Home » قرباني [اضحیة] » ایا د داسي حیوان قرباني جائز ده ؟

ایا د داسي حیوان قرباني جائز ده ؟

پوښتنه :  ،څرنګه چې  مخکی مسئلو کې خبره تیره شوه چې حیوان تابع دمور ده که يې مور وحشی وې ، قربـــــــــــانی بانـــدی جائــــز نــــــده، خوأوس مسئله ،داده که میږې دسپي په شکل حیوان وزیږوې په همدې حیوان قربانی جائز ده أوکنه ؟

الجواب- که میږې دسپي په شکل حیوان وزیږوي او اوس نه معلومیږی چې دا پوسه او که سپي ده، ورته وګوره که يي دسپي په څیر غپل بیا سپی ده قربانی يي جائز نده ، اوکه يې دپوسه په څیر نعره کول( ریل يې) ، بیا پوسه ده قربانی کول يي جائز ده ،او که يي ددواړو په څیر نعره کوله هم دسپی او هم دپوسه ، بیا ورته أوبه کښیږده ، که يي په خوله چیښلې بیا پوسه ده قربانی يې جائز ده اوکه يې په ژبه چیښلی بیا سپی ده ، جائزنده ، او که يې په دواړو چیښلی، اوس ورته واښه، اوغوښه ،دواړه کیښږده ، که يې واښه وخواړو پوسه ده قربانی يې جائز ده او که يې غوښه وخوړه سپی ده جائز نده ،اوکه يې دواړه وخواړو بیایې ذبح کړه که يې کولمې را ووتې سپی ده ، جائزنده، اوکه يې لری،راؤؤت پوسه ده جائز ده ، والله أعلم باالصواب ،،البته داحکم خلاف ده له هغه مخکی حکم چې اعتباردحیوان مورته ده مطلقا !

(۱) لما فی الهندية المشهور باالعالمګيری /۲۹۰ /۵ /الباب الثالث فی المتفرقات ، شاةولدت ولدا بصورة الکلب فاشکل أمره فان صاح مثل الکلب لايؤکل ، وانصاح مثل الشاة يؤکل ، وان صاح مثلهما يوضع الماء بين يديه ان شرب باالسان لايؤکل لانه کلب ، وانشرب باالفم يؤکل لانه شاة ،وان شرب بهما جميعا يوضع التبن واللحم قبله ان أکل التبن يؤکل لانه شاة ، وان أکل اللحم لا يؤکل ، وان أکلاجميعا يذبح ان خرج الامعاء لايؤکل وان خرج الکرش يؤکل کذا فی جواهراخلاطی، ، وقال تحت هذافی سطرة ، شاة ولد الخ ، هذا فروع علی خلاف المعتمدمن ان العبرة للام مطلقا آه،،،    

About admin