Home » لیلة القدر » دقدر دشپي فقهي مسائل

دقدر دشپي فقهي مسائل

دقدرشپه ددي امت خصوصيت دی

 مسئله    : دقدر شپه ددي أمت  خصوصیت ده په مرقات ۴\ ۵۰۷ کي راغلي  :  حدیث په دي  دلالت کوي  چې  دقدر شپه  ددي  امت یوځانګړتیا اوامتیاز ده  .  وړاندیني  امتونه  له دغه  انعام څخه محروم وو  .

فی تفسير ابن کثير ۴\ ۵۳۲   وتفسير مظهري  ۱۰\۲۸۷  وهذايدل علی ان ليلة القدرمن خصائص هذه الامة وبه جزم بن حبيب من المالکية وعدة من الشافعية الخ

دقدردشپي ځانګړي دعا

مسئله   : دقدر په شپه  ددي  دعا ډیر ډیر ویل  مستحب  ده  :  اللهم  انک عفو تحب العفو  فاعف عني  .  تفسیر ابن کثیر  ۴\ ۵۳۱  وتفسیر مظهري  ۱۰\۲۹۴  وعبارته :

يستحب ان يکثرفي ليلة القدراللهم انک عفوتحب العفوفاعف عني لحديث عائشة قالت قلت يارسول الله أرئيت ان علمت ای ليلة القدر مااقول فيها؟ قال قولي اللهم انک عفوالخ اخرجه الترمذي وغيره .

څوک چې دقدرشپه وويني نوبيادي چاته نه وايې

مسئله   :  هغه څوک  چې دقدر شپه  وومومي  نوپه اخلاص دي دعا کوي ، اوبیا دي  خلګو ته  یادونه  نه کوي    .

لمافی  الشامي  ۴\۵۱۳  وينبغي  لمن يراها ان يکتمها  ويدعوالله تعالی بالاخلاص  الخ  وفي الطحطاوي ص\ ۳۹۹ ويستحب كتمانها لمن راها اتباعا له صلي الله عليه وسلم   والحكمة في اخفائها ان يجتهد من يريدها في احياء الليالي الكثير طلبآ لموافقتها فتكثر عبادته له تعالى . كذا في المرقات ۴\ ۵۱۶

دقدردشپي طلب مستحب ده

مسئله  : دقدر دشپي  طلب  مستحب  ده یعني دقدر دشپي تلاش  اودهغي  معلومول سنت ده . اودادټول  کال دشپو نه غوره شپه ده  .

کمافی الهنديه ۱\۲۱۶ اعلم ان ليلة القدر فاضلة  يستحب  طلبها وهي افضل  الليالي السنة کلها . کذافی الشامي ۴\ ۵۱۳ .يعني ردالمحتار طبع جديد کمبيوتر

دقدرشپه په ټول کال کي ګرزي

مسئله  :  دامام ابوحنیفه رحمه الله تعالی ، ابن عربي  اونورو ډیرو علماوو رایه داده چی  دقدر شپه  په ټول کال کښي  راګرزي  کله  په رمضان کښي  وي  اوکله  په  نورو میاشتو کښي  وي  .

في الشامي  ۴\۵۱۳  وذکر في البحر ان عن الخانية ان المشهور عن الامام  انها تدور فی السنة کلها  قد تکون في رمضان  ،وقد تکون  في غيرها  الخ  قلت ويؤيده ماقال سلطان العارفين  سيدي  محي  الدين ابن عربي رحمه الله تعالی  انه اختلف الناس فی ليلة القدر فمنهم من قال انها فی السنة کلها تدور  وبه اقول  فاني رئيتها فی شعبان  وفی شهر ربيع الاول واکثر مارئيتها فی ليلة رمضان  الخ

دقدردشپي ورځ هم ډيره نيکمرغه وي

مسئله  : دقدر دشپي  ورځ هم  ډیره نیکمرغه  وي ، که له یوه تن څخه  داشپه مهمله یادکوم  عذر له امله  په غفلة کې تیره شوي وي نو په ورځ  یې هم ان شاء الله تعالی دعا قبلیږي .

لمافی الطحطاوي ص\۷۰۱ ذکروا ان الدعاء ليلتها ويومها مستجاب ، فان فاته ليلتها ادرک يومها  الخ

           في المرقات ۴\۵۱۵ قال ابن الحجر يسن احياء يومها كما يسن احياء ليلها ثم قال علي القاري رح وفي قوله يسن احياء يومها نظر يحتاج الي الاثر ؛

په فتاوی واحدیه کي یې دملاعلي قاري رحمه الله ددي اعتراض ځواب کړی دی کمایقول : في الواحديه ص\ ۳۲۶ قال في فتح القدير :

وتطلع الشمس صبيحتها بلاشعاع كانها طمست انتهى وقال ابن حجر وفائدة كون هذا علامة مع انه انما يوجد بعد انقضاء الليلة لانه يسن احياء يومها كمايسن احياء ليلها وفي قوله يسن احياء يومها نظر احتاج الى اثره قلت بل وجد الاثر كماكتبناه انتهى الخ .

دقدرپه شپه دسهار اوماخوستن په جماعت سره

مسئله   : هغه څوک چې دقدر دشپی دماخوستن اوسهار لمونځ په جماعت سره اداکړي  نوهغه ددي شپي فضیلت ترلاسه کړ  اوڅوک چې په دغه شپه زیات کوشش په عبادة کښې وکړي  نولوی خداي هغه ته لازیاته برخه داجر اوثواب ورکوي  .

 فی الجامع الصغير  من صلی العشاء فی جماعة  فقد اخذ  بحظه  ، مرقات ۴\ ۵۱۶

وفی المظهري ۱۰\ ۲۹۴ من ادی صلوة العشاء  والفجر في تلک الليلة بالجماعة فقدادرک  ثواب تلک الليلة ، ومن زاد زاده الله تعالی ،و عن عثمان رضی الله تعالی عنه قال: قال رسول الله صلی الله عليه  وسلم  من صلی العشاء فی جماعة فکانما قام نصف الليل  ومن صلی الصبح  في جماعة فکانما صلی الليل کله  . رواه مسلم  .کذافي المشکوة .

ژباړه :څوک چی دماخوستن لمونځ په جماعت سره اداکړي  نوګني هغه نیمايې شپه په عبادة کښي تیره کړه ، اوڅوک چې دسهار لمونځ په جماعت سره ادا کړي نوهغه ګني ټوله شپه په عبادة کښي تیره کړه  .

که څوک دقدر په شپه خبرنشي …

مسئله : که یوتن په عبادت یاذکر یاتلاوت بوخت وي اوخبرنه وي چي دادقدر شپه ده ،نودغه تن دقدر دشپي له اجراوثواب څخه محروم نه دی بلکه دغه ټول اجرونه به ان شاء الله تعالی الله تعالی ورپه برخه کړي .

يقول الشيخ ابن عثيمين : أن الإنسان ينال أجرها وإن لم يعلم بها ، لأن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ” من قام ليلة القدر إيماناً واحتساباً ” ولم يقل عالماً بها ، ولو كان العلم شرطاً في حصول هذا الثواب لبينه الرسول صلى الله عليه وسلم . رسالة العشرالاواخرص\ ۳ ليحی الزهراني

مفتي ابویاسر عفی عنه

 

About admin