Home » علمي شخصیات » دعلامه شامي رح ژوند اوحالات

دعلامه شامي رح ژوند اوحالات

   دعلامه شامي رح نوم محمدأمين و ، خومشهور په ابن عابدين سره و ، عابدین دنوموړي شپږم نيکه و .

اودنوموړي دنسب سلسله په دي ډول ده: محمدأمين بن عمربن عبدالعزيزبن أحمدبن عبدالرحيم ابن نجم الدين بن محمدصلاح الدين الشهیربعابدين،المعروف بابن عابدين .

علامه شامي رح په اووه ويشتمه پیړۍ کې له امام جعفررحمة الله سره أوپه دروديرشمه پيړۍکې له فخرموجودات محمدمصطفی صلی الله تعالی علیه وسلم سره يوځای کيږي .

علامه شامي رح په یوه لس سوه اته نوي [۱۱۹۸] هجري قمري کې دشام په دمشق کې زیږیدلی دی .

همدلته یې وده کړي ، اوکله چې دزده کړي شوی نولمړی یې قرآن کریم حفظ کړی دی ، اوعجیبه ده اچې دقرآن کریم حفظ یې هم په خپله   بي استاذه کړی   ،

په دیني علومو پسي سفر  

تقدیر کې د هغه په اړه ډیرڅه لیکل شوي و ،هو؛هغه به دعلمي نړۍ یوداسې محقق وي چې ښایې دزماني په مخ یې له ده وروسته ساری ونه لیدل شې .

یوه ورځ دخپل پلاردتجارت په أستوګن ځای کې ناست و، اودقرآن کریم تلاوت یې کاوه ، یونا اشناتن راښکاره شو اوماشوم ابن عابدین ته یې وویل : داځای دقرآن کریم دتلاوت نه دی دلته خلګ سوداوي کوي ،خلګ قرآن کریم ته غوږ نه نیسې ، چې په دي سره ګنهګاریږئ . اوبل ستاسو قرائت هم ښه نه ده ، دتجویدغلطي لري .

دعلامه شامي رح په زړه دي خبري داسې اثر وکړ چې سمدستي ولاړشو ، اودعلم په لټه کې شو ، لمړی یې غوښتل چې دقرآة یواستادومومي یوچا ورته ،شيخ القراء علامه سعيد الحموي معرفي کړ،علامه شامي رح سیده دهغه میني ته ورغی اوله نوموړي استاذ څخه یې د تجويدأوقرأةعلوم ولوستل اوترهغه همالته پاته شو چې دغه علوم یې پای ته ورسول ،

علامه شامي رح دواړاندینیو علومو څخه دفراغت وروسته په نورو علومو لکه صرف ، نحو اوفقه باندي مشغول شو،

اوبیایې دعقلي علومو لپاره شیخ امیرالمصري ته ورغی ، اوبیامعقولاتو دتحصیل وروسته یې دحدیث اوتفسیرعلوم له شیخ سيّدمحمدشاکرالسالمي څخه ولوستل اووروسته یې له الشیخ محمدالکزبری څخه هم زده کړي وکړي اوله نوموړي څخه یې دعلومو دتدریس اجازه هم ترلاسه کړه .

علامه شامي رح دظاهري علومو دزده کړو څخه وروسته دتصوفو علوم هم حاصل کړو، چې ورسره دعلم په میدان کې علامه شامي رح یوځلانده ستوري په ډول وځلیده .

دفراغت نه وروسته دعلامه شامي رح ژوند :

علامه شامی رح خپل ټول ژوند دالله تعالی په ذکر،عبادت،درس تدريس ،افتاء،اودکتابونو په لیکلو تیرکړی

ده خپل ژوند همدغه اعمالو ته وقف کړی ؤ، البته چې کله به درمضان المبارک میاشت داخله شوه نوهره شپه به یې یوځل دقرآن عظیم شان ختم کاوه .درمضان المبارک نه علاوه به هم نوموړي عالم زیاتره شپه په ژړا، تلاوت ، اوعبادت باندي تيره وله .

دعلامه ابن عابدین رح تصنیفات

ددي ستر محقِق علامة ابن عابدين رح ليکنې أوتصنيفات ترشلو أوړي ، خودهغه هره لیکنه داسې په زړه پوري اوله تحقیق نه ډکه ده چې ساری یې نه لیدل کیږي ، دده هره لیکنه خورا په زړه پوري اوله علمي منافعو پیمانه ده ،دنړۍ ګوټ ګوټ کې يې مسلمانان له کتابوڅخه استفاده کوي

همداراز دعلامه شامي رح په علمي لیکنو سربیره په علم تصوفو کې هم ډیري لیکني کړيدي ،دبيلګې په توګه :یوه رساله یې(داجابةالغوث ،ببیان النقباء ونجماء ولأبدال والأوتادوالغوث )په نامه ده ،هغه دارساله یواځې دیوې پوښتنې په ځواب کې ليکلي،

