Home » اعتکاف » معتکف ته په مسجدکي دپردي انتظام کول مستحب د ي

معتکف ته په مسجدکي دپردي انتظام کول مستحب د ي

 الاستفتاء :  دمعتكف لپاره په مسجدكښي دپردي انتظام  كول  یعني پردي اچول جائز دي اوكنه ؟ ډيرخلك په مسجدكښي  دڅادرونو څخه په خپل ځاى يوه پرده راګرزوي  نو شرعي حكم په دي كښي څه ده  ؟

 الجواب حامدا ومصلیا وبعد :   دمعتكف  لپاره  په مسجد كښي  پردي  اچول  نه يواځي جائز بلكه سنة او مستحب   ده ، نبي كريم صلى الله عليه وسلم  به  په اعتكاف  كښي  دمسجد دننه  په يوه ګوښه كښي  د پوزي [ چټايې ] څخه دپردي انتظام  کاوه    .

همداراز دمیرمنو لپاره هم  دپردي اچول سنت ده په کومه خونه کي یاکوم ځای کي چې اعتکاف کوي ځکه امهات المؤمنینو چي به اعتکاف کاوه نو خیمه یاپردي به یې اچولي  .

 في المرقات ۴ \۵۲۹  وتاولو الحديث  بانه صلى الله عليه وسلم  دخل  المعتكف  وانقطع  وتخلى بنفسه  فانه كان في المسجد  يتخلى  عن الناس  في موضع  يستتر به   عن اعين الناس  كماورد  انه اتخذفي المسجد حجرة من حصير  الخ

  الموسوعة الفقهية ۵\۱۷۵ و الفتاوى الرحيميه ۵\۲۰۵

لیکوال : مفتي ابویاسر

About admin