Home » لمونځ » داستخارې لمونځ او طریقه یې

داستخارې لمونځ او طریقه یې

صلاة الاِستخارة :

د استخارې معنا ده : له الله جل جلاله څخه خير غوښتل ،  رسول الله صلی الله عليه وسلم  په خپلو  سپېڅليو  لارښوونو کې مسلمانانو ته  دا هم ور ښودلې ده چې له هر کار څخه مخکې دې استخاره کوي يعنې له الله جل جلاله څخه  دې د هغه کار خير غواړي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي چې : هغه څوک به تاوان ونکړي چې  له کار نه مخکې يې استخاره وکړه ، او هغه څوک  به پښېمانه نشي چې  مشوره يې  وکړه  ، او هغه څوک به بې پيسو نشي چې په احتياط سره يې مصرف وکړو  .  ( طبراني ) عن أنس بن مالك قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم ما خاب من استخار ولا ندم من استشار ولا عال من اقتصد ( المعجم الأوسط للطبراني )

د استخارې طريقه :

حضرت جابر بن عبد الله رضي الله عنه  فرمايي چې  : رسول الله صلی الله عليه وسلم به  مونږ ته  په هر کار کې له مخکې  نه  استخاره  په  دومره  پاملرنې ( اهتمام ) سره راښودله لکه  څنګه به  يې   چې د قرآن يو سورت را ښودولو ، فرمايل به يې چې  : کله تاسو د کوم کار هوډ   (قصد) وکړئ نو  ( له هغې نه مخکې اول ) دوه رکعته ( نفل ) لمونځ وکړئ ، بيا دا دعا او وايئ :  اَللّهُمَّ إِنِّيْ أَسْتَخِيْرُكَ بِعِلْمِكَ وَ أَسْتَقْدِرُكَ بِقُدْرَتِكَ وَ أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ الْعَظِيْمِ فَإِنَّكَ تَقْدِرُ وَ لَا أَقْدِرُ وَ تَعْلَمُ وَ لَا أَعْلَمُ وَ أَنْتَ عَلَّامُ الْغُيُوْبِ , اَللّهُمَّ إِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الْأَمْرَ خَيْرٌ لِيْ فِيْ دِيْنِيْ وَ مَعَاشِيْ وَ عَاقِبَةِ أَمْرِيْ  فَاقْدُرْهُ لِيْ وَ يَسِّرْهُ لِيْ ثُمَّ بَارِكْ لِيْ فِيْهِ وَ إِنْ كُنْتَ تَعْلَمُ أَنَّ هَذَا الْأَمْرَ شَرٌّ لِيْ فِيْ دِيْنِيْ وَ مَعَاشِيْ وَ عَاقِبَةِ أَمْرِيْ فَاصْرِفْهُ عَنِّيْ وَ اصْرِفْنِيْ عَنُهُ وَ اقْدُرْ لِيْ اَلْخَيْرَ حَيْثُ كَانَ ثُمَّ ارْضِنِيْ بِهْ  . ( بخاري )

که د چا عربي زده وي نو د دې دعا په هغو دوه ځايونو کې دې له ( هذا )  څخه وروسته د خپل کار  نوم اخلي  چې د  ( هذا )  ټکي  پکې  راغلي دي  ، او که يې عربي نه وي زده نو بيا دې  پدې دواړو ځايونو کې خپل کار او حاجت په زړه کې  له ځان سره  وايي  .

عن جابر بن عبد الله رضي الله عنهما قال : كان رسول الله صلى الله عليه و سلم يعلمنا الاستخارة في الأمور كما يعلمنا السورة من القرآن ، يقول : إذا هم أحدكم بالأمر  فليركع ركعتين من غير الفريضة ، ثم  ليقل : اللهم إني أستخيرك الخ قال : ويسمي حاجته .   ( رواه البخاري )

قوله :و يسمي : أي : يعين حاجته مثل أن يقول : إن كنت تعلم أن هذا الأمر من السفر أو التزوج أو نحو ذلك . (عمدة القاري ، باب الدعاء عند الاستخارة )

مسئله  : د استخارې له لمانځه  نه  وروسته   يې  چې  په زړه  کې کوم  لوری   ښه ښکاره کېدلو نو هماغه لوری دې غوره کړي ، که په اول وارې د  ده  زړه  خلاص  نشو  نو  تر  ۷  اوو  وارو  پورې  دې   وکړي  .

مسئله : امام نووي فرمايي چې : مستحب دادی چې : په اول رکعت کې  قل يا أیها الکافرون او په دوهم کې قل هو الله أحد  ، اووايي .  ( تحفة الأحوذي )

قال النووي إذا استخار مضى بعدها لِما شرح له صدره انتهى .

قد ورد تكرار الاستخارة في حديثٍ رواه بن السني من حديث أنس مرفوعا بلفظ : إذا هممت بأمر فاستخر ربك فيه سبع مرات ثم انظر إلى الذي يسبق إلى قلبك فإن الخير فيه .

يستحب أن يقرأ في ركعتي الاستخارة في الأولى بعد الفاتحة قل يا أيها الكافرون و في الثانية قل هو الله أحد  . ( تحفة الأحوذي ،باب ما جاء في صلاة الاستخارة )

لیکوال : مفتي محمد شريف  راشد    

About admin