Home » ځانګړي ليکني » د ميلاد شرعي حيثيت

د ميلاد شرعي حيثيت

 

فامير صاحبزاده

ځيني علماء کرام د ميلاد شريف په اړه منفي او ځيني بيا مثبته رايه لري خو که د ميلاد شريف لمانځل په سمه طريقه وشي نو غالباً به داسي څوک پيدا نه کړو چې مخالفت دي يې وکړي، څوک چې د منفي اړخ دلائل وړاندي کوي هغوی هغه خرافات او ناوړه دودونه رامخته کوي چې له ميلاد پرته هم ورته د جواز لاره نه برابرېږي.

علامه جلال الدين السيوطي نورالله مرقده په الحاوي للفتاوی للسيوطي ۱۹۹ مخ کې وايي چې : عندي أن أصل عمل المولد الذي هو اجتماع الناس وقرآئت ماتيسر من القرآن و رواية الاخبار الواردة في مبدأ امرالنبي صلی الله عليه وسلم وما وقع في مولده من الآيات ثم يمدحهم سماط يأکلونه و ينصرفون من غير زيادة علی ذالک، هو من البدع الحسنة التي يثاب عليها صاحبها لما فيه من تعظيم قدرالنبي عليه السلام و اظهار الفرح والاستشار بمولده الشريف.

ژباړه : د ميلاد شريف لمانځل که په دې ډول وشي چې څه خلک راغونډ شي، لږ قرآن کريم تلاوت کړي، د پيغمبر عليه السلام د زوکړې د وخت د پېښو شويو حالاتو کيسې بيان کړي او بيا د خيرات په نيت دستارخوا هوار کړي او خلک ترې خواړه وخوري، دا حسنه بدعت دی، الله تعالی به د دې کار ترسره کونکي ته ثواب ورکړي، ځکه چې د محمد صلی الله عليه وسلم په زوکړه يې خوشحالي څرګنده کړې ده.

له رانقل شويو الفاظو ښکاري چې ميلاد شريف په خپله يو ښه او نيک عمل دی خو نن سبا يې ځيني خلک په نامناسبه طريقه ترسره کوي، بدعات قبيحه، د لارو بندول، عرسونه کول، ډولونه غږول او….. دې کارونو ته که له ميلاد پرته نظر وکړو هم د روا والي لاره ورته نه جوړېږي، نو ميلاد په خپله بد نه ده لکه خلکو بد کړی دی.

په شريعت کې ډير داسي کارونه شته چې خلک يې په ناوړه طريقه ترسره کوي، ناوړه اعمال جائز عمل ته هيڅ نقصان نه رسوي، د مثال په توګه تراويح چې خلک يې خورا تيزي او قرائت پکې له حده زيات تيز وايي چې هيڅ نه صحيح کېږي، نو تروايح په خپله نيک او سنت عمل دی، دې خبرې ته علامه سيوطي رحمه الله اشاره کړې او فرمايل يې دي : اصل الاجماع لصلاة التراويح سنة وقربة وما ضم اليها من هذالامور قبيح و شنيع و کذالک نقول اصل الاجماع لاظهار شعار المولد مندوب وقربة وما ضم اليه من هذه الامور مذموم و ممنوع ( الحاوي للفتاوی ۲۵۳ )

ځيني ناخبره کسان چې ړوند تقليد کوي او مطالعه نه لري، د خلکو تر منځ د تشنج رامنځته کولو په غرض اعتراض کوي چې : ميلاد که ښه او ضروري کار وای نو صحابه کرامو، تابعينو او تبع تابعينو به کړی وای او بل دا اعتراض کوي چې څوک ميلاد جوړوي مطلب يې بسپنه وي، دوی ته بايد ووايو چې راځئ عقلي دلائل شاته کړو او د حافظ الحديث ابن حجر العسقلاني رحمه الله ځواب ولولو، وقد سئل شيخ الاسلام حافظ العصر ابوالفضل احمدبن حجر عن عمل المولد فاجاب بما نصه : أصل عمل المولد بدعة لم تنقل عن احد من سلف الصالح من القرون الثلاثة ولکنها مع ذالک قد اشتملت علی محاسن و ضدها فمن تحری في عملها المحاسن و تجتنب ضدها کان بدعة حسنة ولا فلا.

ابن حجر رحمه الله فرمايي چې : اصلا ميلاد په خيرالقرون کې چا نه ده کړی خو بيا هم حسنة بدعت دی، خلکه ښه اعمال اوبد اعمال دواړه پکې کوي، که په ښو کارونو مشتمل و نو ثواب لري او که بد او ناسم اعمال پکې کېدل بيا ناروا ده.

ځيني خلک اعتراض کوي چې اصلا دا کار يو ناپوه باچا کړی دی، تاريخ دغه سړی المظفر ابو سعيد چې په ۶۳۵ کې وفات شوی، ليکلی دی، راځئ وګورو چې دا پاچا پوه دی او که ناپوه.

