Home » علمي شخصیات » د اسلامي بصیرت او خلوص د دنګ منار د رحلت او فراق په ویر کې
41163174

د اسلامي بصیرت او خلوص د دنګ منار د رحلت او فراق په ویر کې


مرحوم مولوي سیدمحمد حقاني، هغه پرافتخاره او باوقاره هستي وه چې د خپل عمر ټولې لحظې او شپې ورځې یې د اسلام د مقدس دین د لوړاوي او د محمدي شریعت د نفاذ په غم او هڅه کې صرف او تیرکړل.شاوخوا یوویشت کاله د مخه کله چې په افغانستان کې د فساد او بربریت په ضد د طالبانو اسلامي حرکت پیل شو، له هماغه ورځې بیا د مرګ تر سلګیو پورې د عزت او معنویت دغه نومیالی سالار یو ساعت او یوه لحظه هم پرته له دې چې د اسلام او هیواد په سرشاره خدمت بوخت واوسي؛ بل شغل او بنیادي بوختیا یې نلر له.

مستعد او سرلوړی حقاني صاحب، د اسلامي امارت په لیکو کې له فرهنګي مورچله نیولي بیا ترلوړو سیاسي او ټولنیزو خدمتونو او دندو پورې، چې کومه یوه به هم ورلغاړې شوه، د هغه د مخلصانه او مدبرانه قیادي هلو ځلو ورسته به هغه اساس او اداره په ډیر لږ وخت د نظم، شفافیت او ترقي یوه نه هیریدونکې نمونه او مثال و ګرځیده.

منلی حقاني صاحب، د خپلو حسينو اخلاقو او خاصو کمالاتو په مټ ذهنونه جوړول، د ملګرو ترمنځ به یې دریښتیني اخوت فضا حاکموله، د نفرت، کرکې او تعصب د جرړو بیخکني به یې کوله او د هر مسلمان په غم به غمجن او په خوشحالي به یې خوشاله و.

د پاک ضمیره حقاني صاحب، تقوا صرف د هغه په وینا کې نه وه خلاصه، بلکې څه به یې چې ویل هغه ته به یې د عمل جامه هم ور اغوستله، د بیت المال په حسابونو او شتمنیو کې به نهايي حساس او محتاط و، زیات کوشش یې دا کاوه چې د جهاد مال په شخصي حاجتونو کې ونه لګیږي.

په نورو او بې شمیره ځانګړتیاوو سربیره، مجاهد حقاني صاحب د جامع او خواخوږي فکر څښتن و، تل به یې مجاهدینو او ملګرو ته د دې خبرې توصیه او تلقین کاوه چې له ولس سره نیک او نرم چلند وشي، همیشه به یې په مجالسو او مشورو کې هغه طرحه او پریکړه تائیدوله او ترجیح به یې ورکوله چې ګټه او نفع به یې مخامخ عام ولس ته رسیدله.

خو الله تعالی ته نوره همدا منظوره او مقدره یې وه چې زمونږ له منځ نه به دا نازولې او متبرکه هستي اخلي او خپل لور ته به یې بيايي.

یاالله تعالی! مونږ خو د حقاني صاحب په رحلت او وفات سخت ودردیدلو، په فراق یې زمونږ زړونه قلم شول، هغه یو درویش صفته قاید، بې ریا مجاهد، د اخلاقو معلم، د خواخوږي او مینې مرجع او د ځوریدلو پرګنو لوی غمخوار و، ته یې ټول خدمتونه، جهادونه او سعي په خپل دربار کې قبولې او منظورې کړې، کورنۍ، دوستانو او مجاهدینو ته د جمیل صبر او اجر ترڅنګ، ته پرې د نعم البدل انعام ولوروه.امین ثم امین

په تلو تلو کې، د ښایسته حقاني صاحب، حسینې ځوانۍ او پاکو ولولو ته دغه پښتو لنډۍ ډالۍ کوم او د خاصې مینې احساس پرې اوبووم چې:

مرګیه صبر راته وکړه = ما د یارۍ بندونه اوس تړلي دینه!

About admin