Home » لمونځ » ددعاکولو طریقه

ددعاکولو طریقه

 

 

۱= ددعاطریقه داده چې دواړه لاسونه دومره پورته کړئ چې له سیني سره برابرشي.

۲= اوددواړو لاسوپه مابین کې به یوڅه فاصله وي، دواړه لاسونه مه نښلوئ ، اوددواړو لاسونو په مابین کې زیاته فاصله هم مه کوئ،

۲= ددعاکولو په مهال دلاسونو دننه حصه دمخ لوري ته کړئ ، }۱]

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[۱] حاشیه:

 

  • داچې  ددعاء کومي طریقي  ذکرشوی  دایې  هغه بهتر طریقي  دي کنه نوري طریقي هم جائز دي .
  • دلمانځه نه وروسته دعایو مسنون عمل دی ، دلمانځه څخه وروسته ددعا داجابت امکانات ډیروي ، نوپه کار داوي چې کله یوتن دلمانځه څخه فارغ شي نوددعاپه عمل دي شروع کوي اوښه په عجز سره دي دالله تعالی نه دخپلو اړتیاوسوال وکړي .
  • خودلته یوه خبره ډیره ضروري ده هغه داچې باید ددعااداب په نظرکې ونیول شي ، اوهغه داچې ددعاپه مهال باید سړی خپل کیفیت ډیر دعجز جوړکړي ،اوټوله توجه به یې دالله تعالی لوري ته وي اوداسي به ګڼي چې زه مخامخ له الله تعالی څخه دخپلو اړتیاو سوال کوم هغه زماپه هرڅه عالم دی .
  • ځیني خلګ ددعاپه مهال لاس یو په بل مښي ،یادګوتو ټکان باسي ، یوه بل لوري ته ګوري او هسي یې خوله ښوري داپه حقیقت کې ددعاپه عبادت باندي لوبي کول دي نعوذبالله منه ،خلګ باید له دغي غلطۍ څخه په کلکه ډډه وکړي ،

ابویاسر

About admin