Home » بېلا بېلي لیکني » بایبل پیژنده (۶)

بایبل پیژنده (۶)

لیکنه او څېړنه: عبد الغفار جُبیر

۲۰: د کتاب آستير(استر) ليکوال:

دا یوه یهودۍ ښځه وه،کله چي بخت نصرحمله وکړه دا په جلا وطنو کي شامله وه، پاچا اخسویرس چي کله له خپلی لومړۍ ښځې څخه ناراضه شو نو له استر سره ئې واده وکړ، دا کتاب ۱۰ بابه دي او همدا کيسه پکښې ده.دا کتاب د پروتستانو په بایبل کي نشته

دا کتاب  غالباً د۴۶۵ ق م څخه وروسته لیکل شوی دی کيدای شي چي ددې لیکوال یو یهودي (مروکي)  وي،دا کتاب په یوناني نسخو کي (۱۰۷) ایاته زیات دی، خو داسی هم ویل کيږی چي کيدای شی چي دا کتاب به په ۱۱۴ ق م کي لیکل شویوي.

۲۱: د کتاب باروک (باروخ) ليکوال:

دا کتاب و حضرت باروخ علیه السلام ته منسوب دی،چي د حضرت یرمیاه علیه السلام شاګرد ؤ او د هغه د وحی کاتب هم ؤ،. دا کتاب د پروتستانو په بایبل کي نشته عام ګمان  دادی چي دا کتاب د

(۵۰- ۱۰۰ )  عیسوی پېړۍ په منځ کي لیکل شوی دی، باروک په عبرانی ژبه کي و (مبارک) ته ویل کيږی.

۲۲: کتاب طوبياه:

طوبت یو یهودي ؤ ده د خپل زوی (طوبیاه)په هکله  ئې دا کتاب ولیکي داد نفتانی نسل څخه یو یهودي ؤ، او دده لقب البار(نیک) ؤ،  مفسرین په دې آند دي چي دا کتاب د الهامي کتابو په لړ کي نه دی  دا کتاب هم د پروتستانو په بایبل کي نشته

۲۳: کتاب يهوديت:

دا و یوې یهودۍ کونډې ښځې ته منسوب کتاب دی،دا خپل په قوم کي یوه زړوره ښځه وه، دا کتاب د پروتستانو په بایبل کي نشته

۲۴: کتاب دانش( دسليمان پوهه):

ددې لیکوال هم نامعلوم دی. دا کتاب د پروتستانو په بایبل کي نشته

۲۵: د کليسا نصيحتونه:

دا کتاب په۲۰۰ ق م کي د یوه شخص مسیح ابن سروش و لمسی ته منسوب دی. دا کتاب د پروتستانو په بایبل کي نشته

په (ار ايس وی R.S.V) بايبل کي د عهدنامه قديم د کتابونو ليکولان:

پيدايښت: دا یو د پنځو کتابو څخه د حضرت موسی علیه السلام دی۔

خروج: دا کېدای سی چي موسی علیه السلام به لیکلی وي۔

احبار(لاويان): دا کېدای سی چي موسی علیه السلام به لیکلی وي۔

اعداد: دا کېدای سی چي موسی علیه السلام به لیکلی وي۔

استثناء: دا کېدای سی چي موسی علیه السلام به لیکلی وي۔

يشوع: زیاته برخه ئې یشوع لیکلې ده

قاضيان: امکان لری چي سموئیل به لیکلی وي۔

رُوت: په رښتنی ډول سره ئې لیکوال معلوم نه دی، او ګمان کيږی چي سموئيل به لیکلی وي۔

لومړی سموئيل: لیکوال ئې معلوم نه دی، چي چالیکلی دی؟۔

دوهم سموئيل: لیکوال ئې معلوم نه دی، چي چا به لیکلی وي؟

لومړی پاچايان: لیکوال ئې معلوم نه دی ، چي چا به لیکلی وي؟

دوهم پاچايان: لیکوال ئې معلوم نه دی چي چا به لیکلی وي؟

لومړی تواريخ: لیکوال ئې معلوم نه دی، البته عُزرا سره راټول کړیدی۔

دوهم تواريخ: ګمان کيږی چي عُزرا به لیکلی وي او هم ده  به سره راټول کړی وي۔

عُزرا: غالب ګمان دا کيږی چي عُزرا دی پخپله لیکلی وي۔

استير: لیکوال ئې هیڅ معلوم نه دی، چي چا به لیکلی وي؟

يعقوب: لیکوال ئې هیڅ معلوم نه دی، چي چا به لیکلی وي؟

زبور: لیکوال ئې حضرت داود علیه السلام دی، او حال دا چي نور لیکوالان هم پکښې دي۔

واعظ: په یقینی ډول سره ئې لیکوال شکمن دی، او زیات دا ویل کيږی چي سلیمان علیه السلام  ئې لیکوال دي.

