Home » د صحابه ؤ سیرت » د اسلام لومړنی استازی او د قرانکريم لومړنی استاد

د اسلام لومړنی استازی او د قرانکريم لومړنی استاد

[ لومړۍ برخه ]                لیکوال : مفتي حبیب الله قاسمي

يادونه : که څه هم دپيغمبرصلی الله عليه وسلم هر صحابي يو ګل دی، چې هريو ګل يې ځانګړی بوی او رنګ لري، زه په صحابه وو رضی الله عنهم کې له دې ځوان صحابي سره ځکه زياته مينه لرم، چې ډير د ناز ژوند يې درلود ، اوله شتمنې کورنۍ څخه وه ، هره ورځ به یې نوې جامې بدلولې او ګران بېه خوشبويي به يې کاروله ؛ خو د اسلام په لاره کې يې داهرڅه داسې ځار کړل، چې د شهادت په ورځ يې کفن هم نه موند ، په دې پاڼوکې غواړو د همدې نازولي ځوان پر ژوند او د اسلام په لاره کې د نوموړې پر خدمتونو او د وېرجن شهادت کېسه در سره شريکه کړم .

 د اسلام لومړنی استازی او د قرانکريم لومړنی استاد

حضرت مصعب بن عمير رضی الله عنه د ((بدر )) او ((احد)) غزا ګانو کې د اسلام د توغ ساتونکی  

[۱] دحضرت مصعب بن عمير رضی الله عنه پېژندنه

معصب رض چې خپل کنیت نوم یې ابومحمد و ، د عمير زوی ، د هاشم لمسی و . په قام قريشي و ، او دنسب لړۍ يې داسې وه : مصعب د عمير زوی دهاشم لمسی او عبدمناف کړوسی او د عبد الدار بن قصی کوسی ، منځنۍ ونه يې لرله .

[۲] : ځانګړنې او خويونه

. حضرت مصعب ډير ځيرک ، ښه رنګی او خوش طبعه ځوان و ، مور يې ((خناس)) نومېده ، د مالک لور وه، چې ډيره زړوره او نامتو ښځه وه ، دی ورباندې ډير ګران و ، زيات به يې نازاوه ، په عين حال کې مصعب ښه ځواني هم لرله ، هغه مهال به يې پرځان ډيرې ګوتې هم وهلې ، وېښتان به يې په مشکو غوړول.

داسې نوې ګران بيه جامې به يې اغوستې ،چې د هرچا د وس خبره نه وه ، ډير قيمتي عطر به يې هم کارول ، تردې چې په کومه کوڅه به تېر شو ؛ نو هرڅوک به پوهېدل ،چې په دې کوڅه مصعب تیر شوی دی، ځکه ټوله کوڅه به دده دعطرو خوشبويې اخېستې وه .

پوښاک به يې هم دغسې قيمتي و او د ((حضرموت)) ښار پيزار به يې په پښوکول، چې له واکمنو پرته به بل چا نه شوای پښو کولای، له دې ټولوځانګړنو سره سره د ښه خوی خاوند هم و ، هر چا به هېله لرله، چې مصعب ورسره کښېني ،ځکه پرده به هر چا خپل مجلس ښايسه ګاڼه .

دا دده هسې ځانګړنې وې، چې پيغمبرصلی الله عليه وسلم به یې هم په مجلس کې داسې يادونه کوله : (( ما د مصعب غوندې ښايسته ځوان او د ښه پوښاک خاوند او په نازونوکې لوی شوی بل سړی نه دی ليدلی ))

[۳] : د اسلام را وړلو کېسه

داسلام دبلنې لومړنۍ شپې ورځې وې اوپه هرمجلس کې به د اسلام او مسلمانانو دبلنې خبره دمشرکانوترمنځ توده روانه وه، چې دقريشو محمد (صلی الله عليه وسلم )دعوه کړيده، چې دی د الله پاک استازی دی اوخلک ديوه خدای پاک عبادت ته ور بولي ،دغې خبرې به حضرت مصعب رضی الله عنه هم په ډير غور سره اوريدلې ، اخر پريکړه يې وکړه، چې د((صفا)) غونډۍ ته څېرمه د مسلمانانو دبلنې اوراټوليدو ځای ((دار ارقم )) ته ورشي ، هلته څو وارې ورغی ، دوی ته به پيغمبرصلی الله عليه وسلم د قرانکريم آياتونه په ډيره مينه اوړزه سواندۍ لوستل، دوی به په ډير مينه ترې اورېدل، چې دبېرته تګ پرمهال به يې له ځان سره زمزمه کول ، دوی ته به پيغمبر صلی الله عليه وسلم خوږې او د مينې ارزښناکې خبرې کولې اودوی به هغه اوريدې ،څه وخت چې ووت نو قرانکريم آياتونو او دغو خوږو اواغېزناکو خبرو يې زړه ته لاره ومونده.

