Home » بېلا بېلي لیکني » دیویشتمې پېړۍ امریکایي قرآن (فرقان الحق) – علمي څېړنه (۵)

دیویشتمې پېړۍ امریکایي قرآن (فرقان الحق) – علمي څېړنه (۵)

لیکنه اوڅېړنه: عبدالغفار جُبیر

۷: امریکایی قرآن (الفرقان الحق):
مخکي له دې څخه چي زه پر (الفرقان الحق) باندی رڼا واچوم زه ترټولو لومړی ودې ته راځم چي داکتاب ولی اوچا لیکلی دي؟؟؟
فرقان حق ولی اوچا ولیکی؟؟؟
داکتاب انیس شروش لیکلی (Anis Shorrosh) دی، انیس شروش یوفلسطینی عیسایي عرب دی، اوده خپل ځانته (المهدی ، مهدی منتظر اوالصفی) لقبونه لري، داردن په میسپی کالج (Mississppi College)  کي یې تعلیم حاصل کړیدی، د(Doctor of Divinity) DD څخه مخکي یې Orleans Baptist New Theological Seminary ولوسته، اودوه ځله یې په الوهیاتوکي ماسټری کړیده لکه په Institute of Seminory Ministory Dayton Tennesseeاو International luther Rice له یهودو سره ښې اړیکې لري هلته پردې باندی هم کتابونه لیکلی دي چي بیت المقدس اود فلسطین نوری ځمکی د یهودو دي، دی په یهود وکي هلته د ۱۹۵۹- ۱۹۶۶ پوری پادری Clorgyman هم پاته شوی دی، ده پوره ۴۰ کاله  دامریکې اواسرایلودسفارت له لوری په ډربن، کیپ ټاون، جوهانسبرګ، کینیا او نورو سیمو کی د عیسایي مبشراو مبلغ په ډول سره دنده هم ترسره کړیده.
انیس شروش او مناظر اسلام مرحوم احمد دیدات:
مرحوم احمد دیدات رحمة الله علیه له عیسایي راهبانوسره زښته ډیرې مناظرې او بحثونه کړیدي، دده په وخت کي په ټوله نړۍ کي داسی عیسایي راهب ، بیشپ او پاپ نه وو چي مرحوم دي ورسره مناظره اویابحث نه وي کړی په امریکا، کاناډا، برطانیه، اسټرلیا، ناروي، سویډن اوداسی نورو سیمو کي- دده دا ټولې مناظرې زما سره شتون لري چي دده دمرحوم مرکز IPCI(Islamic Propagation Center International) څخه راغلي هم دي ده مرحوم زښته ډیر کتابونه هم پرعیسایت باندی لیکلی دي چي هرښکلی کتاب یې وعیسایي اویهودي نړۍ ته داسی دي لکه شیطان چي په ډبرو ویشتل کیږي، نوددې مناظروپه ترڅ کي په ۱۹۸۵ کال دجولای پر۷ نیټه شیخ احمددیدات دپروفیسر فلوید اي کلارک (Professor Floye E Clark) سره (ایاعیسی علیه السلام صلیب شو؟) دلندن په رایل البرټ هال کي مناظره وکړه ،
د شیخ احمد دیدات رحمة الله علیه د مناظری ډول داسی ووچي لومړی هریوه خپل خپل تقریرکاوه اوپه پای کي بیا ناستو خلکو پوښتنې له هریوه څخه کولې، چي ددې پوښتنو په جریان کي انیس شروش راښکاره شو

اوویې ویل چي زه دوې پوښتنی لرم خوهغه رضاکار ورته وویل چي نه صرف دیوې پوښتنې حق لرې بیابه په صف دریږې اودوهم سوال به کوې- په دغه وخت کي انیس شروش وویل چي په قرآن کریم کي راغلی دي چي خدای پاک وایی ماحضرت عیسی علیه السلام مړکي دا ایات یې په فصیح عربی سره ووایه:
والسلم علی یوم ولدتُ ویوم اموتُ ویوم ابعث حیاًً (سورت المریم: ۳۳)
دانیس شروش ژباړه:
سلامتیادي وي پرماپه هغه ورځ چي زه پیداشوم په هغه ورځ چي زه یې مړکړم اوپه هغه ورځ چي زه یې ژوندی راپورته کړم.
مرحوم احمد دیدات رحمة الله علیه ورته راولاړ شو او دغه ایات مبارک یې بیا تلاوت کړاو ژباړه یې داسی وکړه:
سلامتیادي وي پرما په هغه ورځ چي زه پیداشوم، په هغه ورځ چي زه مړکيږم، اوپه هغه ورځ چي زه ژوندی راپورته کيږم.
احمددیدات داهم ورته وویل چي ددې توری (اموت) معنا چي مړکیږم (په راتلونکي وخت کي) داسی نه ده لکه تاچي وکړل چي (کله مړشوم په تیره زمانه کي)
کله چي دامناظره د پروفیسر فلویداي کلارک سره ختمه شوه په اخرکي انیس شروش بیاراغی او دمرحوم شیخ احمددیدات سره یې خبرې پیل کړلې احمد دیدات پوه شوچي داضرور یو راهب دی نوځکه یې ورته د مناظرې بلنه ورکړه پنځه عنوانونه یی ورته وړاندی کړل، دایې هم ورته وویل چي هره عنوان دي قبول کړی زه درته حاضریم چي مناظره درسره وکړم اودخپل ځان په هکله راته معلومات راکړه، خپل دتلیفون شماره، دفکس شماره، ادرس اوداسی نور…. انیس شروش قبوله کړه، په ۱۹۸۵ کال دډسمبرپه ۱۵ باندی دلندن په رایل البرټ هال کي دفلسطین الاصله امریکایی انیس شروش (Dr. Anis Shorosh) سره (ایاعیسی علیه السلام خدای دی؟(Is Jesus God? مناظره وکړه، چې په دې مناظره کي ۱۲۰۰۰ کسانوګډون درلودی.

په دې مناظره کي یې سخته ماته وخوړه- په دې لومړۍ مناظره کي یې ډیرې هیښونکي او پوچي خبرې وکړي چي زه یې دوې رااخلم:
۱: په قرآن کریم کي ۱۱۴ ځلی تثلیث راغلی دی، بسم الله الرحمن الرحیم، الله یوخدای دی، الرحمن بل خدای دی اوالرحیم بل خدای دی – (العیاذبالله)
۲: قرآن کریم چي زماپه ښکلې عربي ژبه سره دي هغه ۷۵٪ له بایبل څخه اخیستل شوی دی.
داچي موضوع دبحث (ایاعیسی علیه السلا م خدای دی؟) وه نودده ددې خبروهیڅ پروااحمد دیدات رحمة الله علیه  ونکړه،
نوربیا…

About admin