يسعيا(اشعيا): دا کتاب و یسعیا ته منسوب دی، کېدای سی چي ځینی برخې ئې نورو لیکلی وي۔

يوناه (يونس عليه السلام): ددې لیکوال هیڅ معلوم نه ، چي چا به لیکلی وي؟

حبقوق: د لیکوال په هکله ئې هیڅ معلومات نشته، نه د ځای په هکله، نه د وخت په هکله  نه د پیدایښت په هکله او داسی نور۔۔۔

که اوس څه لږ یو څوک د عقل سلیم څخه کار واخلی هغه کتاب چي نه ئې هیڅ لیکوال معلوم وي، نه وسیدناحضرت عیسی علیه السلام ته منسوب وي، او نه هم و خدای جل جلاله ته منسوب وي، دا به څنګه د خدای کتاب شی؟؟؟

عیسایی نړۍ پخپله په دې ګواهی ورکوي چي دا د خدای کتاب نه دی، او هغه چاچي لیکلی دی د هغو هم هیڅ درک نه معلومیږی، د هغو د پیدایښت معلومات نشته، د هغو د ځای معلومات نشته، دا داسی شوي دي چي دا کيسې په یهودو کي د خلکو یادوې، هغه ئې راټولې کړې او د کتاب بڼه ئې ورکړه چي د وخت په تېرېدو سره د بایبل برخه و ګرځېدې او اوس دوی و یوه لورته وایی چي ددې کتاب د لیکوال هیڅ درک نشته او بل لورته وایی چي نعوذبالله دا د خدای کلام او دا کتاب الهي او الهامي دی۔

عهدنامه قديم (عتيق) له څه شی څخه بحث کوی؟

په لنډ ډول سره ور باندی رڼا اچوو.

۱: کتاب پيدايښت:

دې کتاب ته (سفرالخلیقه) هم وایی،سفرد (سین) په زیر سره او د (فا) په سکون سره، چي په عربي کي ورته صحیفه یا کتاب وایی، دا کتاب (۵۰) بابه دی،چي د ځمکې او اسمانو د پیدایښت څخه نیولې د حضرت یوسف علیه السلام تر وفات پوری په لنډ ډول سره حالات بیانوی علاوه له دې څخه د حضرت آدم علیه السلام، حضرت حوا علیهاالسلام،حضرت نوح علیه السلام،حضرت ابراهیم علیه السلام،حضرت اسحاق علیه السلام،حضرت یعقوب علیه السلام حالات شته.

۲: کتاب خروج:

دې کتاب ته سفر الخروج هم وایی،دا(۴۰) بابه دی، په دې کتاب کي د فرعون او د موسی علیه السلام کيسه،و بنی اسرائیلو ته تکلیفونه رسول،حضرت موسی علیه السلام نبی کېدل،و فرعون ته معجزې ښکاره کول،د قلزم په دریاب کي غرقیدل، بنی اسرائیل له مصره وتل او په سینا صحرا کي مشتیدل،د حضرت موسی علیه السلام و کوه طور ته تلل،او ځینی نور احکام.

۳:کتاب لاويان(احبار):

دې کتاب ته (کتاب قوانین) هم وایی،، دا کتاب  (۲۷) بابه دی،په دې کتاب کي احکام، پر سیناه غره باندی د قربانۍ سوځل،او داسی نور احکام د بنی اسرائیلو لپاره شامل دي.

۴: کتاب اعداد:

دې کتاب ته (کتاب شمار) او یا(سفر العدد) هم وایی،دا(۳۶) بابونه دي،په دې کتاب کي د بنی اسرائیلو د۱۲ ډلو بیان،دده د خور دمریمی وفات، دده د مشر ورور هارون علیه السلام وفات،د وحی په ذریعه دده د وفات نېټه معلومیدل،حضرت یوشع علیه السلام خپل خلیفه مقررول،د بنی اسرائیلو د مصر څخه و مواب ته سفر،بلعم بن باعورا،د حضرت موسی علیه السلام ځینی غزاګاني،او داسی نور… شامل دي.

۵: کتاب استثناء:

دې کتاب ته کتاب تکرار هم ویل کيږی،دا کتاب (۳۴) بابونه لری،په دې کتاب کي هغه احکام دي چي و حضرت موسی علیه السلام ته د موآب په ځمکه کي ورکول شوی وه، په دې کتاب کي و حضرت موسی علیه السلام ته منسوب تقریرونه،او داسی نور بیان هم شته چي دده تر مرګه پوری رسیږی.