د ده يوازې له موره ډيره سترګه کېده ،خوبيايې هم زړه غټ کړ او هغه وخت راغی، چې په همدې کور کې يې د پيغمبرصلی الله عليه وسلم په وړاندې داسلام کلمه وويله او له موره پټ يې ايمان را ووړ، له مسلمانيدو وروسته دنورو مسلمانانوپه څېر به تل دې کورته پټ تګ راتګ کاوه ، قرانکريم به يې زده کاوه او دغه راز د لمانځه طريقه هم زده کړه ، ا وښه لمونځ به يې کاوه.

 

[۳] : د اسلام په لاره کې کړاوونه ګالل .

يوه ورځ يې پام نه و، او ((دار ا رقم )) ته ننوت، چې د شا له لوری حضرت عثمان بن طلحه رضی الله عنه په همدې حالت کې وليده ، بيايې په لمانځه هم وليده، سمدلاسه يې مور ورباندې خبره کړه ، مور يې چې خبره شوه ،نو ورسره ټوله مکه دده په ايمان راوړلوړ خبره شوه .

ددې خبر له اوريدوسره سم يې د مور او کورنۍ غړو هغه پخوانۍ بېساري مينه په سخته کرکه اونفرت واوښتله ، مور يې وواهه ، بيا يې په رسۍ وتاړه اوپه يوه تياره کوټه کې يې وغورځاوه . ده داهرڅه په ډيره مينه اوصبر سره زغمل اوله اسلام راوړلو وروسته يې پرځان ګوتې وهل هم پرېښودل.

[۴] : حبشې ته دوه ځله هجرت .

 

ده دداډول کړاوونو ډک ژوند تېراوه، تردې چې پيغمبرصلی الله عليه وسلم

ته اجازه وشوه، چې ملګري يې حبشې ته هجرت وکړي ،دی هم له کوره په پټه ووت او دمهاجرينو له لومړنۍ شپاړس کسېزې ډلې سره يوځای شو، چې حبشې ته روانه وه   ، جبشه کې له يوڅه وخت تېريدو وروسته دوئ ته په درواغو آوازه راغله ،چې مسلمانان بريالی شوي اوپه مکه کې هرڅه ددوئ واک ته لويدلي دي ، مصعب دهمدې آوازې په اساس بېرته مکې مکرمې ته راغی ، خو وې ليدل چې آوازه درواغ وه اومسلمان اوس هم هماغسې دبېوسۍ شپې ورځې تېروې ؛نو دوهم ځل بيا دحبشې لورته دمهاجرينو له سترې اتياکسيزې ډلې سره مهاجر شو .

 

[۵] : بېرته مکې ته ستنېدل.

 

د هجرت دپرديسۍ اوبيوسۍ په ژوند کې يوازې د حضر ت محمد صلی الله عليه وسلم په بېلتون ډير ځوريده ، هغه و، چې له حبشې بېرته بيا مکې مکرمې ته ستون شو ، د هجرت سختيو اوکړاوونو ډير ځورولی و ، اوس يې نه هغه ځواني پاتې وه ، نه هغه ښکلې غوړ وېښتان او نه يې هم هغه ښکلې ګرانبيه جامې ! مخ يې د خزان د پاڼو په څېر زيړ اوښتی و ، پښې يې چاودلې وي ، اوس نو په مکه مکرمه کې خړ پړ ،په پيوند کړو جاموکې ببر سر ګرځېده .

[۶] : له نعمتونو بې برخي کېدل او له مورسره وروستۍ دیدن

 

په ستونزو کې يې همت او استقامت نه وو بايللی، په همدې کې د مور ليدا ته ورغی ، هغې هڅه وکړه، چې بيايې زنداني کړي ؛ خو ده په ټينګار ورته وويل: چې هغه څوک به له ژونده بې برخه کړم ،چې زما د تړلو هڅه وکړي ، مور يې چې کلک هوډ وليده ؛ نو له خپلې پريکړې وګرځيده ؛ خو په زاريو او ننواتو يې ورته پيل وکړ ، خود ه يې پروا ونه کړه او له کوره چې ووت، مور يې ورته وويل : زويه ورځه ! ولاړ شه ! خو چې بيا راشي بيابه دې زوی نه بولم ))

ده ورته وويل : ای مورې ! زه ستا خواخوږی او خیر خواه يم ، زما په زړه کې ستا له پاره غرونه غرونه مينه او تلوسه پرته ده ، خير دی مورې دا ګواهي ورکړه چې :

له الله پاک پرته بل خدای ج نشته او محمد صلی الله عليه وسلم يې استازی او رسول دی . مور یې په ډيره غصه داسې ځواب ورکړ :

(( په ستورو لوړم ، زه به ستاسو دين ونه ومنم ، که چېرته یې ومنم بیابه مې نوم سپک او عقل به مې کمزروی شي)) .

