Home » جـــــهاد » دمورچل او منبردهمغږۍ موارد !

دمورچل او منبردهمغږۍ موارد !

لیکوال : م محمد

لکه څرنګه چې دانسان بدن له مختلفو اجزاوو  جوړ دی، بلکل همداسي داسلام مبارک دین مختلفي شعبې لري ،  لکه څرنګه چې دانسان دبدن غړی هریو ځان ته ځان ته وظیفه لري،   سترګي لیدل کوی ، لاس نیول کوي ، پښي تلل کوي  ، خوله ویل  کوي  او …  چې په  دې توګه   یوکامل جسم  په ښه طریقه ژوند کولی شي او دزماني  له  مشکلاتوسره ډغري وهلی شي  ، همداراز  داسلام دین  هلته  بشپړ اوکامل کیدلی شي، چې ټولي شعبې یوله بل سره  همغږي ولري،

 که  څه  هم  په  ظاهره  ددې ټولو شعبو کار جلاجلا معلومیږي، خو په حقیقت کې  ټولي شعبې دیوه مقصد لپاره دي اوهغه مقصد  هغه مهال  ترلاسه کیدی شي ،چې  ددین داټولي شعبې یوله بله سره همغږي وي .

دقرآن کریم په  دي مبارک آیت کې  ( وانتم الاعلون ان کنتم مؤمنین )  او تاسو به سرلوړي یاست که  تاسومومنان واست  )  هم همدي   خبرې ته اشاره کوي ، ځکه یومسلمان ترهغه  کامل مسلمان کیدلی نه شي، چې ترڅو په بشپړه توګه مسلمان نه شي ، او کامل مسلمان هغه دی، چې  ددین ټولي شعبې  حق ورته ښکاري او چې په وس یې پوره وي ،په هغه شعبه  اوبخش کې  له خدمت کولو ځان ونه سپموي.

ددین ټولي شعبې یوله بله  سره  تړاولري، خو ځیني شعبې  له ځینو نورو شعبو سره خصوصي تړاو لري ،  داسي تړاو چې یو دبل دبقا ضامن دی،   په  دوئ کې که هره شعبه   له  هغه بلي سره اړیکي پرې کړي ،نو خپله همداشعبه  به هم له منځه ځي.

که څه هم جهاد داسلام دمبارک دین دټولو شعبو ساتونکی  او دمسلمانانو  دسرلوړي  رازپکې نغښتی ،خوپه ټولو شعبوکې یې له  منبر اومحراب سره    تړاو بیخي زیات دی ، داسي تړاؤ لکه په بدن کې چې ددماغ  او زړه دی ،    همدالامل دی، چې  تل  یرغلګرو  یهودو اونصاراوو  اونورو متعصبو کفارو  داهڅه کړي    ترڅو منبر او مورچل سره  جلاکړي.

  ځکه دایوڅرګندحقیقت دی ، چې  دیوه په فلج  کولو سره  هغه بل بیکاره اویاهم له منځه  وړل کیږي.

څرنګه چې  منبر دقرآن  ، حدیثو ، دیني کتابونو  دتدریس ، دالهي احکامو : فرائضو ، واجباتو ، سننو اومستحباتو  دبیان  اوپه خلکو کې یې دعملي کولو لپاره  ستر رول اداء کوي ، مورچل ته دځوانانو هڅولو او داسلامي نظام دقیام لپاره  دهغوی  ویني په جذبو راوستلو کې  خورا مهم رول لري  ، همداراز مورچل  دمنبر په شمول   دالهي قانون  اونورو ټولو اړونده ادارو ساتنه  او حفاظت کوي ،

دمنبربقاء  په دې کې ده ،چې  دمورچل ستاینه  او ساتنه  وکړي   او دمورچل بقاپه دې کې ده، چې خپل ټول مسائل له منبره  حل کړي.

نو ځکه خو باید مسلمانان دې ته  متوجه شي، چې  دا داسلام زړه  اودماغ  یوله   بل سره  په  ښو اړیکو کې وساتي   ،کنه وي ،بیا به  اسلام فلج وي  اویابه هم  له هغې نقشې ورکیږي، چېري چې دا آفت راغلی وي .

منبردعامه پوهاوي او عامه مسلمانانو  دیوې مهمې درسګاه په توګه  پیژندل شوی ، دمنبرخاوندان کولی شي ،داشیندلی  او ټوټه ټوټه  امت راټول کړي،  مسلمانان یو ځل بیا په یوه  قومانده کې راټول کړي،

دمنبر اومورچل  داتحادلپاره  ترټولو مهم شئ  دعصبیت له منځه وړل دي ،چې د  علاقې ، نسل ، رنګ ، هیواد ، قوم ، وطن ،ژبې ، خاندان حسب اونسب    په  بنیادباندي  ډلبازۍ   ته   عصبیت  ویل شوی,

که دکوم  فرد یا ډلي  له لوري  د کوم  تقریر ، تحریر یا له عمل څخه   دعصبیت  بوی  راشي،  نو سمدستي یې باید چاره وشي  اوپه دې  هکله باید له  هرې ممکنې لاري  څخه  ګټه پورته شي  ، ځکه دیوه انسان  شورش هم غټه خبره ده ، څرنګه چې  د اورلګیت (ماچس) یوه لګول شوي  دانه ټوله نړۍ سوځولی شي  ،نو یوانسان هم یوه غټه  فتنه راولاړولی شي ، نوځکه ضروري ده  چې مسلمانان  باید له عصبیت څخه په کلکه را وګرځول شي  او داتحاد اواتفاق  هراړخیز کوشش یې  وشي.

