Home » بېلا بېلي لیکني » دیویشتمې پېړۍ امریکایي کتاب (فرقان الحق) – علمي څېړنه (۶)

دیویشتمې پېړۍ امریکایي کتاب (فرقان الحق) – علمي څېړنه (۶)

لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفار جُبیر

مرحوم احمد دیدات د ډاکټرانیس شروش سره ئې بله مناظره په ۱۹۸۸ کال کي (کوم یود خدای کتاب دی قرآن که بایبل؟) وکړه.
Which is God*s Word? The Quraan or the Bible?

داچي انیس شروش په کفري نړۍ کي دښه امتیاز خاوند وو، داچي ده په لومړۍ مناظره کي ماتي وخوړه نوځکه یې دوهمه مناظره قبوله کړه، ده داسی ګمان کاوه چي په دې مناظره  کي به یوڅه لاسته کړم- خوپه دې کي داسی شرمنده شو چي اخر یې وناستو په زرهاووخلکوته ښکنځل اوسپکی سپوری پیل کړې، په دې دوهمه مناظره کي د عرب په لباس کي راڅرګندشو، ږره یې درلوده، چلتار یې پر سر وو- مرحوم احمددیدات رحمة الله علیه دده د ټولو هغو سوالونو ځوابونه ورکړل چي د مناظرې له بحث څخه وتلی وو اوکړی یې وه، احمد دیدات ورته وویل داچي ته وایې زه عرب یم او عربي می مورنۍ ژبه ده نو ستاعربي دومری کمزورې ده چي دماضی او د مضارع توپیر نشی کولای؟ د صفت اود موصوف توپیر نشی کولای؟ نوستا داټولې زده کړي دی په صفرکي ضرب دی نه په هیڅ پوهیږي  اونه دي څه لوستی دي، وده ته خښم ورغی اوبیایی دخولې څخه لاس واخیستی، بیاپه اخر کي یې ورته وویل چي تاپه مخکنۍ مناظره کي وویل چي ۷۵٪ سلنه قرآن کریم له بایبل څخه اخیستل شوی دی اوس دغه عربي قرآن اودغه یې عربي بایبل ته یې وماته ۱٪ یوه سلنه راثابت کړه ددې ناستوخلکوپه حضورکي

بیا نا ځوابه شو، ددې سختي ماتي وروسته ده یوکتاب ولیکی:
An Islamic Revealed, Christian Arabic Views of Islam
په دې کتاب کي یې هم خپل تروسه پوری واسلام ته سپیکې سپورې کړیدي لکه : داسلام ټول عقایدغلط دی، اسلام ددهشت ګردي دین دی، اسلام دقتل او قتال دین اوداسی نور…..
کله چي دسپټمر۱۱ پیښه رامنځته شوه، انیس شروش وویل : زه به اسلام د مځکې له مخ څخه ورکوم. ده دامریکې په حکومت باندی زور واچاوه چي کوم مسلمانان چي په امریکا کي دي هغه ټوله ومنځني ختیځ ته یوسه او هلته یوهایدروجن بم ورباندی وغورځوﺉ کاریې ورخلاص که، ده داخبرې په یوه پوهنتون کي کولې اوداسی نور پوره ښکنځل یې واسلام ته وکړل- اخر په دوهمه ورځ د پوهنتون ريس له خلکومعذورت وغوښتی چي دازموږتګلاره نه ده.
دانیس شروش دښمني داسلام په خلاف ښکاره ده، اوښکاره وه ده په اندونیزیا کي یوټی وي کانال رانیوی او داندونیزیا وعیسایانوته یې حواله کړ، داسلام په خلاف یې بل کتاب په عربي کي هم چاپ کړ ’’کشف حقیقۃ الاسلام‘‘ دی،  ده چي کله (الفرقان الحق) دامریکې د صدربوش په مرسته سره ولیکی ویې ویل چي محمدصلی الله علیه وسلم په ۲۳ کلونوکي قرآن کریم ولیکی اوما(الفرقان الحق) په۷ کلونوکي ولیکی.
نوربیا…

About admin