Home » قرباني [اضحیة] » ایا دقرباني له حیوان ګټه اخستل جائز دي ؟

ایا دقرباني له حیوان ګټه اخستل جائز دي ؟

پوښتنه :  دقرباني په حيوان تر قربانی کولومخکی نفع اخستل جائز ده مثلا بار ورباندي وړل اوورباندي سپريدل او يائي شيدي خوړل ؟

الجواب-، دقرباني په حيوان نفع اخستل مخکي تر ذبح جائزنده ،لهذاکه يې دقرباني له حيوان څخه وړي پري کړي اويا يې شيدي ولوشلي، اويايې په اجاره اومذدوري ورکومخکي تر ذبح کولو، دمذکوره اشياء صدقه کول ضروري دي ،

(۱) لما في الهندية ۳۰۱ /۵ /ولو اشتري شاة للاضحية يکره ان يحلبها اويجز صوفها فينتفع به لانه عينها للقربة فلا يحل له الانتفاع بحزءمن اجزائهاقبل اقامت القربة بها

(۲) وفي الدر مختار ۵۴۴ /۹ / وکره جز صوفها قبل الذبح لينتفع به فان جز ه تصدق به ولا يرکبها ولا يحمل عليها شيئا ولايؤجرها فان فعل تصدق باالاجرة ، وقال بعده ويکره الانتفاع بلبنها ۱۲

(۳) ومثله في الفقه الاسلامي وادلته ۲۷۳۳ /۴ /والله اعلم باالصواب ،–

خو بعضی فقهاؤ پدي تصریح کړي، چې که دقرباني حيوان خوراک په کورکوي مثلا اور بشي اويا چوکر يا غنم اويا هم واښه ورکوي پدي صورت کی بيا نفع ورباندي دمذکوره اشياؤ په بدل کي اخستي شي لکه شيدي يې خوړل اويا يې وړي پريکول اوبار ورباندي وړل اوداسی نورجائز دي!

(۱) لمــا في الهــندية ۳۰۱ /۵ /رشيديه ولو اشتري بقرة حلوبة واوجبها اضحية فاکتسب مالامن لبنها يتصدق بمثل مااکتسب ويتصدق بروثها فان کان يعلفها فما اکتسب من لبنها اوانـتـفع من روثـها فهوله ولايتـصدق بشيئ کذا في محيط ۱۲ ) (۲)وفي البـزازيــة علي هامش الهندية ۲۹۴ / ۶ /رشيديه ،وما أصاب من اللبن تصدق بمثله أوقيمته وکذا الصوف ألاأن يعلفها بقدرها ۱۲ والله أعلم باالصواب

About admin