Home » قرباني [اضحیة] » تریوه چاغ (ګران قیمته )پسه دوه مناسب پسونه قرباني کول افضل دي!

تریوه چاغ (ګران قیمته )پسه دوه مناسب پسونه قرباني کول افضل دي!

پوښتنه :  که یوسړی یو چاغ مزی، اوغټ پسه ،چې قیمت یې مثلازر(۱۰۰۰) روپي وي اودوه نور پسونه چې قیمت ددواړو زر(۱۰۰۰) روپې وی خونه ډیر خوار اونه هم ډیرچاغ وی بلکی درمیانه وې ولري اوس قربانې دهغه یوه چاغ پوسه بهتر ده، اوکه دهغه نورو دوؤچې مناسب دی افضل اوبهتر دي ؟

الجواب– هغه دوه(۲) پسونو چې منا سب اودرمیانه دي قربانی کول یې افضل ده ، تر یوه چاغ اومزې، ځکه چې دلته دوه قربت راځې یودواجبی قربانې اوبل دنفلې قربانی اود یوه پوسه په صورت کی صرف یوه واجب قربانی آداء کیږی ولوکه هرڅونه غټ اوچاغ وي، مسله مخکی تیره شوه چې دلوي اختر په ورځ په نیکو اعمالو کی محبوب ترین عمل ؤ الله تعالی ته قربانې کول دې ،اودقربانی وینه بهول ده، !

(۱) لما فی القا ضيخان علی هامش الهندية /۳ /۳۴۹.رجل اشتری للا ضحية شاتين بثلاثين درهما کان ذلک افضل من شاة واحدة بثلاثين ! وايضا قال غنی ضحی بشا تين کانت الزيادة علی الواحد تطوعاعند عامة العلماء !

(۲) وفی البزازية /۶ /۲۹۰/الفصل الرابع فيما يجوز من الاضحية وشراء شاتين بثلاثين افضل من شراء شاة بثلاثين !

(۳) ومثله فی فتاوی محموديه / ۱۷/۳۴۱ . والله اعلم باالصواب    

About admin