دواړه د تل له پاره سره ځواب شول ، چې ورسره نه يوازې د مور له نازه بې برخې شو، بلکې له ښو کاليو ، قيمتي پيزار اوګرانبيه خوشبيو څخه هم بې برخې شو ، په شپو شپو به وږی و ، پيوند کړي کالي به يې اغوستل ، د مور بېلتون او له نعمتونو بې برخي توب يې يوازې د خپل ايمان په خاطر پرځان ومانه ، دی پوهيده، چې دا مهال داسلام مبارک دين همداسې قرباني غواړي .

 

[۶] : دحضرت مصعب رضی الله عنه پر بېوسۍ د پيغمبر صلی الله عليه وسلم اوښکې.

 

مصعب رضی الله عنه له هر راز دنياوي خوندونو اوعيشونو څخه له دې امله بې برخه شو، چې په زړه کې یې دنيکو چارو مينې ځای نيولی و .تل به خړ پړ ګرځيده ، يوه ورځ په همدې حالت کې نبوي جومات ته ورغی، د پيغمبرصلی الله علیه وسلم چې سترګې پرې ولګيدلې، خوا يې ورته بده شوه او هغه پخوانی حالت يې ور ياد شو ،په مبارکو سترګوکې يې اوښکې ډنډ شوي او صحابه وو رضی الله عنهم ته يې مخ راوړه او ورته کړل یې :

دا سړی پيژنئ ؟

دا دمکې ښکلی او نازولی ځوان و ، چې يو وخت ټولې مکې د ده په څېر بل نازولی ځوان نه لاره ، نه هم په ټوله مکه کې دده په څېر ګرانبيه جامې بل چا نه اغوستلې، خو داهرڅه يې دالله پاک اودهغه درسول ص ترمينې ځار کړل .

  

[۷] : د قرانکريم او ديني علومو لومړنی استاذ اودجمعې دلمانځه لومړنی امام !

. څرنګه چې حضرت مصعب رضی الله عنه به تل دپيغمبرصلی الله علیه وسلم په مجلس کې ګډون کاوه، چې دهمدې ګډون له امله ترې ښه عالم او د قرانکريم ښه استاد جوړشو ،څومره آياتونه به چې نازليدل هغه به يې په يادو يادول .

دعقبې له لومړني بيعت وروسته د يثرب شپږکسيزې ډلې له ايمان راوړلو او بيعت کولو وروسته له پيغمبرصلی الله عليه وسلم څخه غوښتنه وکړه ،چې موږ ته د قرانکريم او ديني علومو يو استاد راکړه ،چې موږ يې له ځان سره (( يثرب)) ته بوځو او موږ ته قرانکريم او د اسلام احکام را وښيي ، د دې ستر کار له پاره پيغمبرصلی الله عليه وسلم همدا ځوان حضرت مصعب رضی الله عنه غوره کړ او له دوئ سره يې د استاد او ښوونکي په توګه مدينې منورې ته واستاوه .

په مدينه منوره کې دجمعې ورځې لمونځ دهمده په هڅو پيل شو اودی دجمعې د لمانځه لومړنی امام ګنل کيږي .

[۸] : په يثرب کې داسلام له پاره بې کچه کوششونه

 

دا چې کله مدينې منورې ته ولاړ ؛ نو هلته به يې د اسلام بلنې کار ته کلکه ملا وتړله او د نامتوصحابي اسد به زراره رضی الله عنه په کور کې به اوسيده ، نه به يې شپه کتله اونه هم ورځ ، بلکې کور په کور به ګرځيده او مسلمانانوته به يې قرانکريم ور زده کاوه او خلکو ته به يې له کوم توپير پرته د اسلام بلنه ورکوله ، او د اسلام ښېګڼې به يې ورته بيانولې .

کله چې دنوموړي دهڅو له برکته د مسلمانانو يو ډله هلته تياره شوه ؛ نو بيابه د قرانکريم د درس او لمانځه له پاره کله د حضرت سعد رضی الله په کور کې را ټوليدل او کله به هم دبني ظفر په کور کې ،خلک به یې په ډير ه نرمۍ اوهوښيارتیا اسلام ته رابلل .