همداراز یې یوه بله رساله (دسلّ الحسام الهندي لنصرة مولاناخالدالنقشبندی)په نوم لیکلي ،دغه رساله یې دهغه اعتراضاتودرد په لړ کې ليکلي چې په علامه خالدنقشبندي رح باندي ځینو معاندینو کړي ؤ ، خبره داسې وه چې کله دشام سترعالم ضیاء الدين خالدنقشبندي له هندوستان څخه بیرته شام ته ستون شو اوله هندڅخه یې دمیرزا مظهرجان جانا ن رح دتصوفوعلوم نقل کړل ،دوخت معاندینو په هغه بي ځایه اعتراضات کول نوعلامه شامي ر ح دهغو ټولو اعتراضاتو خورا ښه اوپه زړه پوري ځوابونه ولیکل .

دعلامه شامي رحمه الله  دوه عجیبه پيښې :

یوه ورځ علامه شامي رح له خپل أستادسيدمحمدشاکررح سره دځيني علماوخدمت کې چې له هندڅخه یې تشريف راوړی ؤ حاضرشو،کله چې دوئ له شيخ عبدالنبي رح سره ولیدل نواستاد علامه سیدمحمدشاکر رح کیناست او علامه شامي رح همدلته نږدي ودریده اوداستاد مچڼي یې په لاس کې وي .

اودادشاګردانو عادت ؤچې داستاد سره به تو اوچې کله به استاد کیناست نودوئ به یې دمچڼو ساتنه کوله یابه یې داستاد دخدمت یاهم تبرک له امله په لاس کې نيوي .

بس په دغه حالت کې دشیخ عبدالنبي رح ورپام شو اوعلامه محمد شاکر رح ته یې وویل : چې دغه هلک ته ووایه چې کښېنې ، کنه وي زه هم ترهغه نشم کیناستی چې څودی نه وي کیناستی ،

وروسته علامه شیخ عبدالنبي رح زیاته کړه : چې ډیرژربه خلګ ددغه ماشوم لاسونه ښکل کړي ،اودده فایده به ډیره عامه شې ،ځکه په دي ماشوم کې دآل بیت نور له ورایه ښکاري ..

دوهمه واقعه

دعلامه شامي رح یواکاؤچې نوم یې شیخ صالح و، لوی ولی الله أوصاحب الکشف و، یوه ورځ يې دعلامه شامي رح مور ته ویلي ؤ چې لوی خدای ج به یو زوی درکړي اونوم به یې محمد أمین وي ، کله چې محمدامین وزیږیده نوعلامه صالح و ویل : چې الله تعالی ددي ماشوم په وجود کې سرداري ايښې ده .

دعلامه شامي رح په هکله نوري هم داډول واقعي شته چې موږ یې دلته په همدغه بیلګواکتفاوکړه .

ردُّالمـــــــــــــــحتار

ردالمحتارچې په عربوکې ،په حاشیه ابن عابدين سره زیات شهرت لري ، دعلامه شامي رح له ځانګړوکتابونو څخه یوخاص اوپه زړه پوري کتاب دی ، خورا له ظاهري اومعنوي ښیګڼو څخه ډک دی ،یوداسې تحقیق دی چې په فقه کې عموما اوپه فقه حنفي کې خصوصا ساری نه لري ،دوستان خوڅه چې ډیری معاندين هم ددې کتاب په جامعیت ،تحقیق ، اومقبولیت قائله دي ، همدغه کتاب دی چې دفتوی په ماخذ کې عمده رول لري بلکه ترڅوچې دعلامه شامي رح تحقیق نه وي نقل شوی علماوته هغه فتوا داعتماد وړنه وي .

رحلة اووفات یې

علامه شامي رح په دولس سوه دوپنځوست ۱۲۵۲ هق،دڅلورپنځوست کلنۍ په عمر له دي نړۍ څخه سترګې پوټي کړي دي

روح دي ښــــــــــــــــــادوي .

انالله وانااليه راجعون .

دعلامه شامي رح تصانیف اوباقیات الصالحات

علامه شامي رح ډیري ازښتناکي لیکني کړي دي اودخورا ارزښتمنو کتابونو ذخیري یې امت ته پری ایښې دي چې دبیلګي په ډول به یې لاندي دڅوکتابونونومونه ولیکو

ردالمحتار علی الدرالمختار

منحة الخالق علی بحرالرائق

شفاء العلیل ووبل الغلیل

العقودالدریة في تنقیح الفتاوی الحامدیة

نشرالعرف في بناء بعض الاحکام علی العرف

التحاف الذکي

عقودرسم المفتي

وشرح عقودرسم المفتي

حواشي شرح منار

حواشي مطول

حواشي بیضاوي

مجموعه رسائل ابن عابدین

اوداسې نور ………

لیکوال : مفتي ابویاسر

About admin