Home » زکات » دشهید یتیمانو ته زکات صحیح کيږي ؟

دشهید یتیمانو ته زکات صحیح کيږي ؟

پوښتنه :  محترم  مفتي  صاحب  !  زما دکاکازوی  شهید شو ، واړه ماشومان يې پاتې دي  ، مایوه ورځ دغه ماشومانو ته بوټونه اوجامي  ورواخستي  اونيت  مي  دزکات په کي  کړی و، نو زکات مي  صحیح کیږي  اوکنه  ؟ عبدالله

الجوا ب : هو په ذکرشوي  صورت کې  زکات صحیح کيږي  ،

في  المحيط  ۳\۲۱۵ اذا کان یعول  یتیما  فجعل  یکسوه  ، ويطعمه  ویجعل  مایکسوه  ویاکل  عنده من زکوة  ماله  فالکسوة  لاشک  انه  یجوز  لوجود الرکن  وهوالتملیک  .

ومثله  في  البحر  ۲\۳۵۳

وکذافي  الطحطاوي  ص\۷۱۴

About admin