۶:کتاب يشوع:

دا کتاب (۲۴) بابونه لري،د حضرت یوشع علیه السلام د بنی اسرائیلوسره د یردین در  و د څخه تیریدل،د سرکښو سره جهاد کول، د کنعان فتح،د بنی اسرائیلو و(۱۲) قبیلو ته ځمکه وېشل ،او داسی نور واقعات پکښې شامل دي.

۷: کتاب قاضيان:

د ا ۲۱ بابه دی،په دې کي د بنی اسرائیلو د ډلو اختلاف،او ددوی تر منځ جنګونه چي د حضرت یوشع علیه السلام د مرګ څخه وروسته دوی سره شکېل شول.

۸: کتاب روت(راعوت، رعوت):

دا ۴ بابه لري،په دې کي د راعوت په نامه د یوې ښځې کيسه ده، او داسی نور…

۹: کتاب لومړی سموئيل:

دا کتاب (۳۱) بابه دی،ساول چي د بنی اسرائیلو لومړی پاچا ؤ،د سموئیل مرګ،د هغه ښخول، د یوې پېړۍ تاریخ بیانوی، او داسی نور…

۱۰: کتاب دوهم سموئيل:

د ا۲۰ بابونه لری،په دې کي د ساول د خاندان بربا دیدل،د حضرت داودعلیه السلام پاچا کيدل،او دده د پاچاهۍ حالات.

۱۱: کتاب لومړی پاچايان:

دا۲۲  بابه دی،د حضرت داؤعلیه السلام د مرګ څخه وروسته د حضرت سلیمان علیه السلام پر ځای کښېناستل،د ملکې سبا کيسه،د بت پرستۍ بیان،د اسرائیلو د پاچاهۍ جوړیدل ،د یهودو د پاچا دیوشافاط بیان،د حضرت ایلیاه علیه السلام بیان او د نورو پاچاهانو بیان .

۱۲: کتاب دوهم پاچاهان:

دا کتاب ۲۵ بابه دی،دا کتاب د اخزیا د پاچاهۍ څخه د بنی اسرائیلو تر اخری پاچا یوشیع پوری،په دې کي د بخت نصر فتح،د ایلیا پیغمبر و اسمان ته پورته کيدل،او دده پر ځای د الیسع کښیناستل او داسی نور…

۱۳: کتاب د لومړيو ورځو تاريخ:

دا کتاب ۲۹ بابه دی،د بنی اسرائیلو د ډلو بیان،د ساول په هکله څه بیان،د حضرت داؤد علیه السلام تر وفات پوری حالات.

۱۴: کتاب دوهم تواريخ:

دا کتاب ۳۶ بابه دی،په دې کتاب کي د حضرت سلیمان علیه السلام څخه تر بخت نصر پاچا پوری او د هغه د تسلط حالات.

۱۵: کتاب عزرا:

دا(۱۰) بابه دی،د بنی اسرائیلو د بابل د قید څخه خلاصون د ایران د پاچا په حکم، ددوهم ځل لپاره و خپل ملک ته راتلل،د بیت المقدس دوهم ځل ابادول او داسی نور…

۱۶: کتاب نحمياه:

دا کتاب۱۳ بابه دی،نحمیاه د بابل د پاچا ارتخششتا په حکم سر ه راتلل،نوی ښار جوړول،او داسی نور…

۱۷: کتاب طوبياه:

دا کتاب (۱۴) بابه دی،په دې کتاب کي د طوبیاه د دیندارۍ او سخاوت په هکله بیان شوی دی.

۱۸: کتاب يهوديت:

دا کتاب (۱۶) بابه دی،پر یهودو سخت مصیبت راتلل،او ددې ښځې (یهودیت) په هکله بیان او داسی نور…

۱۹: کتاب آستر:

دا کتاب (۱۰) بابه دی،دا د بنیامین د ډلې څخه یوه یهودۍ ښځه وه،ددې ټوله حال پکښې دی.

۲۰: کتاب ايوب:

دا (۴۲) بابه دی،په دې کي حضرت ایوب علیه السلام خوشحاله کيدل،په ناروغۍ اخته کيدل،دده اولاد او مال هلاک کيدل او ددوهم ځل لپاره د خدای فضل ورباندی کيدل.

۲۱: کتاب زبور (مزامير):
دا (۱۵۰) زبوره دي،په دې کتاب کي د حضرت داؤدعلیه السلام دعاوې شته، مناجات، ترانې،مرثیه،او نظمونه شته.

۲۲: کتاب امثال:

دا کتاب ۳۱ بابه دی،په دې کي ټوله نصیحتونه دي.

۲۳: کتاب جامع(ټولنه/واعظ):

دا کتاب (۱۱) بابه دي،په دې کي د شریعت د احکامو اتباع او داسی نور… شتون لري.

۲۴: کتاب غزل الغزلات (نشيدالاناشيد):

دا (۸) بابه دی،په دې کي عاشقانه مضامین لیکل شویدي.