[۹] : د يثرب د مشرانو مسلمانېدل

 

يوه ورځ حضرت مصعب رضی الله عنه دبني ظفر په کور کې و او خلکو ته يې د دين بلنه ورکوله ،چې په دې کې د عبدالاشهل قبيلې مشر   حضرت بن معاذ رضی الله عنه (چې هغه وخت يې ايمان راوړی نه و ) خپل ملګري حضرت اسيد بن حضير رضی الله عنه ته (چې هغه وخت يې ايمان راوړی نه و ) وويل : تاسو د اسلام دغه بلندوی له خپل کلی وشړئ ، ځکه زموږ غريب خلک يې راته بې لارې او ګمراه کړل ، هغه و، چې حضرت اسيد رضی الله عنه خپله نيزه راواخېستله سمدلاسه په ډير غصه د بنو ظفر کور ته ورغی اوحضرت مصعب اوحضرت سعد ته يې په ډير قهرجنه لهجه وويل : ته دلته چاراغوښتی يې ، ته زموږ غريب خلک بې لارې کوي ، که چېرته ځان درباندې ګران وي ،نوغوره داده ،چې له دې ځايه خپلې پښې سپکې کړي .

حضرت مصعب رضی الله عنه په ډيره نرمۍ ورته وويل : تاسو کښينئ او زما خبرې په بشپړ پام سره واورئ، که چېرته مو خوښې شوي نو ویې منئ او که مو خوښې نه شوي بيابه موږ له دې ځايه ولاړ شو ، هغه و، چې حضرت اسيد رضی الله عنه خپله نېره په ځمکه کې وټومبله او کښنېاست ، ده دحضرت مصعب رضی الله عنه خبرو ته غوږ په ډیر غور اېښی و ، حضرت مصعب رضی الله عنه لومړی د قرانکریم څو اياتونه تلاوت کړل ،   بيايي په ډير ښه انداز د اسلام بلنه بيان کړه، بيايي د اسلام ښېنګڼې بيان کړې .

دده خبرو د حضرت اسيد رضی الله عنه زړه ته لاره وموندله ، اوبې اختياره يې له خولې ووتل : داڅومره ښه مذهب او دين دی ، دې مذهب ته دننوتلو لاره کومه ده ؟ حضرت مصعب رضی الله عنه ورته وويل : لومړی غسل وکړه اوبياپاک کالي واغونده ، اوبيا دزړه له تله دغه کلمه ولوله :

لااله الالله محمد رسول الله

ژباړه : له الله پاک پرته بل خدای ج نشته اوحضرت محمد صلی الله عليه وسلم دالله پاک استازی دی .    

هغه سمدلاسه ولاړ، غسل يې وکړ، جامې يې بدلې کړي، بيايي کلمه وويله . بيايي وويل : يوبل سړی هم شته، چې که هغه ايمان راوړي، نو ورسره به د عبدالاشهل ټول قام ايمان راوړي . زه یې اوس تاسو ته را استوم ،کله چې دا ولاړ هغه راغی اوحضرت سعد بن معاذ رضی الله عنه یې چې وليده، نوسمدلاسه يې وويل : زه دالله پاک په نامه لوړه کوم ،چې په دې سړي کې نوی بدلون راغلی دی ، ددواړو تر خبرو وروسته حضرت سعد بن معاذ رضی الله عنه په ډير غصه د حضرت مصعب رضی الله عنه ته ورغی ، دا ورته په غصه و، خو حضرت مصعب رضی الله عنه هماغسې نرمې خبرې ورته وکړي، چې پرده يې اغېز وکړ اوده هم ايمان راوړ، چې ورسره د ده ټولې قبيلې هم ايمان را وړ .

[۱۰] : حضرت مصعب رضی الله عنه له اويا (۷۰ ) تنه مسلمانانو سره د مکې پرلور

 

حضرت مصعب رضی الله عنه چې په مدينه منوره کې يوه کال ښه خواری وکړه ، د ده د خواریو له برکته زيات خلک مسلمانا ن شول ، چې کال بشپړيده ؛ نو ده له ځان سره د حج پلمه دحج په شپو ورځو کې اويا (۷۰)تنه مسلمانان دمکې تګ اوبیعت له پاره تيار کړل او ټول ورسره ولاړل ، داپه داسې حال کې وه ،چې تېر کال همدا وخت يوازې شپږ (۶)تنه له يثرب څخه راغلي وو .

دغه نوې ډلې ټولو له پيغمبر صلی الله علیه وسلم سره بيعت وکړ . او په دې توګه د حضرت مصعب رضی الله عنه دخواریو له برکته په مدينه منوره کې د مسلمانانو شمېره دومره شوه ، چې هلته د مکې د مسلمانانو د ورتګ او هجرت له پاره ته يې لاره آوراه کړه .

About admin