اتحاد اواتفاق یو داسي ټولنیز ضرورت دی ،چې  له هغه پرته  دیوې کورنۍ  او قوم  دبقا تصور هم نه شي کیدی، چې بیا هم  داتحاد ترټولو سترننګونکی عصبیت دی ، ځکه عصبیت  دانسانانو جذبات منفي لوري ته بیایې ،عصبیت انسان ړنده وي ، دانسان عقل مفلوج کوي  ، تفریق  خوروي ، نوچیرته چې عصبیت وي هلته اتحاد ممکن نه دی

دعصبیت له منځه وړلو پرته په  مسلمه امت کې  داتحاد آرزو  او هیله لرل  تش دخوب لیدلو مترادف دي،

همدا لامل دی چې  رسول الله صلی الله علیه وسلم   دعصبیت  په سختو الفاظو غندنه کړي  او په یوه مبارک فرمان کې یې راغلي : څوک چې په عصبیت باندي ومړ،  هغه په  جهالت باندي ومړ  اوڅوک چې خلک عصبیت ته رابولي ،هغه له موږ څخه نه دی ، څوک چې  په عصبیت سره  جګړه کوي، له موږ څخه  نه دی ، اوڅوک چې  په عصبیت باندي ومړ، له موږ څخه نه دی.

 اتحاد ترټولو لوی اصل دی :

 اتحاد ژوند  دی   او  تفرق   مرګ دی ، اتحاد  دترقي لمړنی شرط دی  او بي اتفاقي  دبربادۍ  لمړۍ زینه ده ، که موږ متحد شو،  نو په  زمانه کې به  له  هرډول  ستونزو سره ډغره وهلی شو   او همدا  دتاریخ  ترټولو  لوی سبق   دی ، مګر ډیر افسوس چې دتاریخ  همدا سبق  چې څرنګه  موږ مسلمانانو هیر کړی ،   بل مثال یې  ونه لرو.

بل  پلو دامهال دیوه منظم پلان له مخې په امت کې  دانتشاراو له علماووڅخه دمنتفرکولو فتنې ته هوا ورکوله کیږي ، ځکه داسلام  دښمنان له اوږدو تجربو وروسته دې نتېجې ته رسیدلي، چې دمسلمانانو په بدن کې دجهاد ولولې پارونکي  او دکفردمقابلې لپاره په تشو لاسونو ځوانان دهمدې  منبرله اوازه  تیاریږي ،نوځکه دښمن پوره زورکوي، چې عام مسلمانان اومجاهدین له علماوو نه رابطه وشکوي  اوپه یو بل یې بدګمانه کړي ، کله  استخباراتي کړۍ  په منبر اومحراب کې ماین ځای پرځای کړي، ترڅو امام  اوڅو نورلمونځ کونکي ورباندي شهیدان کړي اونېغ په نېغه یې  دپړي ګوته دمورچل لوري ته ونیسي اوکله بیا په عامه  له ګڼي ګوڼي ډکو بازارونو اومارکیټونوکې  دتکتیکي ماینونوپه مټ چاودني کوي  اوبیایې هم نېغ په نېغه ګوته دمورچل زلمیانوته نیوله کیږي،  چې داټولي دسيسي دهمدي لپاره دي ،چې ملت ، منبر اومورچل یوله بله  سره فاصله پیداکړي .

که  داندلس تاریخ ته   سرسري نظر وکړو،  هلته چې د (ازابیلا اوفرډینانډ) ملګرو  کله مورچل اومنبر یوله بل سره په فاصله کې کړل، نویې په لنډه موده کې ، د(غرناطې ، اشبېلیې ، قرطبې) اونور وروستي مورچلونه هم له مسلمانانو ونیول  اوکله چې په دې  کامیاب شول او مورچل له منځه لاړ، نور منبر اومحراب په خپله  داسي پاتي شول چې آن  بیایې چا دتکبیر زوږ هم وانه ورید.

که لیري نه ځو، په دې نږدي (ماوراء النهر ، سمرقند ، بخارا ، ترمذ اونورو ښارونوکې چې  دوخت  ددین  ترټولو ستردیني مرکزونه  وو،  هم هغه مهال اسلام له منځه لاړ،چې کله لمړی دمورچل اومنبرترمابین فاصله پیداکړله شوه   او ددې درز رامنځه کیدو سره هغه محدود څوتنه چې په حقایقو پوهیدل، له  لږې جګړې وروسته یاشهیدان یاتسلیم شول ،چې له دې سره منبرهم  خپله  له منځه لاړاو بیاچاله منبرڅخه دحق اواز پورته کیدل وانه ورید.

نوهمدالامل دی ،چې  اوس ډېره هڅه کیږي ،ترڅو دمنبر اومورچل  ترمنځ فاصله پیداکړي ، یوڅوتنه کرایه شوي کسان په منبرونو باندي راوستل شي ، دجهاد اومجاهدپه خلاف اواز پورته کړي، هغوی ته تروریست او دهشت خورونکی  وویل شي ، دماشومانو ذهنیتونوکې مو دپلرونو اونیکونو دښمنان ترټولو خواخوږي معرفې کړي،  دپلارتوره مو له لاسه وباسي او بیا زموږ دمساجدوهم هماغه حال شي، لکه څرنګه چې یې په اندلس اونږدي ماوراء النهر کې وینو!

About admin