عن أبي بن كعب رضي الله عنه أنه قال : ” أخبرنا رسول الله صلى الله عليه وسلم : أنها [ای الشمس ] تطلع يومئذ لاشعاع لها؛رواه مسلم .
———————
ژباړه :ابی بن کعب رضی الله تعالی عنه وایې چي موږ ته پیغمبرصلی الله علیه وسلم خبر راکړ چي لمر به دقدرپه ورځ داسي راوخیژي چي رڼابه یې کمزوري وي .وړانګي به نه لري .یعني ضعیفه به وي .
دقدر دشپي نوري نښي اوعلامي
دقدر دشپي ګڼ شمیر علامي په کتابونو کښي ذکر شوي چې ځینې یې دلته نقل کوو :
۱ – دهغي ورځي لمربه په داسي حالت کښي راوخیژی چې وړانګي به یې ډیري کمزوري اوضعیفه وي . حدیث مسلم
۲ – دغه شپه به ارامه وي یعني شر اوشور پکښی نه وي . حدیث مرقا ت ۴\ ۵۱۲
۳ – دغـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه شپه به نه ګرمه اونه هم یخه وي . مرقا ت ۴\ ۵۱۲
۴ – دسپو اونورو وحشیانو اوحیواناتو ناري او غږ پکښي نه وي . فتاوی واحدیه ۳۲۶
۵ – په دي شپه کښي به باران اوریږي که څه هم لیږ وي . فـــــــتاوی واحدیه ۳۲۶
۶ – په دي شپه کښی به هر شی په سجده وي اورڼاوي به په هرځای راخـوري وي . تفسیر مظهري ۱۰ \\ ۲۹۳
۷ – دمؤمن دبدن پوست به زیږ وي ، زړه به یې نرم وي ، او سترګي به یې له اوښکو ډکي وي . تفسیر ابن کثیر۴ \ \۵۳۵
۸ – دغه شپه به په منافق اوکافر ډیره سخته اودرنه وي . تفســــــــــیر ابن کثیر ۴\ ۵۳۵
۹ – اوبه به خوږي وي اوشور به یې نه وي . معارف السنن ۵\ اوابـــــــــن کثیر ۴\ ۴۳۱
۱۰ – یابه دستورو روښانه شپه وي چې ساکنه اوارامه به وي .فتاوی واحدیه ص\ ۳۲۶
۱۱ – ستوري به په دغه شپه کښی نه لویږي یعني شهب ثاقب به نه لویږې . ابن کثیر ۴\ ۵۳۱
۱۲ – سهار به دلمر له راختلو سره شیطان نه شي ملګری کیدلی . ایـــــــــضا ابن کثیر ۴\ ۵۳۱
دقدر دشپي دعا
عن عايشة رضی الله تعالی عنها انها قالت يارسول الله ان واقفت ليلة القدر فما ادعو؟ قال قولي : اللهم انک عفو تحب العفوفاعف عني . . تفسير ابن کثير ۴\ ۵۳۴
ژباړه : له عایشة رضی الله تعالی عنها څخه روایت ده چې هغي له پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل : که زه دقدر په شپه خبره شم نو څه ډول دعا به کوم . پیغمبرصلی الله علیه وسلم وویل : دادعا کوه : اللهم انک عفو تحب العفوفاعف عني .