښې دبیلګې په توګه ظاهر، نص، مفسر، محکم، صریح، کنایه او ……. بیلابیلو اقسامو ترمنځ تمییز او تفکیک وکړای شو. دمنطق او حکمت علم مونږ ته لدې نوره څه ګټه لري چې دخپلو مخالفینو سره دقرآن کریم داستدلال  طرز او فلسفه زده کړو، او هم دمناقشې او مباحثې پرمهال ددلایلو دپرځای استعمال او استخدام مواقع او مقامات درک کړای شو.  خو له بده مرغه – ملګرو راباندې غصه نه شی- زمونږ په مدارسو کښې ډیر برجسته او پیاوړي استاذان دخپلو شاګردانو دغه اړخ ته ډیره پاملرنه نه کوي. ددغه اړخ دنادیده نیولو تاوان دادی چې زمونږ یوه برخه شاګردان البته ټول نه، دټاکلي نصاب دویلو څخه فارغ شي، په نحو کښې –مثلا- دنحومیر څخه تر شرح جامي پورې يې دټولو دقیقو نکاتو او حاشیو په شمول خپل ذهن ته نقل کړې وي، ولې تر عمره پورې دهغه په ذهن کښې دفاعل تصور د (زید)، دمفعول تصور د (عمرو) او دحال تصور د(راکبا) پورې محصور وي، دیته ورته یې نور اعرابي حالتونه درواخله.

زه وایم دابهترین نصاب دی چې دنحو په اړه کلي قواعد په لنډه توګه طالب ته انتقالوي، پدې شرط چې استاذ لږ زحمت په ځان ومني، یوه ښه کتابچه ځان ته واخلي، او شاګرد ته دورځني درس په اړه دمبتدا، یا خبر، یا فاعل او …. اړوند قواعد دنحومیر، یا هدایة النحو، یا کافیه (هر کتاب چې استاذ یې په پدغه کال تدریسوي) څخه ووایي، او تطبیق لپاره یې څو مثالونه دقرآن کریم آیاتونه یا نبوي حدیثونه راوړي، چې استاذ به دمخه په خپله کتابچه کښې لیکلي وي، ددې ګټه به داوي چې هم به یې طالب دنحو په هدف پوه کړی وي، او هم به یې دکال په پاې کښې دراتلونکو شاکردانو لپاره تطبیقي نحو میر، تطبیقي هدایة النحو، تطبیقي کافیه ترتیب کړیوي، همدغه په نصاب کښې داصالت او معاصرت بنیاد تشکیلوي. همدیته ورته داصول فقه فن درواخله مونږ په اصولو کښې داصول الشاشي څخه تر مسلم الثبوت پورې ډیر قوي نصاب لرو خو که بیا له یو شاګرد څخه پوښتنه کوی چې ظاهر او نص راته په قرآن کریم کښې تطبیق کړه، نو فقط همدغه یو آیت يې زده وي چې ( فانکحوا ما طاب لکم من النساء ….). دلته یوه جالبه خاطره راپه زړه شوه زما یو ملګری دی ددکتورا په مرحله کښې زما همصنفي و، اوس په کابل پوهنتون کښې استاذ دی، ښه عالم شخصیت دی، ماته یې یو ورځې خپله خاطره بیانوله ویل يې : ما دفقه او اصولو سره زښته زیاته علاقه درلوده، خو تر پایه مې په قرآن کریم دهغو محدودو آیاتونه څخه پرته (نص) تطبیق نه کړای شو، نو تصمیم مې ونیولو چې عربي علومو ته مخه کړم، ما ورته خندل چې زه عربي له پدې نیت راغلی یم چې په اصول فقه پوه شم؛ ځکه داصولو ډیری قواعد په لغوي بنیادونو ولاړ دي، او ته له اصول فقه څخه عربي ته راتښتیدلی يې.

همدا راز ماته داعملي نه ښکاري چې زمونږ استاذ دې د (سلم) طالبانو ته خپل ټول قوت په (سبحانه ما اعظم شانه) کښې مصرف کړي، او په پاې کښې دې زمونږ طالب دسلم دویلو په غرض او غایه سر نه وي خلاص. زما هدف دادی چې زمونږ استاذان باید دشاګردانو دغه ستونزه په پام کښې ونیسي، او دفنونو دتدریس پرمهال یې باید ځان سره دتطبیق خواته بوزي.

