Home » بېلا بېلي لیکني » دیویشتمې پېړۍ امریکایي کتاب (فرقان الحق) – علمي څېړنه (۷)

دیویشتمې پېړۍ امریکایي کتاب (فرقان الحق) – علمي څېړنه (۷)

لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفار جُبیر

د فرقان  حق په هکله معلومات:
–       الفرقان الحق(امریکایي قران):
داکتاب په ۱۹۹۹ میلادي کال کي  په ۳۶۶ پاڼوکي د
۱۔ اومیگا ۲۰۰۱ (Omega 2001)
۲۔ پریس وائن(Press wine) (15)
له لوري چاپ شو، دا کتاب د مقدمې، بسمله او خاتمې څخه ماسوا ۷۷ سورتونه لري، چي دسورتونو نومان یې په لاندی ډول سره دي:
۱: الفاتحه
۲: المحبة
۳:النور
۴: السلام
۵: الایمان
۶: الحق
۷:التوحید
۸:المسیح
۹: الصلب
۱۰: الروح
۱۱: الفرقان الحق
۱۲: الثالوث
۱۳:الموعظة
۱۴: الحواریین
۱۵:الاعجاز
۱۶: القدر
۱۷:المارقین
۱۸: المؤمنین
۱۹:التوبه
۲۰: الصلاح
۲۱: الطهر
۲۲: الغرانیق
۲۳: العطاء
۲۴:النساء
۲۵: الزواج
۲۶: الطلاق
۲۷: الزنی
۲۸:المایدة
۲۹: المعجزات
۳۰: المنافقین
۳۱: القتل
۳۲: الجزیة
۳۳: الافک
۳۴: الضالین
۳۵:الاخاء
۳۶:الصیام
۳۷:الکنز
۳۸: الانبیاء
۳۹:الماکرین
۴۰: الامیین
۴۱: المفترین
۴۲: الصلاة
۴۳: الملوک
۴۴: الطاغوت
۴۵: النسخ
۴۶: الرعاة
۴۷: الشهادة
۴۸: الهدی
۴۹: الانجیل
۵۰: المشرکین
۵۱:الحکم
۵۲: الوعید
۵۳: الکبایر
۵۴: الاضحی
۵۵: الاساطیر
۵۶: الجنة
۵۷: المحرضین
۵۸: البهتان
۵۹: الیسر
۶۰: الفقرآء
۶۱: الوحی
۶۲:المهتدین
۶۳: طوبی
۶۴:الاولیاء
۶۵: اقرأ
۶۶: الکافرین
۶۷: الخاتم
۶۸:الاصرار
۶۹: التنزیل
۷۰: التحریف
۷۱: العالمین
۷۲: الآلاء
۷۳: المحاجة
۷۴: المیزان
۷۵: القبس
۷۶: الاسماء
۷۷: الشهید
ددې کتاب د لیکلو موخه:
۱: و باطلي کفري عقیدې تثلیث ته انتشار ورکول.
۲: دا اعلان کول چي حضرت عیسی علیه السلام اخري پیغمبردی او له ده څخه وروسته بل پیغمبر نشته.
۳: مسلمانان مرتد کول او پخپل الهي سپیڅلی کتاب قرآن کریم کي مشکوک ساتل.
۴: د قرآن کریم ، اسلام، اسلامي اُمت توهین کول—هغه نامناسبه ، بد او فحش الفاظ چي انیس شروش ومسلمانانو ته استعمال کړیدی هغه دلته دراوړلونه دي.
۵: هغه نسبتونه چي قرآن کریم د یهودو او عیسایانو لپاره استعمال کړیدی هغه ټول ده دمسلمانانو لپاره کارولي دي لکه په دې شیطاني سورتونوکي: الماکرین، الامیین، المفترین، الطاغوت، الکبایر، المحرضین، البهتان، الکافرین.
۶:و فخر الموجودات حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته یې په سورة الانبیاء کي داسی دعناده څخه ډک الفاظ کار کړیدي چي زه نشم کولای چي دلته یې یادونه وکړم—یعنی ددې کتاب یومقصد دادی چي دنبي کریم صلی الله علیه وسلم توهین دي.
۷: واسلامي شریعت ته دکفر، قتل اوګمراهۍ لاره ویل شویده.
۸: و مسلمانانو ته ټول هغه بد، کرغیړن ، ناوړه او نالایقه الفاظ  کارشوی دي چي په انساني ټولنه کي یې یوڅوک د ټولنې و بد ترین انسان ته منسوبوي.
۹: انیس شروش چي کوم امتیاز مخکي درلودي- یعني هغه وخت چي ده دمرحوم احمد دیدات رحمة الله علیه سره مناظرې  نه وې کړي – هغه یې بیرته ددې شیطاني ایاتونو په لیکلو سره راوړﺉ.
۱۰: مخکي دی په دې مشهوره ووچي هغه فلسطینی عرب راهب چي مرحوم احمد دیدات رحمة الله علیه ورته دوه ځلی شرومونکې ماته ورکړه- خواوس به خلک وایي چي هغه انیس شروش چي دمهدي دعوه یې کړیده او شیطانی امریکایی قرآن یې ولیکی.
نوربیا…

About admin