Home » لیلة القدر » دقدر دشپی په عبادة ټول ګناهونه بخښل کيږی

دقدر دشپی په عبادة ټول ګناهونه بخښل کيږی

عن ابي هريرة رضی الله عنه قال : قال النبي صلی الله عليه وسلم : من قام  ليلة  القدر ايمانا واحتسابا غفرله  من ذنبه ماتقدم ،متفق عليه . وفی رواية قتيبة  وماتاخر  .

 

 الترغيب  ۱\۲۵۹   ابن کثير ۴\ ۵۳۱   .۳۳

ــــــــــــ

ژباړه : څوک چی  دقدر په شپه  په  ایمانداري  اواخلاص سره  عبادة  وکړي  نودده ټول وړاندینی ګناهونه به  وبخښل شي  . اودقتیبة په روایت کښی  داهم راغلي  : چی  وروستني  ګناهونه به یې هم وبخښل شي .

ددي حدیث دالفاظو نوره تشریح دروژي دفضائلو په برخه کې تیره شوي .همالته دي وکتل شې .

په دي اړه نورحديثونه

 

دقدر د شپي  څخه بي برخي دټولو ښيګڼو څخه بي برخي ده .

[ الف ]دابوهریرة رضی الله تعالی عنه په یوه   روایت کښي راغلي :  کله چی  دروژی  میاشت راغله  نوپیغمبرصلی الله  علیه وسلم  وفرمایل : تاسو ته  درمضان  میاشت راغله  چې ډیره مبارکه میاشته ده    روژي یې  په تاسو لوی خدای فرض کړي ده ،  داسی میاشت ده چی  دجنة دروازي پکښي  پرانیستل کیږي ، اودجهنم دروازي پکښي  تړل کیږي  .اوبیایې وفرمایل :

فیه لیلة  خیر من  الف شهر  من حرم  خیرها فقد حرم    . په دي میاشت کي یوشپه ده چی ترزروشپو يي عبادة غوره ده  څوک چي ددی شپی دښيګڼو څخه محروم شو نو دټولو ښیګڼوڅخه محروم شو.  تفسیر ابن کثیر۴\ ۵۳۱

[ب ] دانس بن مالک رضی الله په روایت کښي راغلي  چی کله دروژی میاشت  داخله شوه  نوپیغمبرصلی الله علیه وسلم  وفرمایل  :

عن انس رضی الله تعالی عنه قال دخل رمضان فقال رسول الله صلی الله عليه وسلم : ان هذ الشهر قدحضر کم ، وفيه ليلة  خير من الف  شهر  من  حرم فيها فقد حرم الخير کله  ولايحرم خيرها الا المحروم  . رواه بن ماجة   الترغيب ۱\ ۲۵۶ 

ژباړه :   دامیاشت خوتاسوته راغله  په دی میاشت کښی  یوه شپه ده چی ترزرومیاشتو غوره ده  څوک چی ددي  شپي دخیر څخه محروم شو نو دټول خیر څخه محروم شو اوددي شپي له اجراوثواب  څخه له  بدبخته ، او محرومه  پرته  نور څوک نه محرومیږی  .

دقدر شپه  څه ډول دي امت ته ورپه برخه شوه :

[ ج ]دعلي بن عروة رضی الله تعالی عنه څخه روایت ده  چی رسول الله صلی الله  علیه وسلم   یوه ورځ  دبنی اسرايلو دڅلورو داسی  کسانو یادونه کوله  چی  اتیا کاله یې دلوی  خدای  عبادة کړی وو ، اویوه شیبه یې هم  دالله تعالی  نافرماني نه  وه کړي [ اوبیاپیغمبرصلی الله علیه وسلم  دهغوئ  نومونه واخستل ] او دایوب  ، زکریا ، حزقیل ، اویوشع  علیهم السلام  یادونه یې  وکړه  .

عروه وایې چی  صحابه وو ډیر تعجب  اوارمان وکړ  په همدي مهال  جبرايل علیه السلام راغی  او وي فرمایل  :

يامحمد عجبت امتک من عبادة هؤلآء  النفر ثمانين سنة لم يعصوه  طرفة عين  فقد انزل الله  خيرا من ذلک  فقرء عليه [ انا انزلناه  فی ليلة القدر –  وماادراک ماليلة القدر –   ليلة القدر خير من الف شهر ] هذا افضل  مما عجبت امتک  قال  فسر بذلک رسول الله صلی الله عليه وسلم   والناس معه . تفسير ابن کثير ۴\۵۳۰ 

 

ژباړه : محمده ستاامت دهغه کسانو له  اتیا کلن عبادة څخه  تعجب کاوه  چی  هغوئ یوشیبه هم دلوی خدای  نافرماني نه وه کړي  ، لوی  خدای په تاسو دغه  آیتونه نازل  کړی  اوبیا یې هغه آیتونه   ولوستل   او وي ویل : دا آیتونه   ستا دامت لپاره ترهغه زیات دتعجب وړ دي چی دوۍ ورڅخه تعجب  کاوه ، پیغمبر صلی الله علیه وسلم  اوله هغه سره  ناست صحابه په دی خبره زیات خوشحاله شوو

یوبل روایت

 وفی المرسل عن مجاهد رحمه الله : أن النبی صلى الله علیه وسلم ذكر رجلا من بنی إسرائيل لبس السلاح فی سبيل الله ألف شهر ، فعجب المسلمون من ذلك ، فأنزل الله عز وجل :{إنا أنزلناه فی ليلة القدر *وما أدراك ما ليلة القدر* ليلة القدر خير من ألف شهر   .

 له رئیس المفسرین امام مجاهدرحمه الله څخه نقل شوي چې پیغمبرصلی الله علیه وسلم دبني اسرائلو دیوه داسي ځوان یادونه وکړه چي زر میاشتي به په جهادبوخت ؤ اوسلاح به یې له اوږي نه وه کته کړي ،مسلمانانوته دبني اسرائلو ددي تن واقعه ډیر خوندورکړ اوتعجب یې وکړ نوالله تعالی دغه دقدر سورة نازل کړ .

لیکوال : مفتي ابویاسر

About admin