او پدې اړه دې څوک دا نه وايې چې دا خو زمونږ دپخوانیو علماوو نصاب دی، او ځانونه په هغوي قیاس کوي، نه !! دا غلطه ده ، بلکې پدې اړه دهغوي اتباع پکار ده، او هغه داسې چې هغوي په ذاتي محنت او کوشش دا نصاب دتطبیق وسیله ګرځولې وه، نه غایه. دمثال په توګه تاسو خو په مقامات دمولانا ادریس کاندهلوي –رحمه الله- حاشیه وګوری، بیا درته خپله دهغه په عربي علومو کښې تبحر او وسیعه مطالعه معلومیږي، نادرې لغوي نکتې بیانوي، په بې شمیره قرآني آیاتونو استشهاد کوي. یا دمولانا عبد الحي لکنوي –رحمه الله- تالیفات وګوری، دبیلګې په توګه په علوم حدیث کښې دهغه یوه وړه رساله ده، د الرفع والتکمیل په نامه، نږدي له یونیم سل مصادرو څخه یې پکښې استفاده کړیده، داسې نور علما درواخله. څوک دا نشي ویلی چې دغو علماو دې په دغه محدود نصاب اکتفا کړیوي. بل دا چې زمونږ دشاګردانو لپاره هغه سویه، هغه محیط، او هغه چاپیریال اوس چیرې پاتې دی؛ نو پکار ده چې استاذان دخپلو اوسنیو شاګردانو سره پدې مورد کښې زحمت وباسي.

ج :     دعلمي سیالیو او بحثونو نشتوالی:

زمونږ دشاګردانو بله ستونزه چې دادارې سره تړاو لري داده چې زمونږ اکثره مدارس دشاګردانو تر منځ دعلمي سیالیو او بحثونو دایرولو خواته بیخي پاملرنه، نه کوي، چې دنه شتون له امله یې زمونږ اکثره  فارغان جامد او غیر متحرک وي،. دعلمي سیالیو او بحثونو دایرول دشاګردانو په فکري روزنه کښې دملا دتیر حیثیت لري، دعلم داهدافو سره یی اشنایي پیدا کوي، دهغه داخلي جوهر صیقل کیږي، بالقوة استعداد یې په بالفعل بدلیږي. په ګانده کښې په ټولنه کښې دیو واقعي لارښود، قاید او ژوندي معلم کردار لوبولی شي. امام بخاري –رحمه الله- په کتاب العلم کښې درسول الله –صلی الله علیه وسلم- دعلمي حلقې په میتود او طریقه یو باب ایښی (باب طرح الإمام المسألة على أصحابه ليختبر ما عندهم من العلم) چې دا مونږ ته را په ګوته کوي، چې کله ناکله دشاګردانو ترمنځ سیالی ترتیبول ځکه لازم دي چې یو بل ته یې علمي ذوق او علمي مقام ورمعلوم شي. دیته ورته بله ستونزه دلیکوالی دفن سره زمونږ دشاګردانو نا اشنايي ده، له بده مرغه ډیری مدارس پدې اړه بیخې بې تفاوته دي.

مونږ دمیډیا په عصر کښې اوسیږو چې په ټولنه کښې دیو فعال قوت په توګه په عامه اذهانو سیطره او واک لري، او هر لورې ته دهغوي دسوق کولو توان او ظرفیت لري. دمدارسو هدف په ټولنه کښې دفکري پلوه دقدوه کدرونو روزنه ده، چې ټولنه به رهبري کوي، عوامو ته به دژوند په هر اړخ کښې لارشونه کوي، دبیګانه وو دفکري یرغل په وړاندې به لکه دسپر دریږي. ولې زمونږ مدارس دې ډګر ته یا ندي متوجې شوي او یا ورته بیخي مهم نه بریښي. دشاګردانو داستونزه په ډیره اسانه توګه مهاریدی شي، که چیرې کومه مدرسه داخبار یا مجلې دچلولو امکانات نه لري، اقلا دوه دوه درې ورزیده استاذان دي مکلف کړي، چې دشاګردانو لپاره دیوالي جریدې ایجاد کړي، او دبیلابیلو مستویاتو او ټولګیو شاګردان دیته وهڅوي چې دغو جریدو ته خپلې لیکنې دنشر لپاره وروړي.