۲۵: کتاب حکمت:

دا کتاب (۱۱) بابه دی،په دې کتاب کي د حکمت فضیلت،د هغه اثار او داسی نور شته.

۲۶: کتاب يشوع بن سيراخ:

دا کتاب  (۵۱) بابه دی،په دې کتاب کي ګستاخی، نصیحتونه ،مختلف بیانونه،د زنا په هکله، د پیغمبرانو په هکله او داسی نور.

۲۷: کتاب يسعياه (اشعيا):

دا کتاب (۶۶) بابه دی،د یروشلم د تباهۍ وړاندوینې،او څه داسی مضامین پکښې دي چي د بنی اسرائیلو سره تړاو لری او داسی نور…

۲۸: کتاب يرمياه:

دا کتاب (۵۲) بابه دی،په دې کي د یرمیاه وړاندوینه د یروشلم (بیت المقدس )د تباهۍ،د بابل د تباهۍ او د مصر د تباهۍ دي، د صدقیا پاچا احوال او داسی نور…

۲۹: کتاب نوحه( مرثې):

دا کتاب ۵ بابه دی،د بابل د پاچا په واسطه چي کومی تباهۍ راځی پر هغو باندی غم کول.

۳۰: کتاب باروک(باروخ):

دا کتاب (۶) بابه دی،په دې کتاب کي د بیت المقدس قبضه کول،و مصر او بابل ته تګ او داسی نور…

۳۱: کتاب حزقی ايل(حزقيال):

دا کتاب (۴۸) بابه دی،په دې کتاب کي د بنی اسرائیلو د قید څخه خلاصون،او د زرهاوو انسانانو ژوندی کيدل چي هډوکي یی خاوری شوی وه ، یا جوج ماجوج ،او داسی نور…

۳۲:کتاب دانی ايل (دانيال):

دا(۱۲) بابه دی،په دې کي  د نبوت د خوبونو او داسی نورو بیان شته…

۳۳: کتاب هوشيع:

دا کتاب (۱۴) بابه دی،په دې کتاب کي د اسرائیلو بې وفایی ،و اسرائیلو ته سزا، او داسی نور…

۳۴: کتاب يوايل:

دا کتاب(۳ )بابه دی،د بنی اسرائیلو د ګناهونو څخه توبه،زیری او داسی نور…

۳۵: کتاب عاموس:

دا کتاب ۹ بابه دی،د دمشق د تباهۍ وړاندوینې، و بنی اسرائیلو ته مصیبت رسیدل او پر هغه باندی افسوس کول ، خوبونه، د خدای قهراو غضب او داسی نور..

۳۶: کتاب عوبدياه/عبدياه:

دا کتاب(۱) باب دی، چي په دې کي د اوم د تباهۍ وړاندوینه شویده.

۳۷: کتاب يونس(يونا):

دا کتاب(۴) بابه دی په دې کي د حضرت یونس علیه السلام کيسه ده.

۳۸: کتاب ميکاه(ميخا):

دا کتاب(۷) بابه دی په دې کي څه وړاندوینې شته،او و بنی اسرائیلو ته د زجر وعظ کوی.

۳۹: کتاب نحمياه(ناحوم/نحوم):

دا کتاب۳ بابه دی،په دې کي د نینوا د تباهۍ وړاندوینه شامله ده.

۴۰: کتاب حبقوق:

دا کتاب(۳) بابه دی،په دې کي د کلدانیانو تسلط او ددوی لپاره دعاء او مناجات.

۴۱: کتاب صفنياه:

دا کتاب هم (۳) بابه دی،په دې کي هم څه وړاندوینې شته،پر بنی اسرائیلو،فلستویانو او بنو موآب باندی مصیبت،او و بنی اسرائیلو ته زیری د خلاصون.

۴۲: کتاب حجی/حجائی:

دا کتاب(۲) بابه دی،و حجی ته دا وحی وشوی چي د بابل پر تخت کښینه،د بیت المقدس تعمیر او داسی نور..

۴۳: کتاب زکرياه:

دا (۱۴) بابه دی،د یروشلم د دوهم ځل لپاره ابادول،او داسی نور…

۴۴: کتاب ملاکي (ملاخی):

دا کتاب(۴) بابه دی،په دې کي و بنی اسرائیلو او کاهنانو ته وعظ او داسی نور…

۴۵: لومړی مکابين:

دا کتاب (۱۶) بابه دی، په دې کتاب کي فتوحات،جنګونه،د بیت المقدس محاصره او داسی نور شته.

۴۶: دوهم مکابين:

دا کتاب  (۱۵) بابه دی، په دې کتاب کي لیکونه،د هیکل بې حرمتی، د یهودو فتوحات او د هیکل پاکوالی،او داسی نور…

نور بیا…

About admin