و اول من احدث فعل ذالک صاحب اربل المظفر ابو سعيد کوکبري بن زين الدين علي بن بکتکين احد مملوک الامجاد والکبرياء الاجواد وکان له آثار حسنة، قال ابن الکثير في تاريخه ( البداية والنهاية ) کان يعمل المولد الشريف في ربيع الاول ويحتفل به احتفالاً هائلاً وکان شهماً شجاعاً بطلاً عاملاً عالماً عادلاً، وقال سبط ابن الجوزي في مرآة الزمان، کان يحضر عنده في المولد اعيان العلما والصوفية فيخلع عليهم ( الحاوي للفتاوی ۲۰۰ )

علامه السيوطي رحمه الله ويلي چې لومړی ميلاد يو عالم، قهرمان، عادل او عامل سړي پيل کړی دی، سبط ابند الجوزي کښلي چې د نوموړي په وخت کې به د ميلاد مراسمو ته نابغة او تکړه ملايان او صوفيان رابلل کېدل، نو معلومه شوه چې په هغه وخت کې دا عمل يوازي باچا نه بلکه علماء کرامو او صوفيانو هم کاوه، دې ته په شريعت کې تعامل وايي چې تر ډيره وخته جاري و.

ځيني کسان دا خبره ډيره تکراروي چې په دې ورځ د پيغمبر عليه السلام زوکړه او وفات دواړه شوي نو تاسي ولي خوشحالي کوئ؟، راځئ په دې اړه علامه سيوطي رحمه الله ولولو، نوموړی فرمايي : ان ولادته عليه السلام أعظم النعم علینا و وفاته أعظم المصائب لنا والشريعة حثت علی اظهار شکر النعم والصبر والسکون والکتم عندالمصائب وقد امر الشرع بالعقيقة عندالولادة وهي اظهارالشکر وفرح بالمولد ولم يأثر عندالموت بذبح ولا بغيره بل نهی عن النياحة و اظهار الجزع فدلت قواعد الشريعة علی انه يحسن في هذالشهر اظهار الفرح بولادته دون اظهار الحزن فيه بوفاته وقد تال ابن رجب في کتاب ( اللطائف ) في ذم الوافضة حيث اتخذوا يوم عاشورا مأتما لأجل الحسين رضی الله عنه ( الحاوی للفتاوی ۲۵۳ )

ژباړه : د انسانيت د ستر لارښود صلی الله عليه وسلم زوکړه په موږ باندې لويه خوشحالونکې پېزوينه ده او رحلت يې بيا راته يو لوی رنځ دی، شريعت مونږ په دې امر کړي يو چې د نعمت شکر او ستاينه وکړ او په کړاونو او مصيبتونو صبر او استقامت وکړو لکه څنګه چې شريعت موږ د ماشوم د زوکړي په اومه ورځ په عقيقه کولو امر کړي يو لکن د ماشوم د مړيني په ورځ يې د يو شي په ذبح کولو هم نه يو مامور کړي.

ابن رجب په روافضو ځکه لعنت وايي چې د عاشورا په ورځ د حضرت حسين رضی الله عنه په شهادت ماتم او وير کوي، په داسي حال کې چې ماتم په شريعت کې ناسم کار دی.

ځيني خلک دا اعتراض کوي چې په دې ورځ تاسي ولي خپل درسونه رخصتوئ حال دا چې ديني درس او تدريس عبادت دی او په همدې ورځ بايد عبادت وشي؟، د دې اعتراض ځواب په لاندي عبارت کي ولولئ.

قال الکمال الادفودي في ( الطالع السعيد ) حکی لنا صاحبنا العدل ناصرالدين محمود بن العماد ان اباالطیب محمدبن ابراهيم السبتي المالکي نزيل قوص احدالعلماء العاملين کان يجوز بالمکتب في اليوم الذي فيه ولد النبي علیه السلام فيقول : يافقيه؟ هذا يوم سرور اصرف الصبيان فيصير فتا وهذا منه دليل علی تقريره وهدم انکاره وهذالرجل کان فقيها مالکيا متقنا في علوم متورعا اخذعنه ابوحيان وغيره، مات ۶۹۵ هق ( الحاوي للفتاوی ۲۵۶ )

يعني يو ديني ستر عالم ابوطيب محمدبن ابراهيم چې په ۶۹۵ کې وفات شوی ده په همدې ورځ ( دولسمه ) خپلو شاګردانو او د مدرسې استادانو ته ويل چې نن د خوشحالي ورځ ده بايد نن ورځ رخصتي اعلان کړو، يعني اته سوه ۸۰۰ کلاه پخوا هم دا عمل علماء کرامو کاوه، ايا د هغو ملايانو ديني پانګه د اوسنيو علماؤو په نسبت کمه وه او که بل مشکل و؟ دې پوښتې ته به څوک ځواب ورکړای شي؟.

حافظ شمس الدين الدمشقي په خپل کتاب ( مورد الصادي في مولدالهادي ) کې کښلي دي : الله جل جلاله په هره دوشنبه د ابولهب عذاب په دې ورسپکوي چې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم د زوکړې په ورځ يې يوه مينځه ازاده کړې وه، نو که مسلمانان ميلاد ولمانځي نو الله تعالی به څه عمل ورسره وکړي.

ده څه اشعار هم ويلي دي چې په لاندي توګه دي.

وقال الحافظ شمس الدين بن ناصرالدين الدمشقي في کتابه المسمی ( موردالصاوي في مولدالهادي ) قد صح ان ابا لهب يخفف عنه عزاب النار في مثل يوم الاثنین لاعتاقه ثوبية سروراً بميلاد النبي عليه السلام ثم انشر.

اذا کان هذا کافراً جاء ذمه                           وتبت يداه في الجحيم مخلدا

اتی انه في يوم الاثنين دائماً                    نخفف عنه لسرور بأحمدا

فماالظن بالعبد الذي طول عمره         بأحمد مسروراً ومات موحدا

الحاوي للفتاوی لجلال الدين السيوطي رحمه الله، صفحه ۲۰۶ مکتبة رشيدية

About admin