دا کار دشاګردانو په فکري روزنه کښې خورا عمده رول لري، په شاګرد کښې فکري وسعت او بصیرت پیدا کيږي، او هم په راتلونکي کښې دخپلې ټولنې په درد خوري.

د: په تعامل او رویه کښې تشدد:

له بده مرغه په ځینو مدارسو او تعلیمي ادارو کښې یو ډول تشدد لا اوس هم حاکم دی چې کله شاګرد آن له درس څخه زړه تورن کړي، دشاګردانو وهل، په یوه ځانګړی او مخصوصه طریقه په درسي حلقه کښې دشاګردانو جبرا کښینول، دنورو شاګردانو په منځ کښې دیو شاګرد توهینول، دا او دیته ورته په رویه او تعامل کښې تشدد او سختي دافغاني شاګردانو هغه ستونزه ده چې په هیڅ توګه دشاګرد دمستقبل لپاره ښه پیغام نه لري. اداره باید استاذان پدې واداره کړي چې دخپلو شاګردانو سره په رویه او سلوک کښې له نرمی کار اخلي، ددې ښه مثال دیو معلم او مشر په توګه درسول الله – صلی الله علیه وسلم- هغه تعامل او رویه ده چې دهغه – صلی الله علیه وسلم-داوږدې مودې خادم او شاګرد انس –رضی الله عنه- مونږ ته رانقل کړی. دشاګرد سره تړلې ستونزې :

 

 

الف: اهمال او بې رغبتي:

ځینې شاګردان مونږ وینو چې دخپلو ورځنیو درسونو او تعلیمي دندې اړوند مهملانه او بې رغبته چلند کوي، له درسونو څخه پټیږي، غیر حاضري کوي، او که کله حاضر هم وي؛ نو په ذهني لحاظ مستحضر نه وي، دورځنیو درسونو مراجعه نه کوي، که پوښتنه ځینې کوی ځواب نه وايي، په صنفي فعالیتونو کښې دشوق له مخې برخه نه اخلي، چې ددې ټولو جرړه او اساس بې رغبتي او اهمال ګڼل کیږي، چې دا یوه ستونزه ده او زمونږ په تعلیمی ادارو کښې شتون لري، چې تر شاه یې ډیر عوامل ممکن وجود ولري، او اداره او استاذ یي باید په ګډه ددرک کولو او له منځه وړلو هڅه وکړي، چې ددغې ستونزې ممکنه عوامل په لاندې توګه څیړو: کله کله ددرسونو سره دیو شاګرد بې رغبتي دکورنی محیط له امله وي؛ یعنې کورني نا مساعد حالات دیو شاګرد دبې رغبتی لامل شوی وي. کله کله دیو استاذ ناسمه رویه دیو شاګرد داهمال او بې رغبتی لامل کیږي. کله په ټولګي او صنف کښې دملګرو له خوا یو شاګرد دفشار لاندې راځي او دهغه دبې رغبتی لامل کیږي.

کله کله په یو مضمون کښې دیو شاګرد نه پوهیدل ددې سبب کیږي چې هغه دنورو درسونو اړوند هم داهمال خوا نیسي. کله کله یو استاذ په صنف کښې دلوړ استعداد دشاګردانو په سویه درس مخ ته وړي، او دکمزورو شاګردانو داهمال سبب کیږي. کله فقر او مالي بې وسي دیو شاګرد دبې رغبتی باعث شي، او نه شي کولی په ارامه ذهن خپلو درسونو ته دوام ورکړي.

دا ډول ستونزې هغه ستونزې دي چې دشاګرد سره تړاو لري، خو دا قابل علاج ستونزې دي، او په حل کولو کښې یې اداره او په ټوله کښې استاذ کلیدی کردار لوبولی شي. اداره باید دیوې مشفقې او مهربانه مرجع په توګه دشاګردانو په زړونو کښې ځای ونیسي، او استاذ باید داستاذې ترڅنګ دیو صمیمي دوست او خواخوږي په توګه شاګردانو ته خپل باور ورکړی وي. بیانو که چیرې دکورنی نا مساعد حالات دیو شاګرد دبې رغبتی سبب وي، اداره او استاذ کولی شي دنوموړی شاګرد دکورنی سره په بیلا بیلو وختونو کښې ناستي ولري ترڅو دپیښې ستونزې اړوند حل او تفاهم ته ورسیږي. که فرضا داستاذ رویه دبې رغبتی لامل وي، نو صمیمي اړیکی یواځینی لاره ده چې دشاګرد په رشد او پالنه کښې محوري رول لري، او یوه فعاله اداره باید پدې اړه ناخبره ونه اوسي.

که چیرې په یو مضمون دنه پوهیدا له مخې یو شاګرد اهمال کوي، نو باید استاذان په هماغه مشخص مضمون کښې دشاګرد نیمګړتیاوې ورحل کړي، ترڅو دفهم کچه یې له نور سره برابره شي. دلته غواړم خپله یوه خاطره درسره شریکه کړم، دمدرسې دپیل په وخت کښې مې دصرفي ګردانونو دزده کولو سره بلا ورانه وه، دزده کولو هیڅ هڅه یې ما نه کوله، میزان الصرف مو ویلو، او دمنشعب برخې یې بیخي زړه رانیولی وو، زمونږ استاذ وو مولوی صیب حضرت محمد –رحمه الله- الله تعالی په جنت کښې لوړ مقام ورپه برخه کړي، نورې ورزې به یې درس ویلو او دچارشنبې په ورز به یي پوښتنې کولې، او سخت وهل به یې کول، زه به دغه ورز مدرسې ته نه تلم؛ ځکه ګردانونه مې نه زده کول، آخر مې فکر وکړ چې تر څو به له مدرسې پټیږې، بس عزم مې وکړ چې دا ګردانونه به یادووم، سل دانې تسبې مې پیدا کړی، اول مې دفعل ماضی ګردان پوره سل ځل وویلو، او ښه مي یاد شو، بیا مې دفعل مضارع، بس نور مې بیا ترآخره نه بې ضرورته غیرحاضري وکړه، او نه راته نور په صرف کې ستونزه وه. که چیرې دشاګردانو فشار دیو شاګرد روحي مورال ګواښلی او دهغه دبي رغبتی باعث شویوي؛ نو دادارې دنظم کمیټه باید دغه ستونزه برسي او تعقیب کړي، او دشاګردانو ترمنځ دهمکاری او تعاون روحیه تلقین کړي. همدا راز که فقر دیو شاګرد ددرس مانع کیږي، باید اداره دمتمولو اشخاصو له لارې ممکن دشاګرد ستونزه حل کړې چې دا زمونږ داسلافو سیرت دی، او دمعاصرې نړې ډیرې تعلیمي ادارې دنادارو زده کوونکو لپاره  د(وجهي صندوق) په نامه ځانګړی بخش لري.

ب: له درسونو تیښته:

ځینې مهال په بالقوه توګه ذکي طالبان وینو چې شوخ طبیعتونه لری، خپله هم درس نه وايي او نور هم له درسونو کاږي، داهم یوه ستونزه ده چې حل یې له څو لارو ممکن دی:

۱- داستاذ ګذشت:

دا ډول شاګردان عموما استعداد لري، خو شوخي او له درسونو تيښته یې عادت ګرزیدلی، که چیرې استاذ دحکیمانه رويي له مخې دغه ډول شاګردان له ناکامی وژغوري، او کامیاب يې کړي، دا کار ډیر ځله پدوي کښې مثبت احساس پیدا کوي، درسونو ته را مایل کیږي، او پدې فکر یې مجبوروي، که چیرې درس ووايي نو ښي نمرې او لوړ مقام به ترلاسه کړي.

۲- تنبیه :

که چیرې له معقول ګذشت سره سره بیا هم سم مسیر ته را ونه ګرځي نو اداره یا استاذ باید دا ډول شاګردان تنبیه کړي چې دا څو لارې لري:

۱- توصیه ورته وکړي.

۲- نمرې یې قصدا ورکمې کړي، او دبې نظمو شاګردانو په کتګوری کښې يې وشمیري.

۳- مناسبه تادیبي جزا ورکړي.

 

About admin